جولای 14, 2020

ستاسو مالي عبادات !

ستاسو مالي عبادات !

وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ فَلِأَنْفُسِكُمْ وَمَا تُنْفِقُونَ إِلَّا ابْتِغَاءَ وَجْهِ اللَّهِ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ﴾ [البقرة: 271، 272].

ژباړه : اوهغه مالونه چې تاسو يې صدقه کوئ هغه ستاسو دخپلوځانولپاره ګټه ده .اوتاسو چې دخپلو مالونو ورکړه کوئ نویواځې دالله تعالی درضاء لپاره يې ورکړه کوئ .اوهرڅومره چې تاسوله خپلومالونوڅخه  –دالله تعالی درضاء لپاره – مصرف کوئ الله تعالی دهغه پوره بدله درکوي اوپه تاسو به هیڅ ډول ظلم ونه شي .

لنډتفسیر : په دې آیة کې  الله تعالی دې امت ته درې یادونې  کړي دي :

لمړی :داچې تاسو کوم مالي عبادت سرته رسوئ یعني دزکوة ورکړه کوئ ،مالي جهاد کوئ ،په صله رحمي کې څه ورکړه کوئ، اوکه نفلي صدقات سرته رسوئ داټول ستاسو دخپلو ځانونو لپاره په نفع اوګټه دي ځکه په دې هرعمل باندي تاسو ډیره لویه بدله ترلاسه کوئ .

دوهم :هرمالي عبادت چې تاسوکوئ هغه دالله تعالی درضاء لپاره کوئ .دریاء ،شهرت ،سمعت اونورداسې وجوهاتو له امله يې مه کوئ چې په هغه سره ستاسو دغه عمل ضائع کېږي .

دریم : تاسو چې څومره مال یعني لیږ یاډیر دالله تعالی درضاء لپاره مصرف کړئ دهغه پوره بدله درکول کیږي اویوشی به هم  ضائع نه شي .

نومسلمانانو ته په کار ده چې دبدني عباداتو سره باید مالي عباداتو ته هم پوره متوجه شی اودآخرت لپاره ښه ذخیره ورباندي برابره کړي .

اللهم وفقنا لاعمال الخیر کلها یاحی یاقیوم .

مفتي ابویاسر عفی عنه

Related posts