اګست 08, 2020

دعلم یوعجیبه فضیلت

دعلم یوعجیبه فضیلت

عَنْ سَلْمَانَ ، أَنّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : ” نَوْمٌ عَلَى عِلْمٍ خَيْرٌ مِنْ صَلاةٍ عَلَى جَهْلٍ “۔
[حلية الأولياء لأبي نعيم » إِبْرَاهِيمُ بْنُ يَزِيدَ النَّخَعِيُّ : رقم الحديث: 6201]

ژباړه : هغه خوب چې دعلم سره وي غوره دی ترهغه لمانځه چې دجهل اوبي علمي سره وي .

تشریح :یعني که یوعالم ویده وي اوبل جاهل سړی په لمانځه وي نوددغه عالم خوب تري ښه دی ،ځکه چې دعالم خوب اوراحت  دعلمي مطالعي ،تدریس ،دعوت ،تصنیف  اوداسي نورو لپاره وي ،اودا ټول امور عبادات ګنل کیږي ،اومقدمة دمقدم علیه په حکم کې وي .اودبي علمه سړي لمونځ  زیاتره په مفسدات  ،مکروهات ،ریاء ،سمعت  اوداسي نورو امورو مشتمل وي ،نوله څووجو دعالم خوب دجاهل سړي ترعبادت غوره ده .په رښتیاهغه  دیني علمي ژوند چې په عمل باندي مشتمل وي ترټولو غوره زندګي ده .

ابویاسر

Related posts