اګست 08, 2020

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۳- برخه

اسلامي قضائي نظام اودبندیانوحقوق -۳- برخه

دبندیانوحقوق

کوم تورن کسان چې جرم یې ثابت شي اوقضاء هغه ته دقیددسزافیصله ورواوروي،هغوی به دجزاپه ډول  په بندې خانه کې ساتل کیږي ،مګرپه عاموحالاتوکې هغوی دعاموانسانانوله حقونوڅخه نه شي محروم کیدلای ، اودهغوی داساسي ضرورتونوبشپړلحاظ به کول کیږي داسلامی شریعت  عالمانوپه ډېراوکافي تفصیل سره په دې حقوقورڼااچولې  مثلا:

الف ـ مذهبي امور،،

ټولوبندیانولره به په مذهبي چاروکې مکمله آزادې حاصله  وي ، بندي دخپل مذهب اوعقیدي مطابق عبادت  اونورڅه کولای شي ، دهغوی دمذهب موافق غزابه ورته برابریږي، فقهاء کراموپه دې صراحت کړی دی ، مسلمان بندیان  داوداسه لمانځه اونوروڅخه منع کول جائزنه دي ـ [1]

که چېرته دجمعې اواختردلمانځه انتظام په جیل کې نه وي ،اودجمعې شرائط هم پوره وي نوبندیانوته به په بندي خانه کې دجمعې اواخترونودلمانځه اجازه وي داحنافوله کلام څخ څرګندیږي چې بندیانوته دجمعې اجازه شته ،اوکه دجمعې انتظام نه وي نوبندي یواځي دماسپښين لمونځ اداءکولای شي ـ[2]

بعض حنابله علماء وايي که په بندي خانه کې دجمعې اواخترانتظام نه وي نوبندیانوته دبهروتلواجازه شته ، په شافعیانوکې دبغوی اوبوطی رحمهما الله تعالی ،اوپه احنافوکې دسرخسي رحمه الله تعالی هم دغه رایه معلومیږي،خود دڅلورومذهبونودجمهوروفقهاء کرامورایه داده چې بندیانوته دبهروتلواجازه نشته ،البته که دځینه بندیانولپاره دوخت مسؤل حاکم په دې کې کوم حرج نه ویني نومضائقه نشته ـ [3]

ښکاره خبره ده چې په دې عموم کې دهغوی دمذهبي کتابونواحترام هم شامل دی ، له دې امله چې  دقیدهدف تأدیب اواصلاح ده ،نودبندیانوپه وړاندي سپکونکی چلند اویاپارونکي  سلوک هيڅ کله جائزنه دی ، له دې کبله چې په دې سره دعکس العمل نفسيات په جوش راځي ،اوداصلاح مقصدنه شي پوره کیدلای ـ  پاتي شوه دبندی خانې په مابین کې ددیني دعوت کار،نودادحاکم رايې ته سپارل په کار دی اوهغه به د مصلحت له مخې خپل ترتیب جوړوي، ځکه دعوت دهغه په بنیادي اویامذهبي اړیتاووکې شامل  نه دی ـ

ب : بدني اړتیاوې

دبندیانودجسماني ضرورتونواوداساسي راحت اوآرام لحاظ کول هم لازم دی  مثلا مناسبه غذا، اودڅښلوپاکې اوصفااوبه به ورکول کیږي ، دصحت دسلامتي لپاره که دورزش اوتفریح اړتیاوه نودهغه به اجازه ورکول کیږي ، په داسي تنګوځایونوکې دبندیانوساتل جوازنه لري چې هلته صافه هوانه شي تنفس کیدلای اوروڼانه وي ، اویاچې هلته دریدل اوپښې غزول ممکن نه وي ، اوپه هغه ځایونکې چې هلته ياډېریخ وي اویاډېره ګرمي وي ،اویا بندې خانه داسي ډاګ اومیدان وي چې نه له یخ اونه له ګرمې څخه په کې ځان ساتل کیږي ،اوبدن ناروغیږي په داسي ځایونوکې دبندیانوساتل درست نه دي فقهاء کراموښکاره ویلي چې که یوبندي په داسي تنګ ځای کې وساتل شي ،اویاداچې هلته داوبواومړۍ معقول اومناسب نظام نه وي نوکه چېرته بندي هلته هلاک شونوددغه بندي  دیت ( دمرګ پور)په هغه ساتونکي شخص لازم دی چې دده دبې باکۍ په نتیجه کې بندي مړشوی دی ، آن داچې بعض فقهاء کراموددغه شخص قصاص واجب ګڼلی دی  [4]

ج : طبي اسانتیاوي ،،

بندیانوته به طبي سهولتونه اواسانتیاوې هم برابریږي ،اوکه په جیل کې دغه سهولت نه وونوشافعي اومالکي فقهاء دهغوی له جیل څخه دبهرایستلوجوازورکوی البته دمفتی به قول مطابق احناف فقهاء داشرط لګوي چې دبندیانودبهرتللولپاره معتبرضمانت شرط دی دمسلمانوخلفاوواوامیرانوتعامل له ډېروخت څخه په دې شوی چې هغوی به دبندیانو جسماني صحت اوطبي اسانتیاووته بشپړه توجه ورکوله،حضرت عمربن عبدالعزیز رضی الله تعالی عنه په رسمي فرمان سره ددټولومسؤلومراجعوخصوصي توجه  دې کارته غوښتې وه ، دخلیفه مقتدرپه واکمنۍ کې هم دډاکټرانوځانګړی ټم دناروغه بندیانودخدمت لپاره ټاکل شوی وو،اوددواء اوعلاج ښه نظام جوړشوی وو، ډاکټران به هره ورځ جیل ته راتلل اودبندیانومعایانات به يې کول،اودعلاج تابیابه يې نېوله ـ [5]

دبندي له خپلې میرمنې سره تعلق

اکثراحناف ، اوحنابله علماء دخوراک څښاک په څیر خپله ښځه دبندي لپاره یوضرورت ګڼي نوپه کارده چې بندي ته له خپلې ښځې سره دیوځای کیدلواجازه ورکړل شي خوپه دې شرط چې په زندان کې داسي ځای وي چې دښځې اوخاوندتنها په کې د اوسيدلو(استمتاع) زمینه مساعده شي ، اوبعض شوافع علماء يې ددوخت دحاکم کاربولي ترڅوهغه دمصلحت په رڼاکې بندي ته له خپلې ښځې سره دیوځای کیدلوداجازي اونه اجازي په باب پریکړه وکړي ـ  [6]

ټولنیز اوسماجي حقوق

بندیانوته په عاموحالاتوکې دورځ پاڼودکتلو،درادیواوریدلو،دتعلیم اوهنردزدکړي ،له دوستانواوخپلوانوسره دملاقات اورابطې اجازه شته  ، البته که ددوخت واکمن دځینوبندیانولپاره دومره آزادي دمصلحت خلاف و ګڼي نوبیاورباندي بندیزلګولای شي ـ [7]

 د: ”اخلاقی امور“

داسلامي شریعت فقهاء کرامودجرمونونوعیت ته په کتوسره ددبیلوبیلوبندي خانو،اویاپه بندي خانه کې دخاصوبرخودجوړولوتجویز ورکړی دی امام ابویوسف رحمه الله تعالی په خپل کتاب ,, الخراج،، کې په دې اړه دیوه باب عنوان ایښی ،اومجرمین يې په بنیادي ډول په دریوډلوویشلي دي  ـ

۱ــ   اهل فجور: یعنی هغه خلګ چې دګناه تعلق یې له اخلاقي فساد سره وي  ــ

۲ـــ اهل تلصص : یعنی دغلاګانواوشکونو مجرمین ــ

۳ ـــ اهل جنایات : یعنی دظلم اوتیري جنایت کاران ــ

داسي ډول څه نورتقسیمونه نوروفقهاووهم کړي دي ، ددغه ویش مقصددادی چې بندیان دجرمونوله خپرولوڅخه منع شي ، له دې امله چې دجرمونورجحان په ډېره چټکۍ سره روان  اوپراخیږي  ،اودیوډول جرم مجرم له بل ډول مجرم څخ ډېرژرمتأثرکیږي ، لکن که هرډول مجرمین تنهاتنهاوي نوله نوروجرمونوڅخه دحفاظت يې ډېر امکان شته ــ [8]

دښځینه بندیانولپاره مستقل ځای ضروردی

دټولوفقهاء کراموپه دې اتفاق دی چې داخلاقی فساددمخنوي لپاره ډېرلازمي دی چې دنارینه اوښځینه بندیانولپاره مستقل ځایونه وي ، اوځان ځان ته وساتل شي ،بلکه دښځونګراني هم بایدیوه میرمنه وکړي ، که چېرته داسي ډول ښځې شتون نه درلود نوبیا په تقوی اوښه اخلاقوپیژندل شوی  شخص دنګراني لپاره ټاکل غوره دی  ـ [9]

که ماشوم جرم وکړي  

کله ناکله له بالغواومکلفوکسانوسره ماشومان هم په ځینوجرمونوکې برخه اخلي  داسي نابالغ  هلکان په قیدکې ساتل کیدلای شي اوکه نه؟ په دې اړه فقهاء سره ویشلي دي دحنفي علماوورایه داده چې که مالی معامله وي اوکه غیر مالي معامله نابالغ ماشومان یواځي دتنبیه اوتأدیب  لپاره ( نه دسزاورکولوپه خاطر) په قیدکې داچولوجوازشته ، ددې لپاره چې عام خلګ یې له ضررڅخه خوندي شي ، اودوی هم تنبیه اوپوه شي، خوپه دغه صورت کې هم فقهاء فرمايي چې ددغه ماشومانولپاره به په جیل کې مسقل ځای وي چې هلته دماشومانولپاره یورهنمااومربي وي  ترڅوهغوی دلویانوله امکاني شراوضررڅخه وژغوري ـ دمالکي اوشافعي حضراتومسلک دادی چې ماشومانوته که په مالي جرم کې ښکیل وي اوکه په غیرمالي جرم کې تنهاتأدیب ورته په کاردی اوپه قید کې دې نه استول کیږي ،  ــ [10]

داحتساب طریقه

دایومنل شوی حقیقت دی که چېرته دجرم دثبوت لپاره شواهدموجودنه وي ، نومجرم په اسانه سره دخپل جرم اقرارنه کوي ، ددې لپاره دلږسختې اوپشارضرورت پیداکیږي، ددې یومثال په نبوي عهدکې دابن ابی الحقیق واقعه ده چې هغه یوه خزانه ورکه کړې وه اودهغې اقراریې نه کول ، دپیغمبرعلیه الصلاة والسلام  له خواه څخه دتفتیش اوتحقیق  لپاره حضرت زبیرابن العوام رضی الله تعالی عنه  وټاکل شوهغه چې کله له لژتأدیب اوسختې څخه کارواخست نوهغه اقراروکړـ [11]

ددغه روایت په اساس فقهاء کارموپه مجموع کې دیوڅه تأدیب  اوسختۍجواز ورکړی ، که څه هم دزورجبراواکراه په حالت کې اقرارمعتبرنه دی ، لکن متأخرینوفقهاوودبدلیدونکوحالاتوپه نظرکې نیولوسره ددې افادیت مسلم کړی دی ، اوددغه حالت اقرار په یونه یوه درجه کې منل کیدلای شي ، دغلاتربحث لاندي علامه حصکفی رحمه الله تعالی لیکي :

فیقطع اذا اقربها مرة طائعاً واقراره بهامکرهاباطل ومن المتأخرین من أفتی بصحته و یحل بضربه لیقر.

شامي رحمه الله په دې تفصیلي بحث کړی دی چې دهغې خلاصه داده : دحدودولپاره که څه هم دااکراه اوزوراقرارنه دی معتبرلکن ددیت اوتعزیرلپاره معتبریدلای شي [12]

دتحقیق په مهال وحشي اوغیرانساني چلنددشرعي اصولوخلاف دی  

دتحقیق په مهال دومره سختې کول جائزنه دي چې وحشی اندازې ته ورسیږي له دې امله فقهاءکارموتأدیبي معامله را محدوده کړې امام مالک رحمه الله دبندیانودتأدیب   په اړه دیوې پوښتني په ځواب کې وویل : انما هوالسوط والجن_[13]یعنی دمجرم دتأدیب اوتعزیرلپاره یواځي دره اوبندي کیدل دي ، له دې امله داسي یوه کړنه هم جائزنه ده چې انساني پولې ماتې کړي ، اوچې له هغه څخه مجرم ته سخت بدني زیان واوړي ، فقهاء کراموخوپه بندخونه کې هم دسزاپه ډول له وحشي حرکاتوڅخه منع کړېده ، دتحقیق اواحتساب وخت خوبیخي لاوختي دی چې جرم یې هم ثابت نه دی  بناء که دسزا په ډول وي اوکه دجرم داعتراف په موخه وي، دلاندي کارونوجوازنشته ـ

دممنوع وحشي چلندڅوبیلګې

* په تنده اولوږه کې دبندي ساتل ،*دبدن یوه برخه په اورورسوزول  ،اویاورته دبرق کرنټ ورکول *  په سخت ساړه ځای کې ساتل *  پرله پسي له خوب څخه په راویښه ولو مجبورکول * سخت وهل * غوږ پوزه اویادبدن کومه بله برخه ورڅخه پري کول **بندی ته سپی لړم اویابل کوم وحشي اوموذي حیوان ورپریښودل *بندیان په لمرکې درول * دهغوی په سرتیل اچول * ژېره ورخرېیل *  له دې امله چې داهم داسلامي شریعت سره ټکردي اوهم دبدن د زیان  باعث دي * له بندیانو څخه جامې ایستل حرام دي، له دې امله چې سترعورت فرض دی ، اوپه دې سره دانسان سخت سپکاوی کیږي ( هغه ناوړه عمل  اوسپکونکی چلندچې زمونږ په هیوادکې داشغال ګروامریکایانوپه لاس ورسره ډېرمحترم مسلمان افغان بندیان مخ شول ، الله تعالی دې غربیان اودهغوی ملګري ذلیل  اوشرمنده کړي ــ)

دبندي دآرام په ځای کې تېزه روڼا جوړول ،اویادلوړغږ لرونکي دسګاه غږول چې دعصبي ناروغیویقیني سبب دی * بندي ته لعنتونه ،اوفحش ویل دمورپلار،اوقوم ښکنځاوي ورته کول *  په مخ وهل ، ـ (ځکه مخ دانسان ترټولومحترم اندام دی اوپه دې سره یې شرافت له منځه ځي ، غرض داچې بندي ته داسي آذیتونه  ورکول که په هرنامه وي چې دانسان دبدن په زیان تمامیږي اویايې انساني قدراوشرافت په کې له منځه ځې شریعت له هغه ټولوسزاګانوڅخه منع کړې ده )  [14]

[1]   (درمختار مع ردالمحتار 5/378، 379، حاشیہ القلیوبی 4/205)

[2]  (هدايه 1/63، المبسوط 2/36)

[3]  الموسوعة الفقہیہ 16/321 بحواله شامی ۵/۳۷۷

[4]  (الاحکام السلطانیہ للماوردی 239، حاشیہ ابن عابدین 2/421، فتاویٰ ہندیہ 3/414، الموسوعة 16/327)

 

[5] (حاشیہ ابن عابدین 5/378، فتاویٰ ہندیہ 4/418، شرح ادب القاضی للخصاف 2/375، حاشیہ القلیوبی 2/292، طبقات ابن سعد 5/356، الموسوعة 16/321)

 

[6]  هدایه 3/231، فتح القدیر 5/471، هندیه 3/218)

(2) (الشرح الکبیر….. 3/281، تبصرة الحکام 2/205، الموسوعة الفقہیہ 16/324)

 

[7]   حاشية القلیوبی 2/392، رسنی المطالب مع حاشیہ الرملی 2/188، الموسوعة الفقہیہ 16/324)

 

[8]  (کتاب الخراج 161، ابن عابدین 5/370، الموسوعة 16/319)

 

[9]  (مبسوط 20/90، فتاوی هندیه 3/414، جواہر الاکلیل للآبی 2/93، الموسوعة 16/317)

 

[10]  درمختار4/253، فتاوی ابن تیميه 34/179، حاشیة الدسوقی 3/280، معین الحکام 187، الموسوعة 16/317،318)

 

[11]  (رواه البخاری، فتح الباری 5/328)

[12] (درمختار6/106,, ردالمحتار 6/108،109)

[13]  (کتاب الخراج لابی یوسف 135)

[14]    الموسوعة الفقهية 16/ 326, 328   په حواله د شامي 4/13، الاحکام السلطانية للماوردی 239)

۔ (السیاسة الشرعیة لابن تیمیہ 152، فتح الباری 6/150)(فتاوي هنديه 3/414،  (بدائع الصنائع 7/64)

(بدائع الصنائع 7/20) (کتاب الخراج 135، المغنی 7/641، تبصرة الحکام 2/147،

پاتې لري …

الهام پکتیکوي .

Related posts