اګست 08, 2020

داسلام تشریعي اساسات (۶برخه) طبقات المجتهدین

داسلام تشریعي اساسات (۶برخه) طبقات المجتهدین

طبقات المجتهدین
دتشریعی اساساتوپه پرلپسي پنځمه برخه کې به داسلامي امت د مجتهدینو او فقهاوو په طبقاتو ،مراتبو یا ددوئ په کټګورۍ رڼا واچوو،خوڅنګه چې مونږ دلته داسلامي امت دمجتهدینو اوفقهاوو طبقات په دوه بحثونو کې څیړو ، چې یو بحث دحنفي مذهب دائمه وو فقهاوو طبقات او مراتب دي او بل دامت دنورو مذاهبو دائمه مجتهدینو او فقهاوو طبقات اومراتب دي ، لومړی به د حنفي مذهب د مجتهدینو طبقات په مختصره توګه وشنو او کټګوري به یې کړو،بیا تردې وروسته به انشاءالله تعالی چې د امت دنورو مذاهبو د مجتهدینو طبقات هم په تدریج سره راوسپړو!
په (قواعد الفقه ) کې (البرکتي رح )داسې لیکي : چې مفتي ته ددې ډیره اړتیا ده ، چې باید دهغه چا پوره حال ځان معلوم کړي ،چې په قول یې فتوی ورکوي ،اوپدې هم باید بسنه نه ونکړي، چې نوم او نسب یې وپیژني ، بلکې دده منزلت اوعلمي درجه به هم دروایت له مخې او هم د درایت له مخې ځان ته معلوموي ،چې دا له کومې طبقې او درجې له فقهاوو څخه دی ،دا ددې لپاره چې دمسئلې په باب د دوو متخالفو اقوالو قائلین په پوره ځیرکتیا سره معلوم کړي او ترمنځ یې تمایز وکړای شي ، ددې سربیره یې ددوو متعارضو اقوالو په ترجیح کې پوره قدرت موندلی وي ،نوځکه اړین یو،چې دفقهاوو طبقات او درجات وپیژنو اوڅنګه چې د ( ابن کمال بادشاه رح ) او نوروعلماوو له تحقیق څخه جوتیږې ،نو ددې په رڼا کې وایو، چې د حنفي مذهب مجتهد فقهاء په اوو (۷) طبقاتو ویشل شوي چې تفصیل یې دادی لاندې دمستندو کتابي حوالو سره مل ذکر کیږي :
د (الفصول فی الاصول لاحمد الرازی) ،(قواعد الفقه للبرکتي )دعلامه ابن عابدین شامي رح په( شرح عقود رسم المفتي )او هم د (ردالمحتار دحاشیي )په مقدمه کې امام شامي رح دنورو محققینو علماوو په څیر دحنفي فقه دمجتهدینو او فقهاوو طبقه بندۍ کې داسې وایې چې :
لابد للمفتى أن يعلم حال من يفتى بقوله ولا يكفيه معرفته باسمه ونسبه بل لابد من معرفة درجته في الرواية والدراية بأن يعرف أنه من أي طبقة الفقهاء ليكون على بصيرة في التمييز بين القائلين المتخالفين وعلى قدرة كافية في الترجيح بين القولين المتعارضين فليعلم أنهم على سبع طبقات………………..
دفقهاوو لومړۍ طبقه :دمجتهدین فی الشرع یا مطلق مجتهدینو طبقه ده ،چې هغوئ لکه داربعه مذاهبو امامان (الإمام ابي حنيفة النعمان ( رح ) المتوفى سنة ( 150 ) والإمام مالك ( رح ) المتوفى سنة ( 179 ) والإمام الشافعي ( رح ) المتوفى سنة ( 204 ) والإمام أحمد ( رح ) المتوفى سنة ( 241 ) رضي الله تعالى عنهم) امام اوزاعي رح ،سفیان ثوري رح او ابن ابی لیلی رح اوهغه څوک دي ،چې دقواعدو داصولو په تاسیس اود کتاب الله ، سنت ،اجماع او قیاس د ادله اربعه وو څخه په استنباط داحکامو کې دچا دتقلید نه پرته ددې قواعدو په رڼا کې ددوئ په مسلک باندې ځي .
دویمه طبقه مجتهدین في المذهب دي ،لکه (الإمام أبي يوسف المتوفى سنة ( 182 ) ،الإمام محمد بن الحسن المتوفى سنة ( 189 ) ،الإمام زفر المتوفى سنة ( 158 ) ،الإمام حسن بن زياد المتوفى سنة ( 204 ) ،الإمام حماد بن الإمام الأعظم المتوفى سنة ( 176 ))اودوئ نور امثال ، دوئ هغه څوک دي چې دمذکورو څلورو ګونو ادله وو (کتاب ،سنت ،اجماع اوقیاس ) څخه داحکامو په استخراج کې دخپل استاذ حضرت امام ابو حنیفه رح د وضع شویو قواعدو په رڼا کې داستنباط قدرت او ځواک لري ،که څه هم په ځینو احکامو کې به ترې تخلف هم کوي ،خو په اصولو کې به دخپل استاذ پیرو وي او دهاغه قواعدو په مقتضی به فروعات استخراج کوي ،چې امام ابوحنیفه رح ورته وضع کړي دي ،چې په همدې اصولي تقلید سره دامام شافعي رح په څير دعارفین في المذهب نه متمایز شول .
دریمه طبقه مجتهدین في المسایل دي ، البته دا هغه مسایل دي ،چې دمذهب له امام څخه پکې کوم روایت یا نص نه وي راغلی ، ددې طبقې مجتهدین لکه (الخصاف سنة ( 261 ) والطحاوى المتوفى سنة ( 321 ) والكرخي المتوفى سنة ( 340 ) وشمس الأئمة الحلوني المتوفى سنة ( 454 ) وشمس الأئمة السرخسي المتوفى سنة ( 490 ) وفخر الإسلام البرذوى المتوفى سنة ( 484 ) وبرهان الدين محمود بن الصدر صاحب الذخيرة والمحيط والشيخ طاهر بن أحمد صاحب خلاصة الفتاوى المتوفى سنة ( 542 ) وفخر الدين قاضي خان المتوفى سنة ( 592 ) وأبن الهمام صاحب التحرير وفتح القدير المتوفى سنة ( 861 ) وأمثالهم) دوئ دخپل شیخ یا امام څخه نه په اصولو او نه په فروعوکې کوم ډول مخالفت کولای شي ،بلکې دوئ به په هغو مواردو کې استنباط کو ي، چې دمذهب دمقرره قواعدو او اصولو دمقتضی سره سم پکې دمسئلې په باب کوم نص نه وي راغلی .
څلورمه طبقه له مقلدینو څخه د(اصحاب التخریج) طبقه ده، لکه (أبي بكر الجصاص الرازي المتوفى سنة ( 370 ) والجرجاني المتوفى سنة ( 398 ) والدبوسى المتوفي سنة ( 430 ) اوددوئ غوندې نورفاضل اشخاص چې دوئ اصلا داجتهاد ځواک نلري ،لکن په اصولواو دماخذپه ضبط احاطه لرلای شي ،دا اصحاب التخریج دیوه ذي وجهین مجمل قول په تفصیل باندې پوهیږې ،په خپله رایه ،اصولوباندې دپوهیدنې اوپه خپلو امثالو باندې دقیاس کولوپه صورت کې په یوه مبهم او محتمل د دوو امرینو باندې حکم کوي اودا د صاحب مذهب او یا دده دملګرو مجتهدینو څخه را نقل شوی وي .
پنځمه طبقه اصحاب الترجیح من المقلدین طبقه ده ،لکه (صاحب الهداية برهان الدين المتوفي سنة ( 593 ) والامام القدوري المتوفي سنة ( 428 ) والاسبيجاني المتوفي سنة ( 535 ) وابن كمال المتوفي سنة ( 940 ) و الاوزجندي وأبي السعود وأمثالهم) ،اوددوئ نور امثال ،ددوئ شان دادی چې دوئ به بعضو روایاتو ته په بعضو نورو ترجیح ورکوي، چې البته دترجیح الفاظ به داسې وې :هذا ارفق للناس ،هذا اوفق للقیاس ،هذا اصح اوداسې نور ….
شپږمه دمقلدینو هغه طبقه ده، دوئ به ددې قدرت لري چې درک کړي او ووایې چې : دا اقوی دی ، قوي ، ضعیف او ظاهرالروایة دی او هم په تفکیک او تمیز باندې وس لري ، لکه دمتاخرینو څخه د معتمدو متونو مصنفین !
احناف فقهاء دمتاخرینو دمعتمدو متونودمصنفینو څخه موخه (صاحب الكنز النسفي المتوفى سنة ( 710 ) وصاحب المختار مجد الدين المتوفي سنة ( 683 ) وصاحب الوقاية تاج الشريعة المتوفي سنة ( 673 ) وصاحب المجمع مظفر الدين المتوفي سنة ( 694 ) وأمثالهم) فقهاء او متون اخلي ، او ځینې نور علماء بیا ترې موخه (الوقایة ،الکنز او مختصرالقدوري ) او مصنفین یې مراد کوي ، ددوئ شان دادی چې مردود او ضعیف روایت به خپلو کتابونو کې نه ذکر کوي .
یادښت :احناف علماء وایې، چې هغه مسئله چې په متونو کې موجوده وي ،هغه دشروحو او فتاوو دمسئلې څخه مقدم وي ،او هغه مسئله چې په شروحو کې شتون ولري ،هغه بیا له هغې مسئلې څخه مقدم ده، چې په فتاوو کې موجوده وي ،خو چې بیا په شروحو او فتاوو کې کومه مسئله داسې راغلې وي ،چې په فتوی دلالت کوي ،نو هغه بیا له متونو څخه هم مقدم ده ،داځکه چې هغه تصحیح چې صریح وي ،له هغې تصحیح څخه غوره ده ، چې التزامي وي .
او دمتونودلیکونکیوڅخه هغه مصنفین مراد دي، چې دقوي او ضعیف ،راجح او مرجوح ،مقبول اومردود ترمنځ فرق کولای شي او دا صفات هغه دي ،چې د تیرو څلورو متونو په مصنفینو کې شتون لري، دا تصریحات دمتاخرینو په عقیده راڅرخیدلي وو،هغه چې دمتقدمینو په نظر کوم متون دي ،هغه دلویو مشایخو او فقهاوو متون ترې مراد دي، لکه دامام طحاوي رح ،کرخي رح ،جصاص رح ،خصاف ،حاکم اونورو شیوخو تصنیفات ،(( فتنبه لهذا الفرق بين المتون وراجع تعليق السيد بدر الدين أبو فراس النعساني في هامش الفوائد البهيمة 106 – 107.))
اوومه طبقه :دوئ هغه مقلدین دي، چې په مذکورو مسایلو قدرت نلري ،او هم (( ولايفرقون بين الغث والسمين ولا يميزون الشمال من اليمين، بل يجمعون ما يحدثون، كحاطب ليل فالویل لمن قلدهم کل الویل )) (شرح عقود رسم المفتي لعلامة ابن عابدین الشامي /ج۱/ص۵۰) (قواعد الفقه للبرکتي /ج۱/ص۲۵۲) الفصول فی الاصول لاحمد الرازی)/ج۱/ص۱۷).
دلته سترو محققینو د(ابن کمال بادشاه) پدې طبقه بندۍ تنقید کړي ،چې ولې یې د (ابوبکر جصاص الرازي رح) غوندې دعلومو او فنونو متبحر علماء په (اصحاب التخریج )کې نیولې ، پداسې حال کې ( شمس الایمه حلواني رح)، دامام رازي په باب وایې ، چې ( هو رجل کبیر معروف فی العلم وانا نقلده ونأخذه بقوله ) ،نو(ابن کمال بادشاه ) ددې وینا خاوند (امام حلواني د مجتهدینو په کتار کې نیولی او امام رازي رح یې دا سې مقلد بللی چې اصلا په اجتهاد ندی قادر اوځینو خو ورته دده په هکله ورته ظلم هم ویلی ، پداسې حال کې چې مشهور او منل شوي متون او شروح یې نږدي له دوولسو څخه اوړې ،چې (قواعد الفقه )یې داسې لیکي : . ويمكننا حصر الشروح والكتب
التي ذكرتها كتب التراجم والسير منسوبة للامام الجصاص في اثني عشر
شرحا وكتابا،وهي:

1 – شرح الجامع الكبير لمحمد بن الحسن الشيباني.
2 – شرح الجامع الصغير لمحمد بن الحسن الشيباني.

3 – شرح المناسك لمحمد بن الحسن الشيباني.
4- شرح مختصر الفقه للطحاوي.
5- شرح آثار الطحاوي.
6 – مختصر اختلاف الفقهاء للطحاوي.
7 – شرح ادبالقاضي للخصاف.
8 – شرح مختصر الكرخي.
9 – شرح الاسماء الحسنى.

10- جوابات المسائل.
11 – أحكام القرآن.
12 – أصول الفقه.!
(الفصول فی الاصول لاحمد الرازی)/ج۱/ص۱۷)

بعضې علماوو یې داسې ځواب ویلی، چې د(طبقات الفقهاء) دا وېش او درجه بندي داشخاصو په اعتبار نه، بلکې دوظایفو په اعتبار سره ده، یعنې دامام رازې رحمه الله  وظیفه دا وه، چې تخریج وکړي نه دا چې دا یې علمي مقام دی بلکې علمی مقام یې ددې نه فوق دی ،لکه یو عالم هم محدث ،هم فقیه ،هم اصولي او هم ادیب وي ،مګروظیفة احادیث تدریسوي ،خلک ورته محدث یا په ننۍ اصطلاح کې شیخ الحدیث وایې پداسې حال کې چې په ټولو علومو باندې پوهیږی ،!

Related posts