جولای 14, 2020

رښتوني علماء دانسانانوغوره مخلوق :

رښتوني علماء دانسانانوغوره مخلوق :

وعن حميد بن عبد الرحمن قال: سمعت معاوية رضي الله عنه وأرضاه خطيباً يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: « من يرد الله به خيراً يفقه في الدين » متفق علیه

ژباړه : معاویه – رض – وايې چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي اوریدلي چې ویل يې :چاته چې الله تعالی دخیراراده وکړي نوپه دين کې به پوه -علم – ورنصیب کړي .

تشریح : رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې فرمایې :چې ددين پوه اوپه دين کې بصیرت دهرچابرخه نه ده بلکه دهغه چابرخه ده چې الله تعالی يې ترنورو غوره وګرزوي اوالله تعالی ورته دخیراراده وکړي .له حدیث څخه جوتیږي چې ددين رښتوني اوحقانه علماء ترټولو انسانانو غوره مخلوق ده .

Related posts