جون 04, 2020

لیلة القدر خیر من الف شهر !

لیلة القدر خیر من الف شهر !

قال الله تعالی  : إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ (۱) وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ (۲) لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳) تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ كُلِّ أَمْرٍ (۴) سَلَامٌ هِيَ حَتَّى مَطْلَعِ الْفَجْرِ (۵ )

ژباړه :بی شکه موږ دغه قران دقدر په شپه نازل کړی ،  اوتاته څه شي خبر درکړی  چې دقدر شپه څه ده ؟[دشرافت اوعزت له پلوه ]   دقدر شپه  ترزرو میاشتو غوره ده  . په دغه شپه کي ملائکه اوجبرئیل علیه السلام  دخپل رب په اذن سره زمکي ته راکوزیږي  ، دپاره دهرکار [چي مقرر شوي وي په راتلونکي کال کې ] امان اوسلامتیا ده له هره آفته  . داشپه دسپیدو  تر راختلو پوري ده [یعني دبرکاتو نزول درحمتونو عطایاوي ،اوداجرونوورکړي ، اودملایکه ؤ نزول دسپیدو ترراتلوپوري وي ]

لنډتفسیر   : دقدرشپه دالله تعالی دسترو پیرزوینو اوعظیمو احساناتوڅخه ده ،لوی خدای جل جلاله خپله دغه شپه دقدر په نوم یاده کړي ، اوددغه  شپي په اړه یې ځانګړی سورة نازل کړ .

 

Related posts