اګست 08, 2020

علم د انبیاو میراث ده .

علم د انبیاو میراث ده .

عَنْ أُمِّ هَانِئٍ ، قَالَتْ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” الْعِلْمُ مِيرَاثِي وَمِيرَاثُ الأَنْبِيَاءِ قَبْلِي ، فَمَنْ كَانَ يَرِثُنِي فَهُوَ فِي الْجَنَّةِ [مسند أبي حنيفة رواية أبي نعيم » مسند أبي حنيفة » باب الألف ».رقم الحديث: 51]

ژباړه : له ام هاني -رض- څخه روایت دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وفرمایل :علم زمامیراث ده اوهم دهغوانبیاو میراث دی چې وړاندي له ماڅخه دنیاته راغلي ،اوڅوک چې زماوارث جوړیږي هغه به په جنت کې وي .

تشریح : یعني رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې :چې له ماڅخه به علم په میراث پاته وي اوله انبیاو څخه هم علم په میراث پاته و ، اوچاته چې په دين کې تفقه او علم ورکړ شو هغه درسول الله صلی الله علیه وسلم وارث اوخلیفه شو اودرسول الله صلی الله علیه وسلم وارث اوخلیفه به له هغه سره په جنت کي وي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دین اوعلم کې دټولو انبیاو وارث و،اوددې امت علماء بیا درسول الله صلی الله  علیه وسلم وارثان دي  .لکه په یوبل  روایت کې راغلي :علماء دانبیاء وارثان دي ،له انبیاؤڅخه  دینار اودرهم په میراث کې نه دي پاته شوی بلکه له هغوئ څخه علم پاته شوی اودعلم  میراث چې دچاپه برخه شونولویه برخه يې په نصیب شوه .

العلماء ورثة الانبیاء وان الانبیاء لم یورثوا دینارا ولادرهما فمن اخذه اخذه بحظ وافر.

Related posts