جون 04, 2020

دقدر دشپي دعاء

دقدر دشپي دعاء

عن عايشة رضی الله تعالی عنها انها قالت  يارسول الله ان واقفت ليلة  القدر  فما ادعو؟ قال  قولي  : اللهم  انک  عفو  تحب العفوفاعف عني   . .   تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۴

ژباړه :  له عایشة رضی الله  تعالی عنها څخه روایت ده چې هغي  له پیغمبر صلی الله  علیه وسلم څخه  وپوښتل : که  زه  دقدر په شپه خبره شم  نو څه ډول  دعا به کوم .  پیغمبرصلی  الله علیه وسلم   وویل  :  دادعا کوه  :  اللهم  انک عفو تحب  العفوفاعف عني

تشریح : ملاعلي قاري  رحمه الله تعالی  وایې : چې دانک عفوو تحب العفو.  یوه عجیبه  جامعه دعاده . په حدیث شریف کښی راځي  :

ماسأل الله العباد شيئا  افضل  من ان يغفرلهم  ويعافيهم  الخ  دبنده لپاره  تردي غوره دعا نشته  چې دخپل خالق څخه  دبخښني  اوعافیت سوال  وکړي  . ( ځکه عافیت ددي دنیا هوسایې سوکالي  او دخوښیو نه ډک  مصلح  او دینی ژوند ته ویل کیږي  ،اود مغفرت سوال  دهغي دنیا لپاره  یوه دعا ده چی  دهغه جهان  ټولي  خوښۍ  او سوکالۍ پکښی نغښتی دي  )

عن انس رضی الله تعالی عنه ان رجلا جاء الی النبي صلی الله عليه وسلم فقال يارسول الله ای الدعاء افضل ؟ قال سل ربک العافية والمعافاة في الدنيا والآخرة ، ثم اتاه في اليوم الثاني فقال يارسول الله ای الدعاء افضل ؟ فقال له مثل ذلک ،ثم اتاه في اليوم الثالث فقال له مثل ذلک قال فاذا اعطيت العافية والمعافاة في الدنياوالآخرة فقدافلحت .رواه الترمذي وابن ماجة وقال الترمذي هذاحديث حسن غريب  .مشکوة ص\۲۱۹

ژباړه : یوتن نبي علیه السلام ته راغی ،اوورته وي ويل : ترټولوغوره دعاکومه ده ؟ نبي علیه السلام ورته وویل : له الله تعالی څخه ددنیا اوآخرة دعافیة اومعافاة سوال کوه ، هغه تن [ولاړ خو] دوهمه ورځ بیاراغی . اوبیایې دتیري ورځي په څیرپوښتنه وکړه  : ترټولوغوره دعاکومه ده ؟ نبي علیه السلام  دوړاندي په شان ځواب ورکړ یعني له الله تعالی څخه دعافیت اومعافاة سوال کوه ،دغه تن دریمه ورځ بیاراغی اوخپله پخوانۍ پوښتنه یې بیاتکرار کړه ،نبي علیه السلام هم هغه پخوانی ځواب ورکړ اوبیایې زیاته کړه ګوره کله چي چاته ددنیا اوآخرة عافیت اومعافات ورکړل شو نوهغه دنجات څښتن شو هغه کامیاب دی .

ابویاسر

Related posts