جولای 14, 2020

دشیخ فاني دروژوفدیه …

دشیخ فاني دروژوفدیه …

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب !زماقبله ګاه صاحب دډیروخت ده ،دروژي قدرت يې نه درلود ،اوس يې اعصاب هم کار نه کوي .دیوه مولوي صاحب څخه مې په دې اړه وپوښتل ،هغه راته وویل :چې فدیه يې ورکوه ،دیو څو ورځو فدیه مي هره ورځ ورکړله ،بیازه په سفر ولاړم ،هغه پاته فدیه یې نه ده ورکړل شوي،نواوس چې زه توله فدیه په یوه ځای ورکړم صحت لري اوکنه ؟ یومجاهد

الجواب حامدا ومصلیا وبعد:ستاسو قبله ګاه صاحب که همداسي ډیرعمر لري اوپه هیڅ یوه موسم کې هم دروژي دنیولو قدرت نه لري نو دی شیخ فاني ګڼل کیږی او دروژوفدیه يې ورکولا ی شي! تاسو دغه فدیه په یوه ورځ په یوځای یوه فقیرته هم ورکولای شي ،اوچې دټولو روژو فدیه په یوه ځای ورکولای شي نودپاته روژوفدیه هم په یوه ځای یوه فقیرته ورکولای شئ !

لمافي الشامي :۲/۴۲۷  وللشخ الفانی العاجزعن الصوم الفطرويفدي وجوباولوفي اول الشهروبلاتعددالفقيرکالفطرة .

والله تعالی اعلم .

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

شوال ۴\۱۴۴۱

Related posts