جولای 14, 2020

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۱- برخه

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۱- برخه

آزادې اوحریت دالله تعالی له لوري  انسان ته هغه بې سیاله  او کم ساری سنګین نعمت دی چې ادراک يې یواځي دزولنواوزنځیرونوپه شوراودتورې تیاره کوټه قلفي اوکفس په منځ کې کیدلای شي، بندې خانه چې دانسان دژوندانه  داوږده امتحاني بهیرترټولوسخته مرحله ده دازمون دسختۍ ترڅنګ دنفس دتزکيې، دصبراوزغم تعمیل  ، دخپل  ځان سره دښواوبدوکړونو دمحاسبې په څیر نورډېر مفیداومثبت اړخونه هم لري ،  هوبندي اومحکوم انسانان په ژوندکي تربل هرنعمت اوهرې خوښۍ وړاندي دخپلې آزادۍ په فکرکې وي ، اوله اسارت څخه وروسته آزادي هغه ستره خوښې ده چې ددنیاګۍ نورې خوښۍ یې دسیالۍ  سیالې نه دي

راځئ! دمحکوم اوبندي انسان دحقوقواومسائلوڅیړنه داسلام دمبارک دین اونظام له نظره وکړو ،دهندجامعه رباني استاذ مولنااختر امام عادل قاسمي صاحب  هم دغه موضوع ښه څېړلې چې ددارالعلوم دیوبند مجلې هم خپره کړې لیکي :

په ننۍدنیاکې چې دانسانانوتر مابین کوم طبقاتي تقسیم ،اودهغوی په مابین کې دحقوقوکومې ناهاواره لوړې اوژوې موندل کیږي ، دهغویوترټولوډېرځوریدلی اوبدمثال دانسانانو هغه طبقه ده چې دخپلوځینوحالاتوپه بناء  مجبوردي دبندي خانودتوروخونوپه  پای کې دژوندشیبې تېري کړي ، ددې بالمقابل داسلام په عادلانه نظام  کې دټولوانساني  طبقواوډلولپاره دیومثالي توازن او باانصافه هم غږۍ ترڅنګ دهغوی دحقوقواوغوښتنوهرممکن رعایت موندل کیږي

اسلام په ټولوقانوني تعلیماتوکې له بندیانوسره دعام انساني  احترام هڅ کمې نه ده کړې ، داسلام له نظره  انسان دخپلې مورله نس څخه آزادپیداشوی دی ( دحضرت عمررضی الله تعالی عنه هغه مقوله مشهوره ده : متی تعبدتم الناس وقدولدتهم امهاتهم احراراـ  یعنی تاسوله کومه  وخته خلګ غلامان ګرزولي په داسي حال کې چې هغوی خوخپلوميندوآزاد زیږولي ووـ

بناء هغوی ته  دخپلوحقوقوپه معامله کې بشپړه آزادې ورکول په کاردي ، البته انسان کله په داسي کړنوملوث اوتورن ګرزیږي ، چې دعامې انساني ټولنې لپاره  ضرررسونکي ثابتیږي  په داسي وخت کې دعاموانسانانودتحفظ په پاراړینه ده چې دداسي شخص  کارونه اوحرکات رامحدودکړای شي ، اویاداچي په هغه مکمل بندیزولګیږي، ددې لپاره دهغه دبندي کولواړتیاپېښږي ، درسول الله صلی الله علیه وسلم اوحضرت ابوبکرصدیق رضی الله تعالی عنه په وخت کې کومه ځانګړې بندي خانه اویادجیل نظام موجودنه وو ، اونه په رسمي ډول رسول الله صلی الله علیه وسلم دچالپاره دقیداوبندمعلومه سزاټاکلې ـ [1]

تنهادحال دتحقیق لپاره يې څوملزمین دموقت وخت لپاره دنظربندکولوحکم فرمایلی دی  دمثال په ډول  دبنوغفاردقوم دوه نفره درسول الله صلی الله علیه وسلم حضورته وړاندي شوو، په هغوی ددوه اوښانودغلا تورپوري وو، پیغمبرعلیه الصلاة والسلام یونظربندکړاودوهم ته يې داوښانودپیداکولوحکم وکړ ، بالاخره هغه دوهم سړي دواړه اوښان راوستل اوپیغبري دربارته راستون شو،اوبیادواړه خوشي شول ـ [2]

دبندي خاني دنظام آغاز

دحضرت عمررضی الله تعالی عنه په دور کې دبندي خاني نظام اغازشو، اودضرورت په اندازه دبندې خانې نظام رواج شو، دحضرت عمررضی الله تعالی عنه په امردمکې مکرمې والي نافع بن عبدالحارث ددې لپاره په څلورزره ۴۰۰۰ درهمه دصفوان بن امیه سرای واخستل ، همدارنګه حضرت علی رضی الله تعالی عنه په کوفه کې  دبندې خانې ځای اخستی وواونورومسؤلوصحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم  هم بندخونې جوړې کړې وې ـ [3]

بیاپه راورسته  وختونوکې ټولومسلمانوحاکمانودغه نظام په خپل ځای پریښود، اومسلمانوقاضیانوپه بیلابیلوجرمونودقیدسزاتجویزکړه ،لکن  دبندقیددغه  ټول ترتیبات محض دیووخت لپاره اودسخت ضرورت په وخت کې غوره شو له دې امله دبندخانې په یوه مرحله کې هم دبندي انساني احترام له  پامه  ونه  غورځول شو

داسلام مبارک نظام  تل له بندیانوسره دمراعات اوښه سلوک تعلیم ورکړی،اوپه هرحال کې يې په دې دحاکمانونظرمرکوزکړی چې هغوی هم ستاسوپه څیرانسانان دي ، هغوی هم خپل ضرورتونه اوغوښتنې له ځانه سره لري ، اودوی هم جذب اواحساس لري ،اوستاسوپه څیر پرون آزادوو ، دزمانې حالاتو( اویاانساني تېروتنو) هغوی  دغه حال ته راورسول ، له همدې کبله له هغوی سره مردانه سلوک وکړئ

دبندیانولپاره اسلامي هدایات

دبدرپه غزاکې له فتحي اوسوبې وروسته چې جنګي بندیان  ( دمکي مشرکین ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راوستل شول ، نودنبوت له مبارکي خولې اوژبې څخه چې کومې کلمې اوخبرې ووتې یقیناهغه دبندیانواوټولومحکومواوکمزوروانسانانولپاره  دنبوت ترټولوستره عطیه اوډالۍ ده رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :

یاایها الناس ان الله قد امکنکم وانما هم اخوانکم بالامس_ [4]

ژباړه ای خلګو( صحابه کرامو) نن ورځ تاسوالله تعالی په دوی ( مشرکانو) برلاسي کړي یاست ،اودوی سباستاسووروڼه دي ـ

په قرآن کریم کې هم له بندیانوسره ښه چلندکول دابرارواومقربینو ( الله تعالی ته دغوره اونږي خاصوبندګانو) صفت بلل شوی دی

 الله تعالي فرمايي : ویطعمون الطعام علی حبه مسکینا ویتیما واسیرا (سورة دهر۸

اوداخلګ په بشپړمحبت مینه، اواخلاص سره مسکین،یتیم،اوبندي،ته مړۍ ورکوي

رسول الله صلى الله عليه وسلم همداهدایت کړی دی :استوصوا بالاساری خیرا [5]

ژباړه له بندیانوسره دښه سلوک وصیت ومنئ  ــ

دغلامانوپه څير دبې وزلوپه حق کې يې وفرمایل :فاطعمه مما تاکلون واکسوہ مما تکسون  ـ [6]

ژباړه : چې تاسوڅه خوری هغه په دوی هم وخورئ اوچې تاسوڅه اغوندی هغه دوی ته هم ورواغوندئ

دهغوی دنفسي شرف يې هم بشپړلحاظ وساتل اوویې فرمایل : لاتقل عبدی ولا امتی ولکن قل فتائی وفتاتی ـ [7]

ژباړه دمریی اومینځې په نومونويې مه رابولئ ،بلکه  دای بچیه اوای لورې ( په شفقتي نومونو)  یې ځان ته راوبولئ ـ

دهمدغه تعلیماتواثرووچې داسلام په اول وخت کې چې دوخت  له کوموحاکمانوسره کوم بندیان وو، هغوی به اول مړۍ بندیانوته ورکوله اوبیا به وروسته   دوی خوړله ، اوکه به ډوډۍ پاته نه شوه په خپله به يې خورماخوړله اوپه دې به یې ګزاره کوله ،دحضرت مصعب بن عمیررضی الله تعلی عنه سکنی ورورابوعزیربن عمیر هم یوځل بندي شو ، هغه خپله قصه  کوي اووايي زه چې دانصاروپه کوم کورکې بندي وم نودهغوی حال داسي وو چې دسهاراوماښام له پاره به يې کومه ډودۍ پیداکوله هغه به يې په ماخوړله ،اوپه خپله به يې کجورې خوړلې زه به ورڅخه شرمیدم ،اوچې هرڅومره به مې ننګ ورته وکړچې مړۍ تاسووخورئ خودوی به راسره نه منله اوویل به يې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږته له بندیانوسره دښه چلندسپارښتنه کړې ده ـ [8]

په بندي دالزام لګولواصل اوظابطه :

اسلام دهرانسان شخصي آزادۍ اوشرافت ته ډېراهمیت ورکوي، اویوچاته اجازه نه ورکوي چې دچاشخصي آزادي اوعزت ته نقصان ورسوي ،له دې امله چې شریعت ددې جوازنه دی ورکړي چې حتماپه یوچاباندي په تورلګولوسره دهغه حیثیت داغداره کړای شي اونه په شرعي عدالت کې ددې جوازشته چې یواځي  یوڅوک هسي په الزام لګولومجرم وپېژندل شي ،بلکه ددې لپاره خپله خاصه قاعده  ټاکل شوېده

البینة علی المدّعی والیمین علی من انکر [9]ژباړه ددعوی کونکي مسؤلیت دی چې ثبوت وړاندي کړي په بل صورت کې له منکرڅخه په قسم اخستلوهغه بري کیدلای شي  ـ

بلکه په ځینوصورتونوکې دثبوت نه وړاندي کولوپه صورت کې په خپله مدعي مجرم ګرزي، اوهغه ته دبې بنیاده تورلګولوپه جرم سزاورکول کیږي مثلایوڅوک په یوچاباندي دبدکارۍ(زنا) تورپوري کړي اوهغه  داصولومطابق ثابت نه کړي  نوخپله په الزام لګونکي شخص ته دحذقذف  ( اتیا شرعي درې) سزاټاکله کیږي ،له دې څخه دتعزیراتوپه باب کې په اسلام کې دجرم دتصوراندازه لګیږي چې جرم یواځي هغه دی چې ثابت کړای شي اوکوم چې ثابت نه شي هغه تنهاالزام دی  ـ

[1]  (اقضیة رسول اللہ صلى الله عليه وسلم لابن فرح/11، تبصرة الحکام لابن فرحون، الموسوعة 16/284)

[2] (مصنف عبدالرزاق 10/216-217)

[3]  ۔ (المبسوط 20/89، الطرق الحکمیہ 103، الموسوعة 16/316), (تفسیر خازن 2/71، زاد لمعاد 2/74، الموسوعة 16/286)

[4]  (مجمع الزوائد1/87)

[5]  (طبرانی کبیر بحوالہ سیرة المصطفی ۱/579، مولانا ادریس کاندھلوی)

[6]  احمدوابوداؤد، مشکواة 292)

[7]  مجمع الزوائد6/87)

[8] مخکنۍ حواله

[9] (متفق علیه: نصب الرایہ 4/95

 ـــــــــــــ

پاته لري ….

لیکنه مولوي الهام پکتیکوي

Related posts