جولای 14, 2020

یو فقیه عالم اوزر عابدان !

یو فقیه عالم اوزر عابدان !

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : ” مَا عُبِدَ اللَّهُ بِشَيْءٍ أَفْضَلَ مِنْ فِقْهٍ فِي دِينٍ ، وَلَفَقِيهٌ وَاحِدٌ أَشَدُّ عَلَى الشَّيْطَانِ مِنْ أَلْفِ عَابِدٍ ، وَلِكُلِّ دِينٍ عِمادٌ , وَعِمادُ الدِّينِ الْفِقْهُ ” .
[أخلاق العلماء، للآجري(سنة الوفاة:360) » بَابُ ذِكْرِ مَا جَاءَتْ بِهِ السُّنَنُ وَالآثَارُ …رقم الحديث: 9شعب الإيمان، للبيهقي (سنة الوفاة:458) » السَّابِعَ عَشَرَ مِنْ شُعَبِ الإِيمَانِ وَهُوَ بَابٌ … » فَصْلٌ فِي فَضْلِ الْعِلْمِ وَشَرَفِ مِقْدَارِهِرقم الحديث: 1581]

ژباړه : له ابوهریرة رض څخه روایت دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : له فقاهت في الدين څخه علاوه په هیڅ شي کې هم دالله تعالی عبادت دومره ښه نه دی شوی .

اویوفقیه ترزرو عابدانو په  شیطان باندي ډیر قوي دی ،

اوهردين لره یوه ستنه وي اوداسلام ستنه   فقه ده  البیهقي باب في فضل العلم وشرف مقداره رقم الحدیث ۱۵۸۱

تشریح : په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعلم الفقه فضیلة  ته اشاره کړي اوددرو څیزونو یادونه يې کړي ده :

۱ – دالله تعالی عبادت په صحیح طریقه سره له تفقه  في الدین څخه پرته نشي کیدلای .۲-  یو فقیه ترزرو عابدانو په شیطان باندي قوي اوزروردی ،۳-  هردین یوستنه لري چې ورباندي تکیه وي داسلام ستنه فقه ده .

مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts