جولای 14, 2020

دجنګ په لمړۍ کرښو کې دمجاهدينو لمونځونه !

دجنګ په لمړۍ کرښو کې دمجاهدينو لمونځونه !

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! موږ ددښمن په وړاندي  خط کې یو اوخط په دروکلیو کې دی ،اوس زموږ نیت دادی چې ددتشکیل موده په همدغه خط کې تیروو اوزموږ دتشکیل موده  یوه میاشت ده ، اوس موږ لمونځونه پوره کوواوکه قصر ؟ یومجاهد.

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که تاسو په یوه کلي کې همدغه پوره تشکیل تیروئ بیامقیم ګڼل کیدلای شئ ! اوکه په همدغه درو کلیوکې کله په یوه اوکله په بل کلي کې یاست بیامو نیت داقامت صحت نه لري بلکه تاسوبه قصر يعني  دسفر لمونځ کوئ !

قال العلامة الحصکفي رح : فیقصر ان نوی الاقامة في اقل منه ای في نصف شهر اونوی فیه لکن في غیرصالح کنحوجزیرة اونوی فیه لکن بموضعین مستقلین کمکة ومنی ،فلودخل الحاج مکة ایام العشر لم تصح نیته لانه یخرج الی منی وغرفة  فصارکنیة الاقامة في غیرموضعها.

وفي ردالمحتار ۱\۵۸۳ ولافرق  بین المصرین والقریتین والمصروالقریة … وفیه : والحاصل ان شروط  الاتمام ستة النیة …. واتحادالموضع الخ

والله تعالی اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts