جون 04, 2020

روژه او صحت

روژه او صحت

شهیدزوی:

خپلې عقیدې ته ژمن ټول هغه خلک چې خپله عقیده حقه ګڼي دخپلې عقیدې او دعقیدې سره دبرابرو خپلو اعمالو دحق ثابتولواو ورنه د دفاع هڅې کوي.

خپل دین ته ژمن مسلمانان هم همداسې دي ؛ څومره چې شرعي پوهه ولري دخپلې پوهې سره سم دخپلو عقایدو او شرعي احکامو نه دفاع دځان مسئولیت اوپرځان دخپل دین حق ګڼي.

ځني هغه ورونه چې دعصري  علومو نه خبر وي او خپل دین سره هم مینه لري دشرعي احکامو دحقانیت ثابتولولپاره دساینسي علومو دلایل او دنامسلمانو پوهانو اقوال راوړي ؛ داډېرلوی کار او ددین سره ډېره خواخوږي او اخلاص ګڼي.

دا کار رښتیاهم په خپل ذات کې ښه کار دی ؛ ګټه هم لري او دداسې مسلمانانو داخلاص په اړه باید شک ښکاره نه شي. خو دې کې نشته چې دا طریقه له ځانه سره یو څه تاوانونه هم لري ؛یو خو پدې سره دنسبتاً ازاد خیالو خلکو عادت خرابېږي ؛ دشریعت دهر حکم دحکمت وړاندې کول اړین بولي او ورو ورو داسې فکر عامېږي چې ګینې دشریعت داحکامو حقانیت موږ هغه مهال پر ځان اوخلکو منلی شو چې حکمت یې راته معلوم اوساینسي تائید ورسره مل وي حال داچې ساینس باندې ثابت شی دانسانانو دخپلې هڅې ،څېړنې اوتجربې نتیجه وي چې طبعاً تغیر اوخطاقبلونکی وي او شرعي احکام دساینس نه په خورا ډېر لوړ شي یانې وحي ثابت شویدي چې نه پکې دخطا او نه هم دتغیر احتمال شته .

دوهم تاوان یې دادی چې پدې سره دمسلمان دعبدیت روح زیانمن کېږي؛ عبدیت او مریتوب خو دادی چې بې چون وچرا دخپل مالک حکم ومنل شي ؛ موږ مومنان دشریعت احکاموباندې ځکه عمل کوو چې دا مو دحقیقي مالک احکام

دي ؛ نه له دې امله چې دا اوهغه حکمت او دنیوي ګټه لري .

نو لنډه داچې دشریعت داحکامو حکمتونه ذکر کول بد کار ندی خو ورسره دا وضاحت هم پکار دی چې د شریعت احکام دې حکمتونو ذکرکولو ته ندي محتاج او نه پر دې احکامو عمل ددې حکمت له امله دی ؛ په شرعي احکامو عمل دعبدیت مقتضی ده ؛ دا حکمت بدلېدای اوخطا کېدای هم شي خو دشریعت حکم نه شي خطاکېدای .

روژه دشریعت یومهم حکم او په پنځو ارکانو کې یو لوی رکن دی ؛ موږ یې په حکمت اوطبي ګټوپوه یو که نه، بې چون وچرا یې له دې امله نیسو چې زموږ درب حکم دی اوموږ چې دخپل رب غلامان یو پرې مکلف یو او په خوښۍ یې نیسو.

هو! دامو عقیده ده چې دشریعت یو حکم هم داسې نشته چې دانسانانو دتوان نه بېرون وي یا دانسانانو لپاره تاواني وي .

اسلام که خپل پیروان دڅه نه منع کړيدي یایې ورته دڅه حکم کړیدی ټولو کې دانساني ټولنې ډېر لوی خیر ،فلاح او کامیابي ده .

دروژې په باره کې مو هم همدا عقیده ده ؛ موږ به یې له ګټو نه یو خبر خو دا مو ایمان دی چې روژه د جوړ انسان صحت ته تاوان نه ،بلکې ډېرې ګټې رسوي چې دڅېړنو نه پس اوس دطب نامسلمانو پوهانو هم ځنې داګټې معلومې کړیدي؛ ورباندې اعترافونه کوي او د اوږد وخت لپاره دخوراک څښاک نه دبدن لرې ساتل په یوشمېر مریضتیاګانو کې ډېرګټور ګڼي.

داروپا نامتو مفکر پروفیسورآرنلډ وایې : روژه دمسلمانانو لپاره دمهم عبادت تر څنګ یو ستر ځواک هم دی چې ورسره داملت نه مسخر کېدونکی ملت ګرځي ؛ یوه میاشت مسلسلې روژې انسان دفاقه کشۍ عادي ګرځوي ؛ دتحمل ، زغم ،صبراو دبدني او ذهني مشکل نه دوتلو ښه درس ورکوي .

امریکایې نامتو ډاکترجیمس بیلج وایې : دروژې پر مهال جسم دخوراک دهضم له عمل نه فارغ وي نو دفاسدو مادو د اخراج عمل کې جسم ته ډېره اساني وي ؛ روژه دجسم ټولو داخلي رئیسه اعضاءو ته دتصفيې ډېره ښه موکه ورکوي

چې پدې سره بدن باندې بوډاتوب ژر نه راځي.

دهند یونامتو ډاکتر شانتی رکوانی وایې چې دروژې پرمهال چې جسم ته نوی خوراک نه ورځي نو په جسم کې زهرجنې مادې هم نه جوړېږي نو جګر په ښه طاقت او اسانۍ سره په جسم کې له وړاندې نه موجود زهرجن مواد وباسي او وینه ښه تصفیه کېږي.

ډاکټرژوفرای نومي یو کاتولیک عیسایې دی؛ روژه یې دهایبرینشن عمل ته ورته ګنلی ده ؛ هغه وایې:چې ډېر داسې حیوانات شته چې په سخت یخ یا نامناسب موسم کې غارونو اودځمکې تل ته ورننوځي ؛ داوږدې مودې لپاره همدلته وږي پاتې شي ؛ دهایبرینشن دا عمل حیوانات ډېر تروتازه کوي او چې کله دنوي موسم دراتلو سره دباندې راووځي نو دمخکې نه زیات طاقتور وي .

همدا راز د واورو د اورښت او خزان پر مهال د ونو پاڼې ورژېږي ؛ ونه ویده شي ؛ درېښو او پاڼو له لارو پرې  هر ډول خوراک بند وي چې دا د ونو روژه وي اوسخته ګټه ورته رسوي ځکه خو د پسرلی په را رسېدو چې ونې راژوندۍ کېږي نو ډېره ستره تازګي پکې وي .

ژوفرای وایې چې انسان ته هم روژه ډېره ګټه رسوي ، ډېر قوت وربښي نو هر انسان باید په کال کې ۴۰ ورځې روژه شي .

ایلن کاټ نومي یو انګریز څېړونکي د  Fasing as a way of Life  تر عنوان لاندې یوې څېړنې کې ویلي چې روژه دهضم او اعصابو نظام ته ډېرراحت رسوي .

خو برعکس د ۲۴ ساعتونو مسلسله ولګه او دخوراک څښاک نه ځان لرې ساتل چې په انسانانو کې رایج وه تاواني ده ځکه چې ۲۴ ساعته ولګه په وینې کې نمکیات خصوصا دپوټاشیمو دکمي سبب ګرځي ؛ کیلوریز کمېږي او دزړه درزا ورسره ډېرېږي .

په ۱۹۹۴م کال کې په ړومبي ځل په سابلانکامراکو کې د رمضان دروژې باره کې یوطبي څېړنيز کانفرانس جوړ شو چې پکې دنړۍ دګوډ ګوډ نه دراغلو مسلمانو او نامسلمانوڅېړونکو ۵۰ تحقیقي مقالې وړاندې کړای شوې ؛ پدې مقالو کې په یوې مقالې کې هم داسې ټکی رانغلو چې روژه پکې صحت ته تاواني ګڼل شوی وای .

دطب پوهان وایې چې دکولسټرولو دکموالي لپاره روژه ډېر ښه علاج دی ؛ کوم خلک چې په روژه کې عادي خوراک کوي او اضافي غوړ ، خواږه او چربي ونخوري نو په یوه میاشت کې به یې ۱۴ سلنه بد کولسټرول کم او ښه کولسټرول به یې ۱۲ سلنه زیات شي ؛ همدا راز به یې ۳۰ سلنه ټرایې ګلسرایډ هم کم شي ؛ نوموږ ویلی شوچې دزړه مریضانو ته روژه ډېره ګټوره ده .

په زړه پورې داده چې

نا مسلمان نن دساینس پر بنسټ دروژې دافادیت نه خبرېږي او مني یې او مسلمانان له ۱۴ پېړیو راهیسې هر کال یوه میاشت فرض روژې نیسي او دفرض ترڅنګ دنفلي روژو اهتمام هم کوي .

دګرمۍ روژو کې چې څوک ګرځېدل یا شاقه کارو نه کوي او بدن خوله کېږي نو دمضرو اجزاءو ترڅنګ دبدن نه اوبه هم زیاتې خارجېږي نو ځکه په روژه ماتي کې دتازه مېوو خوړل ډېر ګټور دي ؛ دا دبدن اوبه پوره کوي او دتندې مخه نیسي .

مستې هم دتندې مخه نیسي نو په پشلمي کې یې کارول ډېر ګټور دي .

دبدن دوزن کموالی هم دروژې یوه مهمه طبي ګټه ده خو باید په یاد ولرو چې دا ګټه هغه مهال تر لاسه کولای شو چې په روژه ماتي او پشلمي کې دخوراک سره احتیاط وکړو ؛ خواړه مو ساده وي ، تازه مېوه او مستې پکې شامل وي او دکباب ،پکوړو، پیرکواوسموسو په څېر دسروکړو څیزونو نه موځان ساتلی وي .

دروژه ماتي ترڅنګ  په پشلمي کې هم دخورما خوړل ګټور دي ځکه چې خورما کې کلوریز، شکر او حیاتین مواد په ډېر لوړ مقدار شتون لري نو دروژې حالت کې دبدن د رامنځته شوي ضعف ښه ازاله کوي ؛ که ډېرې نه وي لږ تر لږه د درې درې دانو خوړل هم ډېره ګټه کوي .

ډېر خلک داسې هم وي چې له پشلمي نه پس او بیا مازیګر مهال دمعدې دجوش نه تنګ وي .

دوئ عموما هغه خلک وي چې دسرو کړو اومصاله دارو خوراکونو ،چای او غازي مشروباتو(پیپسي ، کوکا کولا او داسې نور ) عادي وي .

ددوئ ښه علاج دادی چې روژه کې غازي مشروبات بېخي پرېږدي ؛ خپل خوراک ساده کړي ؛ چای ډېرکم او داوبو استعمال زیات کړي .

ځیني خلک په روژې میاشت کې دبدن د درد دشکایت سره مخامخ کېږي او داسې محسوسوي لکه دبدن پلې یې چې ډېرې سختې وي ؛ په بدن کې داوبو اونمکیاتو  خصوصاپوټاشیم ، کیلشیم میګنیشیم کموالی ددې اصل لامل دی چې په تازه مېوو ،خورما پخو او خاموسبزیجاتو دا کمی پوره او ورسره  ددې درد مخنیوی کېدای شي .

په روژه کې ځني خلک دقبض

دتکلیف سره مخامخ کېږي چې عمده لامل یې په خوراک کې بې احتیاطي ده؛ ساده خواړه ، تازه مېوه ،خام اوپاخه سبزیجات ډېر خوړل ؛ د اوبو ډېر څښل په روژه ماتي اوپشلمي کې سپېغول خوړل او دکباب ،غوښو،لوبیا دال او نورو حبوباتو،پکوړو، پیرکواوسموسو په څېر دسروکړو څیزونو نه ځان ساتل ددې اصل علاج دی .

په ړومبنو روژو کې ډېر خلک په سر درد هم اخته کېږي ؛ دا هم دتشویش وړ خبره نده ؛ دخوراک او خوب د وختونو دبدلېدو له امله دسر درد فطري دی ؛ همدا راز کوم خلک چې چای یانور مشروبات زیات څښي نو روژه کې یې دسر درد طبعي خبره ده ؛ ښه داده چې داسې خلک  له روژې څو ورځې وړاندې دهغه مشروب کارول کم کړي په کوم چې عادي وي.

دخوب کموالی هم دسر د درد لامل ګرځي ؛ دخوب په پوره کېدو هم دامشکل حل کېږي .

دشکر مریضانو لپاره روژه نیولو کې دنورو په نسبت طبعي تکلیف زیات وي ؛ کوم تنان چې په پشلمي کې یې خوراک کم وي یا شاقه او درانده کارونه کوي نو طبعي ده چې دداسې تنانو بدن کې دکیلوریز مصرف زیات وي چې دکیلوریزکموالی دشکر دکموالي اوغورځېدو لامل ګرځي چې ورسره دبې هوښه کېدو اوغورځېدو خطر زیاتېږي اوترڅنګ یې د بدن په نورواعضاءو دناوړه اغېزې وېره هم ډېرېږي نوځکه ډېره اړینه ده چې ددوا ، خوراک او انسولین دمقدار او وختونو دتعین په اړه خپل ماهر معالج ته بیا بیا مراجعه وکړي او په لارښونو یې عمل وکړي.

همدا راز دګردو مریض هم باید دخپل ماهرمسلمان معالج په لارښوونو عمل وکړي

Related posts