جون 04, 2020

دقدرشپه لټوئ !

دقدرشپه لټوئ !

قال الله تعالی : وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ … الایة

قال عَمْرو بن مالك النَّكْري،عن أبي الجوزاء، عن ابن عباس:{ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ } قال: ليلة القدر. رواه ابن أبي حاتم، وابن جرير- وزاد: قال أبو هشام : هكذا قرأها معاذ – .تفسیر ابن کثیر ۱\۵۱۲ شامله

ژباړه : له رئیس المفسرین عبدالله ابن عباس رضی الله  تعالی عنه څخه روایت دی چې  ددې آية څخه[  وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ …] تاسو لټوئ هغه چې الله درته مقدر کړي ،یعني په دې آية کې چې الله تعالی یې دلټولو اوموندلو امر  کوي  له هغه څخه مراد لیلة القدر دی .

تشریح : یعني که څه هم ددې ایة دمرادپه هکله دصحابه اوتابعینو څخه ډیر اقوال نقل شوي مګر درئیس المفسرین ابن عباس رضی الله تعالی عنه قول داده چې  الله تعالی په دې ایة کې خپلوبندګانوته  دلیلة القدر دطلب اوموندلو امر کړی ؛ ځکه دایوه ترټولو ستره الهي عطیة ده چې په ځانګړي ډول دې امت ته ورکول شوي ده ،مګر زیار اوطلب غواړي نوامت بايد په دې لاره کې زیار وباسي اوددې شپې دموندلو محنت وکړي ،ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم اوهم علماء يې ټول علامات ذکرکړي دي نودعلاماتو له مخې اوس  ددې شپې موندل اسانه شوي .

ملاحظه : دابن عباس رض دغه تفسیر له دي امله هم ډیرمناسب دی چې دا آيتونه دروژې دشپې په هکله دځينو امورو درخصت اوجوازپه  احکامو مشتمل  دي ؛نوالله تعالی  له دي امورو  سره دایادونه هم کوي چې باید دامت نارینه اوښځېنه دلیلة القدر له دې عظیمې شپې څخه غافله نشي ؛ځکه دغه شپه زیاتره په همدغه میاشت یعني روژه کې واقع کېږي .

مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts