جون 04, 2020

پيغمبر صلى الله عليه وسلم  دژوند ترپايه  اعتكاف  كاوه

پيغمبر صلى الله عليه وسلم  دژوند ترپايه  اعتكاف  كاوه

عن عائشة رضي الله تعالى عنها  ان النبي صلى الله عليه وسلم  كان يعتكف  العشرالاواخر  من رمضان  حتى توفاه الله  ثم اعتكف  ازواجه  من بعده . متفق عليه  . مرقات ۴\۵۲۳

ژباړه : له  ام المؤمنين  عائشة  رضي الله تعالى عنها  څخه روايت ده . چي  پيغمبر صلى الله عليه وسلم  دژوند ترپايه  دروژې   په  وروستيولسو كښي  اعتكاف  كا وه  اوكله  چي  لوى خداى  خپل لوري  ته وغوښتل  نو له هغه وروسته يې  ميرمنو[ امهات المؤمینین ]  اعتكاف  كاوه  .

په یوه بل حدیث کې راغلي :

وعن انس -رض-  قال كان النبي  صلی الله علیه وسلم  يعتكف  في العشر الاواخر  من رمضان  فلم يعتكف  عاما  فلما  كان العام  المقبل  اعتكف عشرين  .مرقات ۴\ ۵۲۸ .

ژباړه :  له انس رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی وایې : چي نبي صلی الله علیه وسلم به دروژې   دمیاشتي په وروستیو لسوشپو ورځوکې اعتکاف کاوه یوکال یې دغه اعتکاف ونه کاوه نوبیایې راتلونکی کال روژه کې شل شپي اوورځي اعتکاف وکړ .

تشریح  : یعني پیغمبرصلی الله علیه وسلم به دروژې   دفرضيت څخه وروسته په مدينه منوره کې هرکال په روژه کي اعتکاف کاوه ، یوکال دکوم عذر یاسفر له امله ځیني پاته شو نوپه راتلونکي کال کې یې دشلوشپواعتکاف وکړ .

له فتاوی الصیام څخه

Related posts