اکتوبر 25, 2020

صلوة تسبیح :مشروعیت ،کیفیت او اړوندمسایل یې -۲ -برخه

صلوة تسبیح :مشروعیت ،کیفیت او اړوندمسایل یې -۲ -برخه

پرتلیزه ځېرنه  او  پایله :

دصلاة تسبیح په باب دپورته څیړنې او تحقیق څخه لاندې نتیجه اخلو:

دصلاة تسبیح لمونځ دسنن ابې داود،جامع صحیح ترمذي ،سنن ابن ماجه ،سنن بیهقي ،دارقطني او داحادیثو د نورو کتابونوپه متونوکې رانقل شوی ،دضعف او قوت په اړه یې محدثین دوه ډوله نظریات لري ،ځینې محدثین یې دتضعیف په آند دي او ځینې نور محدثین بیا ددې حدیث په تقویت استدلال کوي ،دنورو جهتونو او طرقو څخه یې دحسن اویا صحیح مترتبې ته پورته کوي ،هغه څوک چې دصلاة تسبیح دحدیث دتصحیح او تحسین علمبرداران دي، د(حاکم ،حافظ المنذري ،ابن الصلاح،ابن المنذر،دحافظ ابن حجر رح دویم ترجیحي  قول ،ملاعلي قاري اوپه سرکې یې مشهور تابعي عبدالله ابن مبارک رح اونور محدثین او محققین علماء دي ،چې دوئ دترمذي شارح (شاه انور شاه کشمیري رح )ترې تعبیر په (جمهورو محدثینو)سره کړی دی ،یعنې هغه محدثین او علماءچې دصلاة تسبیح دحدیث په تصحیح او تحسین باندې یې نظریات او اقوال راڅرخي، ترهغو نورومحدثینو زیات  او مشاهیر دي ،چې ددې حدیث دتضعیف په آند دي او هم یې علمي تبحر ،محد ثانه نبوغ ،په احادیثوکې عظمت  شان او دفقیهانه تشخص مینارونه هسک څلې دي ،نوپدې اساس وییلای شو، چې دصلاة تسبیح حدیث چې د(ابن عباس رض) او یا هم د(ابورافع رض) په روایت رانقل شوی، دحسن او یا صحیح په درجه کې دی اودتسبیح دلمانځه مشروعیت پرې جوت دی !

دصلاة  تسبیح  حکم  او  کیفیت :

لکه څنګه دبرصغیرنوموتي  محدث او فقیه مولینا شاه انورشاه کشمیري رح په (العرف الشذي شرح جامع الترمذی ) کې وویل چې جمهور محدثین پدې نظر دي، چې دصلاة تسبیح حدیث حسن دی او دتضعیف په کتار کې ندی شامل ،نودادی اوس به یې شرعي حکم او د ادا کولوکیفیت باندې رڼا واچوو:

دصلاة تسبیح حکم استحباب دی اودا لمونځ کول هروخت مستحب دی،که هره ورځ اوکه شپه وي ،هره اوونۍ ،هره میاشت او که هرکال یې څوک وکړې دسمندر یا بحرد ځګ  په اندازه دګناهونودعفوې ژمنه پکې شوې،کما رَوَاهُ أَبُو دَاوُد وَابْنُ مَاجَهْ وَالطَّبَرَانِيُّ وَقَالَ فِي آخِرِهِ { فَلَوْ كَانَتْ ذُنُوبُك مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ أَوْ رَمْلِ عَالِجٍ غَفَرَ اللَّهُ لَك } …کنه په ټول عمر کې کول خویې ضرور دي اوسستي پکې نده پکار!

لکه همدا مفهوم په (فقه العبادات –حنفی  ج۱ص۱۰۷)کې داسې رانقل شوي چې : تستحب صلاة التسبيح في كل وقت لا كراهة فيه أو في كل يوم أو ليلة مرة …..

دصلاة تسبیح دکولوطریقې یې احادیثو کې دوه ګونې رانقل شوې، چې یوه هغه ده چې سنن ابوداود دعروه اوابن عباس رضی الله عنه په روایت رانقل کړې ،چې محدثین او شوافع علماء یې غوره بولې ،چې له قرائت وروسته پکې تسبیحات ویل کیږي او جلسه استراحت هم پکې راغلې ،لکه مخکې چې تیرشول،اودویمه طریقه یې هغه ده، چې جامع ترمذي  دعبدالله بن مبارک رحمه الله په روایت رانقل کړي، هغه چې له قرائت څخه مخکې او وروسته پکې نوموړې ځانګړې تسبیحات لوستل کیږي اواحناف فقهاء همدا طریقه  غوره بولې اوجلسة الاستراحة (هغه چې احناف علماء ورته مکروه وایې) هم پکې نه راځي !

لکه مخکې موچې وویل دواړه طریقې یې صحیح دي اولمونځ پرې جایز دی ،مولینا عبدالحي لکنوي رح اوشاه انور شاه کشمیري رح غوندې  حنفي متبحر  فقهاء او محدثین پدې  آند دي، چې دصلاة تسبیح دلمانځه شان دنوروهغو لمونځونوغوندې نه دی ،نوباید چې دابن عباس رضی الله عنه دحدیث مطابق ادا شي او دملا علي قاری رح غوندې په احادیثو اوفقه کې دنبوغ څښتن بیا پدې نظر دی ،چې کله دترمذي اوکله  دابوداود په روایتونویې کول پکاردي ، یعنې په دواړو یې کول ښه  دي، البته عام احناف بیا دترمذي دعبدالله بن مبارک رح دحدیث مطابق صلاة تسبیح غوره بولې ،چې جلسه استراحت هم پکې نه راځي والله اعلم!

دسنن ابوداود  روایت داسې دی چې : څلور رکعته لمونځ به وکړي،په هررکعت کې به سورت فاتحه او یوسورت ورسره ولولي،کله چې لومړې رکعت کې له قرآئت څخه فارغ شوی پداسې حال کې چې ته ولاړ یې نودا کلمات به (۱۵)ځلې ووایې (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر) ،بیا به رکوع وکړې ،نودرکوع په حالت کې به یې (۱۰)ځلې ولولې،بیابه له رکوع نه سر پورته کړي او قومه کې به یې (۱۰)ځلې ولولې ،بیا به سجدې ته ښکته شي او سجده کې به یې (۱۰)ځلې ولولې ،بیابه له سجدې نه سر راپورته کې کړې او(بین السجدتین جلسه)کې به یې (۱۰) ځلې ولولې ،بیابه سجده وکړې او (۱۰)ځلې به یې ولولې او بیا به له سجدې نه سررا جګ کړی او (۱۰)ځلې به یې ولولې !چې داپه هررکعت کې (۷۵) ځلې شول ،پدې ډول به یې څلوروواړو رکعتوکې ولولې ،که دې وسه کیدله ،چې هره ورځ یې یو ځل وکړای شي نوویې کړه !که دې نشوکولای (هره ورځ)نوهره اوونۍ یا جمعه یې وکړه ،که دې داسې هم نشوکولای نو هره میاشت یې یوځلې وکړه ،که دې داسې هم نشوکولای نوپه کال کې یې یوځلې وکړه ،که دې کال کې هم نشوکولای نوټول عمر کې یې یوځلې وکړه !

دجامع صحیح ترمذي روایت کې چې دعبدالله ابن مبارک رحمه الله  څخه رانقل کړی د صلاة تسبیح  طریقه یې داسې نقل کړې :

چې له الله اکبر(تکبیر تحریمه ) څخه وروسته به (سبحانک اللهم وبحمدک وتبارک اسمک وتعالی جدک ولا اله غیرک )ووایې بیا به تعوذ او بیا به بسم الله الرحمن الرحیم ووایې اوددې څخه وروسته به وروسته به دا (سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر) مذکور تسبیحات (۱۵)ځلې وایې ،چې کله له سورت فاتحې او سورت له قرائت څخه فارغ شوي نو بیا به دامذکور تسبیحات (۱۰)ځلې ووایې .

نورپه شميراوتسبيحاتو کې یې كوم فرق نشته يوازې دومره وشول چې دلومړې رکعت وروستې  تسبیحات ټول ددې رکعت په دویمه سجده کې خلاص شول او جلسة الاستراحة ته پکې پاتې نشول ،چې عام احناف فقهاء همداطریقه باندې صلاة تسبیح کوي، لکه دجامع ترمذي پدې روایت کې چې همدا مفهوم داسې رانغښتل شوی :

….حدثنا أبو وهب قال سألت عبد الله بن المبارك عن الصلاة التي يسبح فيها فقال يكبر ثم يقول سبحانك اللهم وبحمدك وتبارك اسمك وتعالى جدك ولا إله غيرك ثم يقول خمس عشرة مرة سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يتعوذ ويقرأ بسم الله الرحمن الرحيم وفاتحة الكتاب وسورة ثم يقول عشر مرات سبحان الله والحمد لله ولا إله إلا الله والله أكبر ثم يركع فيقولها عشرا……

(الجامع الصحيح الترمذي ج2ص97)

لکه څنګه چې دمولینا عبدالحي لکنوي رح له هغه قول څخه چې صاحب دالعرف الشذي المبارکفوري رانقل کړی، معلومیږي چې احناف فقهاء اوصوفیان دعبدالله بن مبارک په روایت صلاة تسبیح کول غوره بولې اوشوافع یې دابن عباس رض په روایت غوره بولې ،نوغوره داده چې د(مشکاة المصابیح )دشارح او داسلامي نړۍ دوتلې محدث او فقیه (ملاعلي قاري رحمه الله ) هغه تطبیقي قول  له پامه ونه غورځول شي چې هغه پکې په دواړو روایتونو عمل په مختلفووختونوکې ښه بللی ،دملاعلي قاري له نظره کله دعبدالله بن عباس رض په روایت او کله دعبدالله بن مبارک رح په منقول روایت صلاة تسبیح کول ضرور دی ،چې په دواړو پلې شي .

همداسې ملاعلي قاري فرمایي چې  دصلا تسبیح مستحب وخت  له غرمې نه وروسته او دماسپخین دلمانځه نه  مخکې وخت دی لکه د(المرقاة شرح المشکاة)کې نوموړی داسې فرمایي چې:

قال القاري في المرقاة: وينبغي للمتعبد أن يعمل بحديث ابن عباس تارة ويعمل بحديث ابن المبارك أخرى، وأن يفعلها بعد الزوال قبل صلاة الظهر وأن يقرأ فيها تارة بالزلزلة والعاديات والفتح والإخلاص، وتارة بألهاكم والعصر والكافرون والإخلاص، وأن يكون دعاءه بعد التشهد قبل السلام ثم يسلم ويدعو لحاجته، ففي كل شيء ذكرته وردت سنة انتهى.(العرف الشذي شرح الترمذي) (مرقاة المفاتیح شرح المشکاة المصابیح ج۴ص۴۸۸.)

پاته لري …

مفتي فضل هادي (سالک)

Related posts