جولای 14, 2020

که امام ترمقتدیانو په لوړځای ولاړ وي ؟

که امام ترمقتدیانو په لوړځای ولاړ وي ؟

 الاستفتاء : محترم مفتي صاحب  دګرمي موسم  دی زیاتره خلګ دمازیګر ،ماشام ،ماخوستن اوسهار  جماعتونه  دباندي  په لوڅو مسجدونو کې کوي  ،  زموږ دمسجد امام صاحب په برنډه کې دریږي اومقتدیان په صحن یعني په لوڅ مسجدکې   دبرنډي برخه  ترصحن  څلور پنځه ګوتي یایوه لویشت لوړ دی   یعني امام ترمقتدیانو یو څه په هسک ځای باندي دی دریږي  اومقتدیان کښته وي ، دافاصله خوبه دامام اومقتدیانو لپاره دجماعت دصحت مانعه نه وی ؟  المستفتي مولوي عبدالمتین  حماد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:  په حدیث شریف کې  صراحة ددي منعه راغلي ده چې امام دي په هسک ځای اومقتدیان په ټیټ ځای وي  .

روی الحاکم مرفوعا : نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم  ان یقوم الامام فوق  ویبقی الناس خلفه  الخ  طحطاوي  ۱\۴۳۱ ومثله فی ردالمحتار ۱\۶۰۴ والعیني شرح الهدایة ۱\۸۰۵

همداراز دابوداود په یوه بل  روایت کې راغلي دي : چې کله حضرت عمار بن یاسر په  مدائن کې دجماعت لمونځ ورکاوه نوله مقتدیانو څخه په لوړ ځای ودریده  حضرت حذیفه رضی الله تعالی عنه چې ولید نووروړاندي شو اوهغه یې  ترلاس  ونیول او له لوړ ځای څخه یې راکښته کړ . اودلمانځه له فراغت وروسته یې ورته وویل : ولي تاسو دپیغمبرصلی الله علیه وسلم  داحدیث نه دی اوریدلی  چې ویلي یې دي  : اذا ام الرجل القوم  فلایتم في مکان  ارفع من مقامهم اونحو ذلک ، قال عمار لذلک ابتعتک حین اخذت علی یدی  . ابوداود ۹۵ \۱

په دغه دواړو حدیثونوکې  دلوړوالي قدر اواندازه نه ده ذکرشوي  ، بلکه مطلق  رفع یعني لوړوالی منعه شوی لکن فقهاؤ څخه په نوموړي مسئله  کې  اختلاف نقل شوی دی  اوپه دي هکله دفقهاؤ متعدد اقوال راغلي دي  دبیلګي په ډول

۱=  یو قول دادی چې که چېرې امام  یولاس  په اندازه ترمقتدایانو هسک ولاړؤ نوبیا  دجماعت لمونځ مکروه کیږي  اوکه له دي  نه په کمه اندازه ؤ نو لمونځ نه مکروه اوممنوع نه ده .

۲=  بل قول دادی چې  که امام په دومره  هسکه  دریده  چې له مقتدیانو څخه بیل  اوجدا ښکاریده    نولمونځ مکروه کیږی  نور که  فاصله کمه وي یازیاته .

په دغه دواړه قولونو کې   علامه کاساني صاحب البدائع  رح  ، علامه ابن الهمام صاحب فتح  القدیر  رح  ، علامه ابن النجیم  صاحب البحر   رح  ، علامه  طحطاوي  ، اوعلامه شامي رحمهم الله ټولو دغه وروستی قول ظاهرالروایة ګڼلی دی اوهمداقول یې مختار ه کړی دی .

البدائع  ۱\۲۱۶  والفتح  ۱\۳۶۰  وغیرهما

والله تعالی اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts