اګست 08, 2020

په شل فیصده دیني مسائلوکې تقلیدولی ضروري ده ؟

په شل فیصده دیني مسائلوکې تقلیدولی ضروري ده ؟

له ځيني خلګوسره داپوښتنه وي چې قرآن کریم موجود ده ،او احادیث الرسول موجود دي نودفقهي مذاهبو تقلیدته څه اړتیاده ؟

ددې خبرې جواب بي خي واضح ده : اوهغه  دا چې په قرآن کریم اواحادیثو  باندي دنږدي ټولومسلمانانو اوڅلوروسره مذاهبو  اتفاق اوهم عمل دی .

خوددې خبرې تشریح  دا ده چې ددين ټول مسائل دوه برخي ویشل کیږي ، لمړۍ برخه هغه مسائل دي چې دقران کریم اواحادیثوڅخه واضح کېږي ، دامسائل نږدي اتیافیصده ته رسیږي ،اوپه دغه فیصدې دزیاترو مجتهدینو ،مفسرینو اومحدثینو اتفاق دی اوپه دې  کې تقلیدنشته .

اوپاته شل فیصده مسائل داسي دي چې وضاحت يې له فقه څخه اخستل کېږي اوله فقه سره تعلق لري اوپه هغوی  کې بیاله تقلیدپرته لاره نشته .

اوس دغه شل فیصده مسائل اصلا له درو وجوهاتو څخه مینځ ته راځي .

لمړی ډول هغه فقهي مسائل دي  چې دنصوصو دتعارض په صورت کې رامینځ ته کېږي  اودنصوصو دتقدیم اوتاخیر خبره نه وی  معلومه ،نوپه دې صورت کې کله دنصوصوپه مفهوم باندي دمجتهدینو اتفاق وي په دې هکله خوڅه خبره نشته .عمل اتفاقي وي .

مګر کله اختلاف شي نوپه دې صورت کې اوس دمجتهد دتقلیدڅخه هیڅ چاره نشته .اودابديهي هم ده.

اوهلته چې دنص دتقدیم اوتاخیر خپله له نص څخه یادصحابي له اثر څخه معلوم وي نوهلته بیاکومه خبره نشته یعني متعارض نصوصوکې مقدم منسوخ اوورستنی ناسخ ګڼل کیږي . لکه دأنس بن مالك رضي الله عنه  څخه روایت دی -وأصله في صحيح مسلم- أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: “كُنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبُورِ، أَلا فَزُورُوهَا،، فَإِنَّهُ يَرِقُّ الْقَلْبَ، وَتَدْمَعُ الْعَيْنَ، وَتُذَكِّرُ الآخِرَةَ، وَلا تَقُولُوا هَجْرًا- ای کلاما باطلا- . اوس دلته په نص کې دمقدم اوموخر حکم خبره واضح ده .

اوبل مثال يې لکه دجابر رضی الله تعالی عنه  روایت دی چې :کان اخرالامرین ترک الوضوء ممامست النار .

اوهلته چې دنص دتقدیم اوتاخیر هیڅ صراحت،اوقرائن نه وي نوهلته مشکل رامینځ ته کیږي ،داپه قرآن کریم کې هم شته .که څه هم په دې هکله اختلاف شته :چې څومره آیتونه منسوخ دي  ، ځیني اصولیین وایې :چې منسوخ آیتونه شل دي ،ځیني وايې :دولس دي اوامام  شاه ولي الله رح وايې:چې  پنځه دي .اوځیني اصولیین خولاداسي هم وايې : چې په قران کریم کې داسې منسوخ ایتونه چې په ټولو مواردو سره منسوخ وي نشته ؛ځکه داسي منسوخ شوي ايتونه له قرآن کریم ،درسول الله صلی الله علیه وسلم له مطهري سیني اودصحابه کرامو له حفظ څخه تللي و و.

همداسي ناسخ اومنسوخ په احادیثو کې  له صحاحو څخه نیولي بیاترمسانیدواوسننو پوري په ټولو کې شته .

دمثال په ډول اوه داسي صحیح حدیثونه شته چې ټول په رفع الیدین باندي صراحت کوي اوپنځه داسي حدیثونه شته چې هغه دوړاندینیو احادیثو په مقابل کې راغلي یعني په عدم رفع باندي مصرح دي . دغه پنځه حدیثونه که څه هم دلمړۍ درجي نه دي مګر په اتفاق سره  داستدلال وړدي ،.

اوس دلته په خپله په نص کې قرینه نشته چې کوم عمل لمړی وواوکوم عمل وروسته و،یعني رفع مقدمه وه اوترک مقدم و، اوبلې خواته په دواړه ډوله نصوصو باندي عمل  په یوه وخت کې ممکن هم نه و،نومعلومه شوه یوعمل لمړنی اویووروستنی دی مګر دامعلوم نه دی  اوداضروري ده جې تقدیم اوتاخیر معلوم شی ځکه په دواړو خوعمل نشي کیدلای .

نودلته خبره مجتهدینوته پاته کیږي هغودخپل اجتهادله مخې له قرائنو اوتحقیقاتو معلومه کړي چې کوم عمل مقدم اوکوم موخر دی .

لهذا دوه عظیم امامان یودمدیني امام اویودعراق امام دی یعني امام ابوحنیفه رح اوامام مالک رح دوئ له قرائنو معلوموي چې درفع عمل مقدم دی اودترک عمل وروستنی دی اوددې لپاره دوئ قرائن پیداکړي .

مثلا :دوئ وايې  چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دیارلس یاڅوارلس ورځې بیمار وو رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه ورځو کې خپله امامت کاوه مګر درې ورځې یعني دپنجشنبي له ورځې بیاتردوشنبي پوري حضرت ابوبکر رض لمونځونه ورکړو خوداثابت  دي چې ابوبکر رض رفع الیدین نه کوله .

ابوبکر رض ۲کاله لمونځونه ورکړو په دې ټولو لمونځونوکې ابوبکر رض دصحابه ووپه وجود کې رفع الیدین نه کوله .

بیاعمر رض خلیفه شو اوهغه ترلس کلونوپوري په دغه محراب کې امامت کاوه مګر هغه رفع الیدین نه کوله ،بیاپه دغه امامت باندي عثمان رض راغلی ،هغه په دي مصلی باندي ۱۲ کاله امامت کړی اورفع الیدین يې نه کوله ، بیاحضرت علی رض راغلی هغه پنځه کاله امامت  کړی اورفع الیدین یې نه کوله .اوداخبره له دوئ څخه ثابت ده .لهذا دامعلومه شوه چې  رفع منسوخه ده هغه لمړی اوترک وروستنی دی مګر دوه نور امامان چې امام شافعي رح اودهغه شاګرد امام احمدبن حنبل رح دی ،دوئ ترک مقدم اورفع ورستنی ګڼي ځکه په رفع کې تزیین دلمانځه راځې اوهغه له دي امله چې دلمانځه اصل عجز دی اوعجز په رفع کې  دی نوالیوم اکملت لکم دینکم له امله دلمانځه تکمیل په رفع  شوی دی ،اوبل دلیل يې دادی چې -یقدم اصح  مافي الباب –  .

اوداسي په سلهاو مسائل دي چې دنصوصو دتعارض له امله  له تقلیدپرته هیڅ لاره په کې نشته .ولي دلته اصولو ته تلل لازمي دی اوداصولو وضع اواستنباط دمجتهدینو کارو .

دوهم : هغه ډول مسائل دي دنص دمفهوم له امله اختلاف راغلی وي ځينو امامانو یوډول مفهوم له نص څخه اخستی وي اوبل امام بل مفهوم ځيني اخستی وي .لکه :اولامستم النساء الایة چې ځیني ورځیني جماع اوځیني ورڅخه دلاس مسه اخلي .اوداسي نور..

دریم :استنباطي مسائل دي ،لکه په سمندر کې چې ملغري اوجواهردلاندي دي همداډول دنصوصو په تهـ  کې ځيني مسائل دي چې له مجتهدینو پرته يې را ایستل ناشونی دی ، لکه دجواهر و درا ایستلو لپاره دلامبوزن اړتیاوي همداسي دعلمي سمندر داجتهادي مسائلو لپاره دمجتهداړتیاشته .

اوپه دې کې اختلاف هم کیدلای شي مثلا : په آية الوضوء  کې چې کوم امور مصرح دي په هغه کې داهل السنة والجماعت دمجتهدینو اتفاق دی،مګر دنص په تهـ   کې پنځه داسي استنباطي مسائل دي چې په هغوئ کې دمجتهدینو اختلاف دی :

په دې کې لمړۍ مسئله دنیت الوضوء ده ، دوهمه مسئله ترتیب الوضوء مسئله ده ،دریمه مسئله دمسح الراس ده په کل اوبعض کې ،څلورمه مسئله ،مرفقین اوکعبین دخول اوعدم دخول دی اوپنځمه مسئله دغرالمحجلین دی .

په دي استنباطي مسائلو کې په یوه مذهب کې دننه هم اختلاف کیدلای شي لکه موږ ډیر داسي مسائل په فقه حنفي کې وینو.چې دامام اعظم رح اودصاحبینو یادشیخینو اوامام محمدرح په مینځ کې اختلاف موجود دی .اوداسي نور .

اوددې مسائلو معرفت هم اسانه دی مثلا مبسوط ،یانورشروح لکه هدایه وغیره تاسو پرانیزئ ! هلته چې لیکلي وي لقوله تعالی .لکه الفرض في الوضوء اربعة لقوله تعالی .نوپوه شئ چې دامسئله له آيت څخه استنباط شوي اودااتفاقي وي .

اوکه يې لیکلي و چې لقوله علیه السلام .نوبایدپوه شئ چې دامسئله له حدیث څخه اخستل شوي ، اوکه يې لیکلي و چې هذا عندالامام وقال صاحبیه وغیره نوداباندي پوه شئ چې دااستنباطي مسائل دي .

خلص اوژباړه  دمفتي ابویاسر عفی عنه

Related posts