جون 04, 2020

دا هماغه عظیم کتاب دی !

دا هماغه عظیم کتاب دی !

ذلک الکتاب. لاریب فیه ()

داهماغه عظیم کتاب دی ، چې دهیڅ شک ګنجایش په کې نشته .

په دې کائناتو کې چې دهرڅه تعلق له قران کریم سره راغلی هغه ترټولوعظیم ګرزیدلی دی ،مثلا لوح محفوظ هغه مهال وڅلید اوعظیم شو چې هلته قرآن کریم محفوظ  شو: بل هوقرآن مجیدفي لوح محفوظ .  وَكُلَّ شَيْءٍ أحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ()

بیت المعمور دقرآن کریم ثاني منزل و، ترقیامته دملائکه وحرم او مطاف شو .الله تعالی په قرآن کریم کې ورباندي قسم کړی  :  وَالْبَيْتِ الْمَعْمُورِ  .

جبریل علیه السلام چې دقران کریم به نزول باندي مقرر شو نوسیدالملائکة جوړ شو. نزل به روح الامین .وماهوالاقول رسول کریم . ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي الْعَرْشِ مَكِينٍ  . مطاع ثم امین …

قرآن کریم چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم نازل شو نو سیدالاولین والاخرین وګرزیده .وماارسلناک الارحمة للعلمین ()

اوکله چې قرآن کریم ددې امت لپاره نازل شو نو دا أمت ترټولو غوره امت شو: کنتم خیرامة اخرجت للناس .

درمضان المبارک په میاشت کې نازل شوونوهغه خیرالشهور وګرزیده ،په لیلة القدر کې نازل شو هغه دټولونه  قدرمنه شپه شوه .

اوترټول ډیر ثواب هم په قرآن کریم موندل کیږي  ځکه په هرحرف باندي لس اجره دي . من قرأ حرفا من كتاب الله فله حسنة والحسنة بعشر أمثالها …

ترټولو ښه هدایت هم په همدي قران کریم باندي موندل کیږي ،ان هذالقران یهدي للتي هي اقوم اودهدایت ترټولو غوره لاره هم دغه قرآن دی. فبای حدیث بعده یومنون .

ددنیا اوآخرت ترټولو لوړه رتبه هم په قرآن کریم موندل کیږي  : هدی للمتقین

اوترټولو بهترین خلک اوترټولو ښه زړونه هم هغه دي چې دقرآن کریم دالفاظو اومعانی وسره یې تعلق وي یايې په زړه اودماغ کې ځای ورکړی وي  : خیرکم من تعلم القران وعلمه

اویادولرئ چې ستاسو بهترینه ورځ به هغه وي چې په قران کریم باندي پیل شوي وي .

اوستاسو غوره عمل به هغه وي چې په قران کریم دامر یانهی په تطبیق کې سرته رسیدلی وي .

دمفتي ابویاسر داصول التفسیر څخه

Related posts