جولای 14, 2020

که یوادنی مجاهد دیوې پوستې عسکروته امان ورکړي؟؟

که یوادنی مجاهد دیوې پوستې عسکروته امان ورکړي؟؟

الاستفتاء محترم مفتي صاحب ! که یوادنی مجاهدديوې پوستي عسکروته ووايې چې راشئ تسلیم شئ ! زه موضامن یم هیڅوک والله که لاس نه دروړی بیاله هغوعسکرو څخه دوه کسان دغه مجاهدته تسلیم شي دغه تسلیمي یې معتبره ده اوکنه ؟ که څه هم دغه  عسکر مجرمین وي او وړاندي يې مجاهدین شهیدان کړي وي ؟ یوطالب .

الجواب : حامدا ومصلیا وبعد: هو،ددې مجاهدامان ورکول صحت لري اونورمجاهدين يې نشي وژلی.

في الهدایة ۲\۵۴۳:اذا امن الرجل حرا اوامرأة ..جماعة  اواهل حصن اومدینة صح امانهم ولم یکن لاحد من المسلمین قتالهم .

ومثله في البحر ۵\۱۳۶

وفي الدرالمختار وردالمحتار ۳\۲۴۸ولانقتل من امنه حر اوحرة ولوفاسقا اواعمی اوفانیا …بای لغة الخ .

والله تعالی اعلم

کتبه : ابوحامدعفی عنه

Related posts