جون 04, 2020

فرضي صدقات په ښکاره اونفلي صدقات …

فرضي صدقات په ښکاره اونفلي صدقات …

قال تعالى: ﴿إِنْ تُبْدُوا الصَّدَقَاتِ فَنِعِمَّا هِيَ وَإِنْ تُخْفُوهَا وَتُؤْتُوهَا الْفُقَرَاءَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَيُكَفِّرُ عَنْكُمْ مِنْ سَيِّئَاتِكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ *

ژباړه :که تاسو په ښکاره صدقات ورکوئ ډیره ښه ! خوکه يې په خفيه ډول ورکړئ اوفقیرانو

ته يې ورکړئ نوداترټولو غوره ده . په دې سره به مو الله تعالی ګناهونه معاف کړي اوالله تعالی ستاسو په اعمالو ډیر ښه خبر دی .

لنډتفسیر :په دې آية کې الله تعالی مومنانو ته دنفلي صدقاتودورکړي په هکله ځانګړی هدایت کوي : فرمايې چې که تاسو صدقات په ښکاره باندي یوچاته ورکوئ نوښه عمل دی ،الله تعالی به ورباندي اجر درکړي .

خوکه تاسو دغه صدقات په خفيه ډول فقیرانوته ورکړئ نوپه دې سره  ترهغه وړاندي ډیر اجر درکول کیږي ،- اوداځکه چې په دې  ډول عمل سره نیت ډير ښه اوله ریاء اوشهرت څخه لیري وي .

اوپاته شوه دفرضي صدقې خبره لکه زکوة یاجهاد بالمال همداراز صله رحمي اوداسي نور نوپه هغه کې ترټولو غوره داده چې په ښکاره يې ورکړي .څو نوروخلقو ته دفرضي صدقاتو دورکړي یوفیغام شي اوهم دخلقو له تهمته ځان خلاص کړي .مګر په فرضی صدقاتو کې فقیر یامسکین ته ورکړه ضروري ده .

ابوحامدعفی عنه

Related posts