اګست 08, 2020

داسي څوک شته چې خپل مال الله تعالی ته ورکړي ؟

داسي څوک شته چې خپل مال الله تعالی ته ورکړي ؟

قال تعالى: ﴿مَنْ ذَا الَّذِي يُقْرِضُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا فَيُضَاعِفَهُ لَهُ وَلَهُ أَجْرٌ كَرِيمٌ﴾ [الحديد: 11].

ژباړه : داسي څوک شته ! چې الله  تعالی ته قرض حسنه ورکړي [یعني خپل مالونه په ښه نیت په جهاد کې مصرف کړي ] اوهغه یې څوچنده بدله ورکړي اوجنت ورکړي .

لنډتفسیر : په دي آیة کې  الله تعالی په جهاد کې دمال مصرفول په یوه عجیبه تعبیر راوړی :امت ته وايې : څوک دي ؟ هغه چې خپل مال الله تعالی په قرض حسنه ورکړي ! په تفسیر ابن کثیر کې وايې : قال عمر بن الخطاب : هو الإنفاق في سبيل الله  ، یعني حضرت عمر رض وفرمایل :چې له دي قرض څخه مراد  په جهاد کې دخپل مال مصرف کول دي .. یعني څوک چې په ښه طریقه سره دالله تعالی درضاء لپاره خپل مال په جهاد کې مصرف کړي نوالله تعالی به يې څوچنده بدله په دنیاکې ورکړي اوهم به يې په آخرت کې بدله په جنت ورکړي .

ابوحامدعفی عنه

Related posts