نوومبر 26, 2020

که يې دسختې تندې له امله روژه ماته کړه ؟

که يې دسختې تندې له امله روژه ماته کړه ؟

الاستفتاء :محترم مفتي صاحب ! زماپه کلیوالو کې یوه تن روزانه کوله اوبياد کار له امله زيات تږی شوی و اوبیایې روژه ماته کړي ده نواوس په دغه سړي قضاء اوکفاره دواړه شته اوکه یواځې قضاء ورباندي شته ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په مذکوره صورت کې دفقهاواختلاف ده :دځينو په نزد قضاء اوکفاره دواړه ورباندي شته ، اودځينوفقهاو په نزد يواځې قضاء ورباندي شته . راجح لمړی قول دی .

في الدرالمختار وردالمحتار ۳\۴۶۱ قال الشرنبلالي : صورته صائم أتعب نفسه في عمل حتی أجهده العطش فأفطر لزمته الکفارة ،وقيل لا وبه افتی البقالي وهذابخلاف الامة اذا اجهدت نفسها لأنها معذورة تحت قهر المولی ولها ان تمتنع من ذلک  وکذلک العبد اه وظاهره وهوالذي في الشرنبلالية عن المنتقی ترجيح وجوب الکفارة . ط .  قلت مقتضی قوله ولها ان تمتنع  لزوم الکفارة .عليها أيضا لوفعلت مختارة فيکون ماقبله محمولا علی مااذاکان بغيراختيارها بدليل التعليل  الخ

البته :که دسختي نادارۍ اوفقر له امله يې روزانه کوله اودماښام خواړه يې ورباندي برابرول نوبیاپه دوهم قول باندي هم دعمل ګنجایش شته .

والله تعالی اعلم .

کتبه :مفتی ابویاسر عفی عنه

Related posts