اګست 08, 2020

څوک چې خپل مالونه په پټه اوښکاره دالله تعالی په لاره کې لګوي

څوک چې خپل مالونه په پټه اوښکاره دالله تعالی په لاره کې لګوي

قال تعالى: ﴿الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ سِرًّا وَعَلَانِيَةً فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ﴾ [البقرة: 274].

ژباړه : هغه کسان چې خپل مالونه شپه او ورځ په پټه اوښکاره – دالله تعالی په لاره کې – مصرفوي نوهغوئ لره درب په وړاندي دخپلو دغواعمالو اجر اوبدله شته ،اوپه – قیامت کې به – په دوئ باندي نه ویره راشي اونه کومه  پریشانه .

لنډتفسیر :الله تعالی په دې آية کې هغه کسانوته زیری ورکوي چې خپل مالونه په جهاد یادخیرپه نورو لاروکې مصرفوي نور که په شپه وي اوکه په ورځ ،یعنی که په پټه وي اوکه په ښکاره ،دوئ به يې دخپل رب په وړاندي پوره اجر ترلاسه کړي ،اوپه دوی باندي به په آخرت کې نه ویره وي اونه کومه پریشاني .

نوپه کار ده چې انسانان خپل مالونه  – که دزکوة وي یانفلي صدقات  .دجهادبالمال متعلق وي اوکه دصله رحمي  –  هغه دخیرپه لارو کې مصرف کړي .

دزکوة اوجهادبالمال په اړه خوبهتره داده :چې په ښکاره يې کوم فقیراومجاهدته  ورکړي  اودنفلي صدقاتو په هکله بیابهتر داده چې په پټه يې ورکړي . اوداخبره په نورو آيتونواواحادیثو کې پوره واضحه شوي ده .

ابویاسر

Related posts