جون 04, 2020

په روژه کې  (Upper GI Endoscopy) کول !

په روژه کې  (Upper GI Endoscopy) کول !

په ننې عصرکې دبعضومرضونودپیژندګلوي لپاره معدې ته دخولې له خوایوپایپ ورااچول کیږي چې په عربي کې ورته منظارالمعدة اوپه انګریزي کې ورته   Endoscopy وایې دا آلّه  دمعدې دبیماریوتشخیص کوي یادایکسري لپاره معدي ته اچول کیږي ،اوکله خولادمعدې یوټوټه غوښه هم ورسره راپریکوي چې ډاکټران تحقیق اوڅیړنه ورباندي کوي ،

نواوس پوښتنه داده چې که کوم تن دروژې   په مهال Endoscopy  وکړي نو روژه یې ماتیږي اوکنه ؟ نوزموږدمذهب دفقهي له جزئیاتوڅخه داسې معلومیږي چې که چېرې په دغه آله  { Endoscopy }باندي نوره دوانه وي اچول شوي نوروژه نه ماتیږي

ځکه چې دروژې   ماتیدلولپاره شرط داده چې هغه شیئ به هلته پاته کیږي ،په دي هکله زموږد فقهې په کتابونوکې ډیري ورته جزئیات شته  دبیلګې په ډول  لکه دعلامه ابن نجیم المصري رحمه الله د مشهورکتاب بحررائق څخه دغه توري  هغه لیکې :

ولوشدالطعام بخيط وارسله فی حلقه وطرف الخيط فی يده لايفسدالصوم ،البحرالرائق ۳/۲۷۹

ژباړه :که یې دخوراک یو څیزپه تاروتړل اوبیایې تیرکړاودتاریوه خوادده په لاس کې وه نویې روژه نه ده ماته ،

وفي  فتاوی تاتارخانیه  ۲\۳۶۷ وعلی هذاعنبا مربوطابالخيط ثم اخرجها [لم يفطر] الخ

وقال العلامه کاساني رحمه الله تعالی  :

وهذايدل علی ان استقرارالداخل فی الجوف شرط لفسادالصوم ،  البدائع والصنائع ۲/۹۳

یعنې داخبره په دي دلالت کوي چې دداخل شيئ په معده کې پاته کیدل  دروژې   دفسادلپاره شرط دي .

وعليه فالظاهر أنه لا يفطر ، ولكن يستثنى من ذلك ما إذا وضع الطبيب على هذا المنظار مادة دهنية مغذية لكي يُسهِّل دخول المنظار إلى المعدة فإنه يفطر .

ولهذالمبحث انظر    المفطرات المعاصرة للشيخ خالد بن علي المشيقح ص\۴  وجديدفقهي مسائل لمولاناخالدالهند

من فتاوی الصیام

Related posts