جون 04, 2020

دکوچني اختر اړوندفقهي مسائل ۲

دکوچني اختر اړوندفقهي مسائل ۲

په بازار کې په ډيرو ځايوکې داخترلمونځ صحيح دی

مسئله :داخترلمونځ په يوه ښاركي په ډيروځايونوكي صحيح دي اتفاقا .

كمافي الدرالمختار۳\۶۸ تؤدي بمصرواحدبمواضع كثيرة اتفاقا قال الشامي رحمه الله  والخلاف انماهوفي الجمعة  بحر

که له يوه تن څخه داختردلمانځه تکبيرونه تيرشې

مسئله :كه يوڅوك داخترپه لمانځه كي داسي وخت شريك سوچه امام تكبيرونه ويلي ؤ كه دولاړي په حالت كي ورسره شريك سونوپه تكبيرتحريمه پسي به متصل تكبيرونه وايي كه څه هم امام په قراءة  كي وي ،اوكه په ركوع كي ورسره شريك سونوكه يي غالب ګمان داؤچه په تكبيرويلوسره ركوع نه راڅخه تيريږي نوتكبيرونه به وايي بيابه ركوع ته ځي اوكه يي داګمان ؤ چه راڅخه تيريږي بيادي په ركوع كي دتسبيحاتوپه ځاي ووايي لاسونه دي نه پورته كوي اوكه يي په ركوع كي پوره نه وويل نودامام په سرراپورته كولوبه دي هم سرراپورته كړي اوهغه پاته تكبيرونه ورته معاف دي اوكه په قومه كي ورسره شريك سوبيابه تكبيرونه نه وايي ځكه هسي هم ركعة راګرزوي .

خلاصة الفتاوي ۱\۲۱۵

که يورکعت له سړي څخه تيرشې

مسئله :كه له چاڅخه يوركعت تيرسوي ؤ نوچه هروخت يي راګرزوي اول به قرائت ووايي بيابه تكبيرونه  .

خلاصة الفتاوي ۱\۲۱۵

که دامام تکبيرونه تيرشو

مسئله : كه دامام تكبيرونه هيرسوخوپه ركوع كي ورپه يادسوپه ركوع كي به يي وايي بيرته به ولاړي ته نه راګرزي اوكه راوګرزيږي هم لمونځ يي نه فاسديږي  كمافي الكتاب المذكور۳\۶۵ . مراقي الفلاح ۵۳۴

اوکه په لمړي رکعت کې تکبيرونه هيرشې

مسئله :كه له امام څخه په اول ركعة كي تكبيرونه هیرشي له قراءة وروسته دي ووايي كمافي الهندية ۱\۱۵۱ واذانسي الامام تكبيرات العيدحتي قرء فانه يكبربعدالقراءة  اوفي الركوع مالم يرفع راسه كذافي التاتارخانية

لكن داهلته كه يي الحمدلله اوقراءة  دواړه ويلي ؤاوبيابه قراءة هم نه راګرزوي،اوكه يي صرف الحمدلله ويلي وه بيابه بيرته تكبيرته ورګرزي له تكبيروروسته به بله الحمدلله وايي  الحلبي \۵۷۲

مقتدي له امام سره داختردلمانځه په اخره ناسته کې هم شريک کيدلی شې

مسئله :ترڅوچه امام اخري سلام نه وي ګرزولي كه څه هم التحيات ياسجده سهوه يي كړي وي بيابه هم مقتدي ورسره شريكيږي وروسته به هغه تيرسوي لمونځ راوګرزوي

الهندية  ۱\۱۵۱

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

Related posts