جولای 14, 2020

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۲- برخه

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۲- برخه

دتورن شخص دبندي کولومسئله :

تنهادالزام په بناء چاته سزانه شي ورکول کیدلای، البته کله داصورت  مخې ته راځي چې توردسپیناوي تنقیح اوثبوت  په لاره کې څه وخت لګیږي ،په دغه مابیني وخت کې له ملزم سره څه سلوک په کاردی؟په داسي حال کې چې تراوسه خوهغه مجرم نه دی ، لکن ددعوی ترتنقیح پوري آیاهغه بندي کیدلای شي په دې اړه دفقهاءکراموبیلابیل نظریات دي  ـ

۱ـ  دامام ابویوسف، قاضی شریح ،اودامام الحرمین رایه داده چې له بشپړثبوت ماسواء یواځي دالزام په صورت کې څوک  نه شي بندي کیدلای، قاضی شریح یوشخص چې په مالی معامله کې راوستل شوي وویواځي دقسم په ورکولوخوشی کړ ـ  امام ابویوسف  ,رح ،په داسي صورت کې ډېرترډېره دیومعتبرضمانت کونکي غوښتنه کوله ،دضمانت پیداکیدلوپه صورت کې تورن شخص ته خپل کورته دتللواجازه وه  [1]

په دې اړه یوه واقعه دحضررت عمررضی الله تعالی عنه هم نقل شوي ، هغه ته یوتورن شخص راوړل شو،اوثبوت ورباندي نه شوپيدا نوهغه يې پریښودـ [2]

۲ ــ   دبعض حنفی ،شافعي، اوحنبلي فقهاوورایه داده چې په کوموقضیوکې چې دجرم له ثبوت وروسته دقیدسزامقرره ده مثلامالي معاملات ،په دې کې دمکمل ثبوت  له پیداکیدلوماسواء تورن شخص په قیدکې ساتل درست نه دي ، دسحنون اونورورایه داده چې دکومومعاملاتوچې سزا قیدنه  وي مثلا دحدوداوقصاص  معاملات نوپه هغه کې دمحکمي دپړاونوترپایه تورن شخص په قیدکې ساتل درست دي ـ [3]

۳ ـ دجمهوروفقهاء کرامورایه داده که تورن شخص یومعروف اونیک سړی وو،اودهغه شخصي زندګي صافه ستره اوغیراشتباهي ګڼل کېدله  نودداسي شخص بې له ثبوت څخه بندي کول اوسزاورکول درست نه دي ، البته مستورالحال سړی ( چې شخصیت يې معلوم نه وي) دحال ترتحقیقه بندي کیدل درست دي ، اویاداچې تورن سړی تراشتباه لاندي وي،اوداسي تورونه په هغه هروخت لګول کیږي نودهغه بندي کول درست بلکه بهتردي  ـ [4]

دقیدثبوت

دجمهورفقهاء کرامو دلائل لاندي آیاتونه اوحدیث دي

*الله جل جلاله په فرمايي  وتحسبونهمامن بعدالصلواةفیقسمان بالله ـ  سورة المائدة ۱۰۶

ترجمه دوی بندیان کړئ له لمانځه وروسته دي هغوی دالله تعالی په نامه لوړه وکړي  ــ

همدارنګه هغه حدیث چې مخکي هم ذکرشوچې دبنوغفاردقوم دوه کسان ددوه اوښانودغلاپه تورکي دپيغبرعلیه الصلاة والسلام حضورته راوستل شول  له دواړوڅخ یې یوله خپله ځانه سره وساته اودوهم ته يې داوښانودراوستلو حکم وکړ…

*همدارنګه  په روایت کې راځي دخیبر له غزابعد ابن ابی الحقیق درسول الله صلی الله علیه وسلم حضورته راوستل شو، په هغه دیوې خزانې دپټولوالزام وو، په داسي حال کې  چې هغه ویل داخزانه مصرف شوې ده مګرپیغمبرعلیه الصلواة والسلام دهغه ددې شبه له امله  دهغه دعوی ردکړه چې اوس خولادجنګ ډېري ورځي نه دي شوې  ، اومال ډېرزیات وو( العهدقریب والمال اکثر) اودهغه دحال ترپوره تحقق یې دهغه د نظربندکولوحکم وکړ،اوحضرت زبیربن العوام رضی الله تعالی ته يې دتورن داحتساب اوتحقیق چارې وسپارلې دحضرت زبیررضی الله تعالی عنه له لږتأدیبي فعالیت وروسته  ملزم دخزاني ځای وښود،همدارنګه دحضرت علي رضی الله تعالی عنه په باب هم روایت شوی چې هغه دوه تورن کسان تراقرارکولوپوري په بندکې وساتل ـ [5]  له دغه احادیثواوآثاروڅځه څرګندیږي چې دجمهوروعلماووموقف په دغه سلسله کې ډېرغښتلی دی ،اوهمدارنګه داخبره قیاس ته ډېره نژدې هم ده له دې امله چې ملزم شخص  کله  دخپل بدانجام له وېري دفرارلار خپله وي ،اوله دې کبله دعدالت اوقضاء چاري  دتعطل ځنډاوخنډښکارګرزي، اوبل دامکان هم شته چې دتورن کس په بهرکې په خلاص مټ دګرزیدلوپه صورت کې دمدعي له لوري  هغه ته کوم تاون ونه رسیږي ، بناء  دملزم (مدعی علیه )اومدعي دواړولپاره  محفوظ صورت دادی چې ملزم نظربندشي ، اودقضائي بهیرتربشپړیدلودهغه دحفاظت انتظام وشي ـ البته که ملزم یومعروف اوغیرمشتبه شخص وو،اودهغه دتېښتي وېره نه وه ،اوهمدارنګه دهغه دذاتي حفاظت وېره هم نه وه نوعدالت په هغه اعتمادکولای شي ، همدارنګه اشتباهي تورن کس چې نظربندوي دقضائي بهیرتربشپړیدلوبه هغه په بندخونه کې دعام ښاري په څیرژوندکوي ،اوهغه ته به یو ډول ذهني اوجسمي ضررنه رسول کیږي ـ

دبندموده

داکثرفقهاء کراموپه آنددبندلپاره معلومه موده نشته بلکه دادوخت دحاکم ترمصلحت اوحالاتوتړلې ده ، په څوورځوکې چې تحقیق اوتنقیح کیږي ترهغه وخته پوري دتورن بندي کول جائزدي  ، داداحنافو،شافعیانو،مالکي اوحنبلي علماووظاهرمذهب دی ، دحضرت عمربن عبدالعزیرهم دارایه نقل شوې، ـ [6]

*ـ داسي خلګ چې په هغوی خودکوم خاص جرم الزام نه وي خوبیاهم ورڅخه دعامي ټولني د زیان وېره وي ، دداسي کسانودنظربندلوپه اړه هم فقهاء کرامو دجوازحکم ورکړی دی ،فقهاء دهغه مثال هغه څوک وړاندي کوي چې خلګ په نظرکوي ـ [7]

*همدارنګه هغه مجرمین چې دهغوی جرم ثابت شوی وي اوقضاهغوی دسزاقابل ګرزولي وي ، لکن دمرض اویاکوم  بل علت  څخه په هغوی سزانه شي جاري کیدلای نودسبب ترخاتمې پوري په هغوی سزانه شي جاري کیدلای ،اوهغوی دسبب تر خاتمي پوري په بندکې ساتل کیدلای شي ، اویا په بل صورت هغه آزادپریښودل کیدلای شي په دې شرط چې مجرم داسي کس وي چې دتېښتې وېره يې نه وي ـ [8]

[1]  (تبصرة الحکام 1/407 , (کتاب الخراج 190،191)

[2] المحلی لابن حزم 11/131، مصنف عبدالرزاق 10/217)

[3]  (حاشیہ القلیوبی4/306، درمختار مع رد المحتار 4/40، 5/299، العنایہ للباہرتی 5/401، المغنی لابن قدامہ 9/328)

 

[4]  حاشیة ابن عابدین 4/88،  الدسوقی 3/279، الاحکام السلطابیةللماوردی 219، المغنی لابن قدامة9/328 بحوالةالموسوعة 16/292)

[5]  (ثم امر الزبیر ان یمسہ بعذاب حتی ظہر الکنز)

(ابوداؤد 3/408، تحقیق عزت عبید دعاس، فتح الباری 5/328 مطبوعہ السلفیہ تبصرة الحکام 2/114 ,140

 

[6]  الموسوعة 16/294), (الاحکام السلطانیہ للماوردی 220) دبنددمودي په اړه دفقهاء کرامونوراقوال هم شته چې داټول په یادوکتابونوکې کتلای شئ

 

[7]  (حاشیہ ابن عابدین 6/364، حاشیہ القلیوبی 4/162، فتح الباری 10/205)

[8] (درمختار مع رد المحتار 4/16، المدونہ 5/206)

پاته لري …

  مولوي الهام پکتیکوي 

Related posts