مې 28, 2020

دروژې وروستۍ شپه …

دروژې وروستۍ شپه …

دروژې وروستۍ شپه دروژې داجرونو ترلاسه کولو شپه

عن ابي هريرة رض قا ل :  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم … ويغفرلهم  في اٰخر ليلة  قيل يارسول الله اهي ليلة القدر  ؟ قال  لا  لكن العامل انما يوفي اجره  اذا قضى عمله  . رواه احمد  وبيهقي   الترغيب ۱\ ۲۵۶

ژباړه : له ابوهریرة رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : .. لوی خدای دروژې   په وروستی شپه  خلګوته ګناهونه بخښې  ،یوچاپوښتنه وکړه چي آیا دغه وروستئ شپه دقدر شپه ده ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل : نه دقدرشپه خونه ده  لکن څرنګه چې کاریګر خپل عمل اوکار سر ته ورسوي نو داجرت اومزدوري حق یې ثابت شي .

تشریح  : له وړاندیني حدیث څخه هدف دروژې   دوروستئ شپي فضیلة ده ،پیغمبرصلی الله علیه وسلم په واضح ډول سره وویل : چي په دغه شپه کي الله تعالی روژه داروته  دروژې   دنیولو اجرونه ورکوي

البته په دي حدیث شریف کې یې وویل : چي دقدرشپه خونه ده ولي داجرونودویشلو شپه ده ،  مګر دعبادة بن صامت په روایت کي راغلي چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل  چي دقدرشپه  په رمضان المبارک کي په ورستیو لسوشپوکي ده …یادروژې   مبارکي په وروستئ شپه کې ده .

كما في رواية عبادة بن صامت رض هي (اى ليلة القدر)  في شهر رمضان  في العشرالاواخر …. اواٰخر ليلة  من رمضان  . الحديث  .

همدا راز په فتاوی واحديه کي راغلي چي موږ دقدر شپه څارله نوبیامودقدرپنځه علامي دروژې   په دیرشمه شپه کي ولیدي  .

الواحدية ص\۳۲۶

 

Related posts