اګست 08, 2020

درزق فیصلې الله تعالی کوي !

درزق فیصلې الله تعالی کوي !

قال تعالى: ﴿قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ﴾ [سبأ: 39].

ژباړه : ورته ووایه ! بي شکه چې زمارب  له خپلو بندګانو څخه چې يې چاته خوښه شي هغوئ ته رزق  پراخوي.  او – چې  چاته یې خوښه  شې دهغوئ –  رزق تنګوي  . اوهغه مال چې تاسو يې – دالله تعالی  درضاء لپاره – مصرفوئ ،دهغه بدله  درته راځې . اوالله تعالی ښه رزق ورکونکی دی  .

لنډتفسیر :په دې آية شریف کې څوخبروته اشاره شوي ده ، لمړی داچې  په بندګانو کې درزق پراخي اوتنګي دالله تعالی په خوښه اودهغه  په فیصله باندي سرته رسیږي  نوچې چاته يې مال اودولت ورکړی هغه دي  دالله تعالی دنعمتونو شکر اداء کړي اوپه هغه طریقه دي مصرف کړي چې الله تعالی اودهغه رسول صلی الله علیه وسلم ورته بیان کړي .

اوکه فقیر یاناداره دی نوهغه دي دالله تعالی ددغې ابتلاء اوازمون په مهال  پوره متوجه شي ،له صبر څخه دي کار اخلي ،دمال  لاس ته راوړلو له حرامو طریقوڅخه  دي ځان وساتي ،اوله خپل رب څخه دي سوال کوي چې رزق يې پراخ کړي اومشروع اسباب دي په کار واچوي .

دوهمه خبره داده چې که غني وي اوکه فقیر چې دالله تعالی درضاء لپاره خپل مال مصرف کړي که لیږ وي یاډیر نوالله تعالی يې په دنیا کې هم بدله ورکوي .

اودریم داچې مجازي رازقین خوبندګان هم کیدلی شي مګر حقییقي رازق دټولو الله تعالی دی اوهغه ښه رزق ورکونکی دی .

ابوحامدعفی عنه

Related posts