جون 04, 2020

دکوچني اختر دلمانځه اونور اړوندفقهي مسائل !

دکوچني اختر دلمانځه اونور اړوندفقهي مسائل !

دعیدالفطر دلمانځه طريقه  

دكوچني اختردلمانځه كولوطريقه داده :چه لمړی به داسي نيت وكړي : نيت مي كړي چه دوه ركعته واجب لمونځ دكوچني اخترسره له شپږوتكبيرو واجبه زائده واداکوم ، اوبيابه لاسونه ترنامه لاندي كښيږدي  سبحانك اللهم دي تراخره ووايي اوبيابه دري واره الله اكبر ووايى لاسونه دي غوږونوته پورته كړي اوله هرالله اكبروروسته دي لاسونه ځوړندكړي (ايله دي كړي) اودري واره سبحان الله ويلوپه اندازه دي وځنډيږي بيادي بل الله اكبرپه طريقه مذكوره سره ووايي هركله  چه  دريم الله اكبر ووايي لاسونه دي ترنامه  لاندي كيږدي  اعوذبالله اوبسم الله اوالحمدلله  اوسورة دي ووايي اوبيادي ركوع اوسجده وكړي  بياچه دوهم ركعت ته راپورته سي اول دي الحمدلله  اوسورة ووايي وروسته دي دري واره الله اكبرپه طريقه  مذكوره سره ووايى بيادي ركوع ته ولاړسي اوخپل لمونځ دي پوره كړي ،او مقتدي دي اقتديت  بالامام الحاضر وایې يعني اقتداكوم په دي حاضرامام پسي  ووايي  .الهندية ۱\۱۵۰

داختردلمانځه لپاره اقامت اواذآن نشته .

مسئله :داخترپه لمانځه كي اذان اواقامة نسته ځکه چې اذان اواقامت په فرضی لمونځوپوري ځانګړي شوي  .

البدايع  ۱\ ۴۱۰  المشكوة ۱\۱۳۸

دکمکي اخترلمونځ ليږ ناوخته اودلوی اختر وختی کول افضل کاردی

مسئله :دكوچني اخترلمونځ ليږ ناوخته اودلوي اخترلمونځ ليږ وختي كول سنت طريقه  ده .

الهندية ۱\۱۵۰

ترلمانځه وروسته داخترخطبي اوتکبيرونه

مسئله :ترلمانځه وروسته دي متصل دوه خطبي ووايي : اوپه مابين كي دي کمه ناسته وكړي اوچه څنګه اولي خطبي ته ولاړسي كښيني دي نه  اواوله خطبه دي په نه۹ تكبيره شروع كړي اودوهمه په اوه۷ تكبيره   الهندية ۱\۱۵۰

دکمکي اختر په لمانځه کې دي دسرسايې  احکام بيانوي

مسئله  :دكوچني اخترپه خطبه كي دي دسرسايي احكام بیانوي ، اودلوي اخترپه خطبه كى دي دقرباني فضائل ، احکام اودتكبيرات التشريق مسائل خلګوته بيانوي .

الهندية ۱\۱۵۰

داختردلمانځه لپاره ميداني ته وتل سنت دی

مسئله :دلمانځه لپاره  ميداني ته وتل سنت دي ،اونه  وتل خلاف السنة  ده  .الهنديه۱\۱۵۰

دکمکي اخترلمونځ دعذرله امله په دوهمه ورځ هم کولی شې

مسئله : دكوچني اخترلمونځ كه په اوله ورځ دكوم عذرله وجي پاته سي دوهمه ورځ يي كولاي سي خودريمه ورځ يي نه سي كولاي ،اودلوي اخترلمونځ تردروورځوپوري كولاي سي بلاكراهة كه عذرؤاوكه عذرنه ؤبيامكروه ده  .

مراقي الفلاح \۵۳۶_۵۳۸

Related posts