اګست 08, 2020

آیاپه  Mobile game کول شرعاجائزدي ؟

آیاپه  Mobile game کول شرعاجائزدي ؟

پوښتنه : محترم مفتي صاحب ! ډیری ځوانان  په موبائل اوکمپیوټرکې په ګیمونو اخته وي پوښتنه موداده :چې ددې ګیمونو شرعي حکم څه ده ؟ که موپوښتنه راته واضحه کړئ اوجواب يې راکړئ احسان به مو وي .طالب

الجواب : هرهغه لهواوګیم چې لاندي شرائط په کې موجود نه وي شرعا جائز نه دی : اوشرائط دادي :

۱- په دغه عمل یاګیم کې به هیڅ ډول غیرمشروع اوناجائز څېزونه نه وي . مثلا: داسلام دشعائرو بي احترامي ، قمار  ،دښځوتصاویر ،دوقت ضیاع ، دعبثیاتو ارتکاب ،سروز  ،اوداسي نور ..

۲ –  په دې ګیم کې به کوم ديني یادنیوي منفعت وي  ،لکه  تربیه ،دیوه مشروع عمل زده کړه اوداسي نور …

۳-    په دې اعمالواوګیمونو کې به غلو اوانهماک نه وي چې په شرعي امور وکې تقصیرات ورسره راځې مثلا :په جماعت سره دلمانځه نه اداء کول،دلمانځه ناوخته کیدل ،دوالدینو اطاعت کي خلل  راتلل اوداسي نورې کوتاهۍ …

اوکه چېرته له پورتنیو ذکرشویو څېزونو  څخه یوهم په کې  موجود ووبیادغه لوبي ،اوګیمونه شرعا ناجائز اومرتکب يې ګنهګار ګڼل کیږي .

في تکملة فتح الملهم  ’’فالضابط في هذا . . . أن اللهو المجرد الذي لا طائل تحته، وليس له غرض صحيح  مفيد في المعاش ولا المعاد حرام اور مكروه تحريماً، . . . وما كان فيه غرض  ومصلحة دينية أو دنيوية، فإن ورد النهي  عنه من الكتاب أو السنة . . . كان حراماً أو مكروهاً تحريماً، … وأما مالم يرد فيه النهي عن الشارع وفيه فائدة ومصلحة للناس، فهو بالنظر الفقهي علي نوعين ، الأول ما شهدت التجربة بأن ضرره أعظم من نفعه ومفاسده أغلب علي منافعه، وأنه من اشتغل به الهاه عن ذكر الله  وحده وعن الصلاة والمساجد التحق ذلك بالمنهي عنه لاشتراك العلة فكان حراماً أو مكروهاً، والثاني ماليس كذالك  فهو أيضاً إن اشتغل به بنية التلهي والتلاعب فهو مكروه، وإن اشتغل به لتحصيل تلك المنفعة وبنية استجلاب المصلحة فهو مباح،  بل قد ير تقي إلى درجة الاستحباب أو أعظم منه . . . وعلي هذا الأصل فالألعاب التي يقصد بها رياضة الأبدان أو الأذهان جائزة في نفسها مالم يشتمل علي معصية أخري، وما لم يؤد الانهماك فيها إلى الاخلال بواجب الإنسان في دينه و دنياه‘‘. (تکملہ فتح المہم، قبیل کتاب الرؤیا، (4/435) ط:  دارالعلوم کراچی)

کذافي الفتاوی الصادرة من جامعة العلوم الاسلامیة کراچي

واللہ تعالی  اعلم

کتبه :مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts