سپتمبر 24, 2020

دآسیا دعلوموله کهکشان نه یوبل ځلاند ستوری هم پریوت!!

دآسیا دعلوموله کهکشان  نه یوبل ځلاند ستوری هم پریوت!!

 

ابوظهیر

د روان ۴۴۱هق کال، رمضان المبارک په ۲۵مه (۲۰۲۰ز-  می ۱۹مه) رسنیو کې ددې ویرجن خبر په لیدو او لوستو «چې د آسیا د لوی تاریخي علمي اوروحاني مرکز(دارلعلوم دیوبند) صدرالمدرسین او شیخ الحدیث مولانا مفتي سعید احمدپالنپوري رحمه الله،دورپيښې ناروغۍ له کبله ممبي ښارپه یوروغتون کې له فاني نړۍ څخه دابدي ژوند په لور رحلت وکړ » نړۍ کې دلکونه مسلمانانوزړونه زخمي اوغمجن شول انا لله اوانا الیه راجعون

دمولانا مفتي سعید احمد پالنپوري رحمه الله د جلالتِ شان اود لوړ محدثانه اوفقیهانه مقام معلومولو لپاره هم دومره بس اود نور څه ویلوته ضرورت نشته چې هغه دټولې آسیا داُم المدارس والجامعات (دارالعلوم دیوبند) شیخ الحدیث اوصدرالمدرسین و!اوکلونه،کلونه دارالعلوم دیوبند پشان علمي اوروحاني فیوضاتو اوبرکاتو له سرچینې څخه یې دنړۍ د مختلفو برخو اوهیوادوڅخه  په زرګونه شمیر ورتلونکي دنبوي علومو تږي( طالبان) یې  سیرابول، د دارالعلوم دیوبند دصدارت منصب او د«شیخ الحدیث مسند» معمولي شرف یا وړوکی سعادت نه شمیرل کېږي،بلکې د ټول دارالعلوم دعلمی،روحاني او د اجتماعي عظمت مظهر ګڼل کېږي،همدا وجه ده چې په  هردورکې دخپل دوریا زماني ممتازو علمي شخصیتونو اواکابرولپاره خاص وو،په کومو کې چې د حضرت شیخ الهند (مولانا محمودالحسن دیوبندي) خاتم المحدثین مولانا سیدانورشاه کشمیري،او د شیخ العرب والعجم مولانا سید حسین احمدمدني رحمهم الله نومونه په خاصه توګه دیادولو وړدي،مولانا پالنپوري دهمدې یادو اسلافوځای ناستی اوجانشین و،  یقیناً په ژوند یې د دارالعلوم دیوبند علمي اوروحاني بڼ د پخوا پشان تروتازه ښکاریده،چې اوس په رحلت یې په طراوت،تازګۍ اوښکلا خزان لګیدلی بریښي، کومو بختوروعلماوو چې مخامخ دحضرت پالنپوري رحمه الله دعلوموڅخه فیض یااستفاده پورته کړې،هغوی کولی شي چې په واقعې اوسمه توګه دمرحوم ممتاز اولوړعلمي شخصیت  لوستونکوته انځورکړي او محدثانه،فقیهانه اومتکلمانه مقام یې هغه څوک ښه درک کولی شي  چې دمرحوم  د لازوال محققانه تصنیفاتو او تالیفاتو په چینو یې  خپلې تنده  خړوبه کړې وي.

له مبالغې پرته  دمولانا پالنپورې په نیکمرغه ژوند د دارالعلوم دیوبندعلمي فضا زیاته ښکلې او معطره  وه،مرحوم  په یووخت کې ممتازمفسر،قوي محدث،مسلم فقیه اولاځواب متکلم و،په تقریروتحریر دواړوکې ورته الله تعالی لامثال ملکه اوبې جوړې استعداد بښلی و،یقیناً  وفات یې دیوې کورنۍ یا د یوفرد لپاره ویرندی،بلکې ټول اسلامي امت یې په رحلت باندې مغموم او رنځور ښکاري،مرحوم که یولورته دهندوستان  دمسلمان ملت لپاره ګرانبیه سرمایه ،ډاډ اوتکیه و،بل پلوته دنبوي علومو دطالبانو اوعلماوو لپاره په خاصه توګه د درالعلوم دیوبندپشان دنړیوال علمي اوروحاني  جامعې لپاره د فیض وبرکت رونق اوښکلا هم وه

دمرحوم دعلمي فیوضاتو دایره محدوده نه وه،نه یواځي ورڅخه دارالعلوم دیوبندکې داخله ترلاسه کوونکي طالبان فیض یاب اوسیراب کېدل، بلکې دنوموړي له ګرانبیه علمي تصنیفاتو او تالیفاتو نه هرخاص وعام فیض موندلی اوترې سیراب شوي دي، تردې چې دمسلمانانوسربیره نامسلمانانو هم دګرانبیه علومو او څیړنوڅخه یې استفاده کړې، همدې غیرمعمولي شان ته په کتو او ورباندې  داعتراف کولو لړکې دهندوستان ولسمشر لخوا په نوم یې مډالونه اوجایزې اعلان شوې،که څه هم د نوموړي ذات اومقام د هرډول مډالونو اوجایزو څخه په څو واره لوړ او عالي وو،خو بیا هم ددې لپاره چې په عموم کې دمسلمانانود مډال ترلاسه کوونکو اوجایزه اخیستونکوپه کتارکې ځان شمارکړي، دهندي حکومت لخوا ورکول کیدونکي امتیازات یې قبول او ترلاسه کړل

مولانا پالنپوري رحمه الله ته،الله تعالی چې څنګه په درس وتدریس او دقلم وقرطاس  په میدان کې ستراستعداد اوقوت بښلی و،همداسې یې دشخصیتونو جوړولو هنرهم ورښودلی و،دشاګردانو په وینایې:نه یواځي دخپلو شاګردانودتربیې په اړه به تل  فکرمند اولالهاند و،بلکې دټولودیني طالبانواوعلماوو دتربیې  په فکراوسوچ کې به همیشه فکرمند و

دحضرت رحمه الله  د وفات وروسته د هغه دیوفاضل اولایق شاګرد يو مضمون مې له نظره تیرشو چې دتدریس په اړه یې خورا منفرد ،خاص ضوابط او اصول درلودل او پر هغو ترپایه ټینګ ولاړو، دتدریس طرز، لهجه او طریقه یې له نورو استادانو اوعلماوو له طریقو منجونو په نسبت زیاته راښکونکې اوپه زړه پورې وه،نا شونې وه چې یو طالب دي په درس کې ځان ناسوب کړی و،دترمذي شریف عبارت ویلو لپاره یې دهر درسي کال پیل کې څولایق طالبان خپل کورته ور بلل، او له هغوی نه یې فرداً ،فرداً عبارت اوریده،کومو چې به د صحیح عبارت ویلوترڅنګ د خواږه اوازونه هم لرل،دهغوی په برخه یا نصیب دترمذي شریف عبارت رسیده،او چې دکومو اوازونه به خواږه نه وو هغوی دجامع الترمذي له عبارت ویلو محروم کیدل او یواځي له سماعت څخه به مستفید  وو

دوخت د ارزښت نهایتي قدردان و،ماښام لمانځه وروسته به متصل دحدیثو درس شروع کاوه،طالبانو د مفتي صاحب دنیکمرغه ورود څخه وړاندې ځانونه درسګاه  (تحتاني دارالحدیث)  ته رسول او هلته دهرطالب لپاره د مفتي صیب رسیدوڅخه وړاندې پخپل ځای ناسته لازمه وه،مفتي صیب له  راتلوسره سم درس شروع کاوه اوبیامجال نه و چې چا نقل وحرکت کړی وای،دماسخوتن لمانځه پورې یونیم ساعت یې پخپل منفرداسلوب او انداز د نبوي احادیثو اوعلوموتږي (طالبان) سیرابول،په خاصه توګه دهرکال د پای سبق یې طالبانو لپاره نه هیریدونکی سبق و،په هغه ورځ به دسبق ویلواندازاوآهنګ  به یې دومره له تاثیره ډک وچې لوی شمیر طالبان به یې دارشاداتو په لیکلوبوخت وو، اوځینوبه په ریکاډ یا ثبتولوسره کوښښ کاوه چې ځانوسره یې خوندي کړي او نوربه ورته  ښه پوره متوجه  اوځيرناست وو

دفراغت وروسته عملي میدان کې طالبانو ته چې دکومو آلاتواو اسبابو ضرورت راځي، دهغو دپیداکولو اوتیارولو  په باره کې یې هم طالبانوته ګټورې لارښوونې اومشورې ور کولې، په وروستۍ ویناکې یې طالبانوته د نوروګرانبیه نصحیتونو ترڅنګ دمدرسوپه نوم د مروجه چندوکولوڅخه داجتناب توصیه کوله اوپه ښکاره یې ورباندې تنقیدکاوه،په خاصه توګه ناقص الاستعداد طالبانوڅخه یې دمدرسې داهتمام منصب  دنه قبلولو په اړه عهد اخیسته،ځکه  دحضرت صیب په اند: داهتمام منصب په اورباندې بره د تګ کولو مترادف عمل دی اوفرمایل یې:که په یوچا کې داسې  صلاحیت  شتون ولري؛هغوی دي په شوق سره اهتمام قبلوي! کنه ځان دي ترې ساتي!ددې پوښتنې په ځواب کې چې « تبلیغي جماعت کې دعلماوو اوطالبانو ګډون څومره مفید اوڅومره مضردی؟» فرمایل یې:کوم طالبان چې جید الاستعداد دي، دفراغت وروسته  په سملاسي توګه دهغوی تبلیغ ته تللو پر ځای غوره داده چې دتخصصاتو په برخوکې وختونه ولګوي،هو! هغه طالبان چې متوسط  استعدادلري، دفراغت وروسته دي هغوی درس وتدریس ته مخه کوي اوکوم چې ناقص الاستعداد دي هغوی باید مساجدوته مخه کړي اوهلته دامامت اواذان چارې سمبال کړي

مولانا پالنپوري فقیه النفس و،فقه چې  په اصل کې دقران وحدیث له پېژندنې وروسته د هغونه دمستنبط کړی شوو مسائلومصدر او سرچینه ده،په کې الله تعالی مرحوم ته علمي افاقیت بښلی و،دنوموړي هم عصرعلماء اعتراف لري چې نوموړي په کوم اندازپخواني مختلف فیه مسائل تشریحول اودحنفي فقهې دترجیح وجوهات یې دقرآني ایاتونو اواحادیثوپه رڼاکې ثابتول، خورا جالب  اوقناعت بښونکي وو، اوپه نویوعصري مسائلوکې دامت رهنمائي چې په څومره ښه شان اواندازسره کوله، دډیرولپاره دغبطې وړوه،همدا اوس دکرونا خاتمې لړکې «ثریا» ستوري راختو وروسته، دناروغۍ دخاتمې  سبب باره کې کومه غلط فهمې خوره شوې وه، په ښکاره یې هغه رد کړه اوپرې مفصل محدثانه بحث یې وکړ(کوم چې په یوټیوب اونورو  خواله رسنیوکې هم شته) اوپه دې باب کیدونکي شکوک اوشبهات یې ردکړل،غرض داچې په پخوانیومختلف فیه فروعي مسائلوکې دکلکې رایې  ترڅنګ د شرعيه نصوصو وړاندې کول او د اختلاف رفع کولو  برخه کې د ازل (قسام) ویشونکي  ورته غیرمعمولي مهارت اوقدرت ورکړی و، دتیرو ۶ لسیزو راهیسې پرلپسې شغل یې درس وتدریس و،تیرو۴۸ کلوراهیسې یې ددارالعلوم دیوبند مسندته زینت بښلی و،په ۲۰۰۹ زکې ددارالعلوم دیوبند دصدرالمدرسین اوشیخ الحدیث مولانا نصیر احمد خان رحمه الله دوفات وروسته د دارلعلوم صدرالمدرسین اوشیخ الحدیث غوره شو،نوموړی پخپل ذات  اوشخصیت کې جامع هستي وه،د بسته یوې ادارې اویوجماعت  حیثیت یې  لاره،کاشکې! دنبوي احادیثو دتدریس سلسله یې نوره هم جاري پاته وای خو د قدرت فیصلې په وړاندې انسان بیوسه اوکمزوری دی،دروژې میاشتې په ( ۲۵ مه)  نیټه یې وفات هم یقیناً لوی سعادت  دی، په وفات سره یې نه یواځي دمفتي صیب کورنۍ یادارالعلوم دیوبندته ستره صدمه ورسیده بلکې ټول اسلامي امت ته یونه جبرانیدونکی زیان واوښت، الله تعالی دي جبیره کړې او دمرحوم درجات دي بلند کړي

راځم دې ته څنګ چې حضرت مولانا مفتي سعید احمدپالنپوري رحمه الله دعصریو بې جوړې مفسر اومحدث و،په ورته توګه علم کلام اوعلم فقه کې هم ممتاز اومنفردمقام  لاره،شیخ الحدیث مولانا زاهدالراشدي مدظله  العالي دمرحوم په اړه خپل تاثرکې لیکلي: ما یوځل دعلماوو مجلس کې عرض وکړچې موږ د درس نظامي مروج نصاب کې  دعلم کلام په موضوع  یومهم کتاب «شرح العقائد» لولو،کوم چې دیوناني فلسفې له امله  د پیدا شویواعتقادي اوکلامي مباحثو لړکې داهل سنت دعقائدو  له اساس څخه  خبریدو لپاره نهایت ضروري دی،خونن سبا چې موږدکومونویوعقایدو او افکارو سره مخ یو،د هغو زیاتره برخه مغربي کلتور اوثقافت زیږولې ده،نو دنوي مغربي فکر او فلسفې اړوند چې کوم نوي مسائل رامنځته شوي دي،دهغو په رد یاځواب کې دشرح العقاید دوهم ټوک(جلد) لیکلو ته اړتیا او دهغه  دتدریس ضرورت دی، مجلس کې ځینو ملګرو وپوښتل چې دشرح العقاید نوی جلدبه څوک لیکي؟ما عرض وکړ زما په نظراوس مهال درې مشران علماء شته ، په هغوی کې هریو داکارپه سمه اوپوره توګه سرته رسولی شي ( ۱) حضرت مولانا مفتي محمدتقي عثماني دامت برکاتهم(۲)حضرت مولا نا مفتي سعید احمدپالنپوري(۳) حضرت علامه ډاکټرخالدمحمود رح. د دوی نه دوه وروستي په نیږدې ورځوکې  له موږ نه رخصت شول، هرچې حضرت مولانا مفتي محمدتقي عثماني دی هغه لپاره دمبالغې پرته مسلسل دعاکوو چې الله تعالی دي ورته داسلامي امت درهنمائي لپاره صحت وعافیت ورکړي اوترډیره دې الله سلامت لري

لنډه داچې حضرت مولانا مفتي سعید احمد پالنپوري رحمه الله  دموجوده علماوو په منځ کې یوممتازدیني، عالم، محدث، محقق او متکلم و، همیش یې په مهمو اوسختوعلمي قضایاوو کې دمسلمانانوعلمي رهنمائې په ډیره ښه توګه کوله،دمرحوم په بې شمېره علمي او تصنیفي کارناموکې یو غوره مثال  اوکارنامه چې دهغې په سرته رسولو یې دټول امت په علماوو احسان کړی دی، هغه دحضرت امام شاه ولي الله دهلوي دعدیم النظیرتصنیف «حجة الله البالغه» عربي او اردو کې څلور ټوکه داسې جامع شرح (رحمة الله الواسعه» لیکل دي چې په برکت یې نن هرعالم اوطالب ته دحجة الله البالغه علمي ذخیرې ته لاس رسی لري،الحمدالله! یقیناً دا د نوموړي لپاره ستره صدقه جاریه ده،او دمبالغې پرته په رحمة الله الواسعه کې چې مرحوم په کوم عالمانه اندازاو محققانه شان سره دحضرت شاه ولي الله دهلوي  ژورعلوم اومعارف تشریح او توضیح کړي دي  له دې نه وړاندې بل چا نه وو کړي

الله تعالی دي دمرحوم ټول حسنات قبول اوسیئات معاف کړي،بیرته پاته کورنۍ،شاګردانو اولارویانوته دي دحسناتوسلسلې  دجاري ساتلو توفیق ورکړي آمین یارب العالمین

 

Related posts