جون 04, 2020

صدقة الفطر !

صدقة الفطر !

قال الله تعالی : (قَدْ أَفْلَحَ مَنْ تَزَكَّى * وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى) لاعلى  ۱۴-   ۱۵

ژباړه : په تحقیق سره  بریالي دي هغه کسان چې تزکیه يې وکړه اودخپل رب نوم يې ذکر کړ اولمونځ يې اداءکړ .

لنډتفسیر : كثير بن عبدالله  د خپل پلار اوهغه له  نيكه څخه روايت كوي  چې  له رسول الله  صلى الله عليه وسلم  څخه  ددي  اية

[  قد افلح  من  تزكى   وذكر اسم ربه  فصلى  ]   اپه اړه   وپوښتل شونو پيغمبر صلي الله عليه وسلم  ورته  وفرمايل :  چې  داد صدقة الفطر  [ سرسايې ]  اودکوچني اختر دلمانځه په اړه نازل شوى  .[یعني په دي  ایة کښي  دنجات اوکامیابی  زیری دسرسایې ورکونکو اودکوچني اختر دلمانځه اداء کونکو لپاره ده  ]  رواه ابن خزيمة   الترغيب  ۱\ ۲۸۰

Related posts