اکتوبر 25, 2020

سیدالتابعین سعیدبن المسیب رح

سیدالتابعین سعیدبن المسیب رح

دسلفو له نظره :

۱- سيِّد التابعين،قدوة السَّلف، فقيهُ الفقهاء السَّبعة،محدث الامة ، اعلم الناس بالاثار, أعبر النَّاس للرُّؤيا،جبل العلم، وآية الحفظ، الشيخ الكامل، والعالم العامل، القويُّ في الحقِّ، الثابت عند الشَّدائد، الزَّاهد العابد، أبو محمد سعيد بن المسيِّب بن حزن بن أبي وهب القرشيُّ المخزوميُّ المدنيُّ. فقد كان أجمل الخلق منظرا، وأعجبهم مظهرا، وأنظفهم ثوبا، وكان يمشط شعره، ويدهن الطيب حتى تشم رائحته العطرة من بعيد وإذا مس أحد يده يبقى أثر الطيب عالقا بها مدة طويلة،……وكان كاسمه بالطاعات سعيدً، ومن المعاصي والجهالات بعيدًا. لقد كان الإمام سعيد بن المسيب رحمه الله من سادات التابعين وعلمًا من أعلام المسلمين، ممن كمل حاله وجمع الله عز وجل فيه من خصال الخير كله من العلم والعمل، فلقد كان بحق عالمًا عاملًا، لا يخاف في الله لومة لائم، صادعًا بالحق أمارًا بالمعروف، ناهيًا عن المنكر، لا يهاب خليفة ولا أميرًا، مجافيًا لأبوابهم معتزًا بعلمه، صائنًا لعرضه، شديد الانتقاد لأي مظهر من مظاهر الخروج على الشرع والحق.

یوه عجیبه :

۲=  له سعید رح څخه روایت دی :چې دده نیکه – حزن – رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلی و،هغه دنوم په هکله ترې پوښتلې و :ده ورته ویلي و:چې نوم مي حزن ده رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویلي و نه ته سهل یې – یعني دغم په ځای دي نوم خوشحال کیده – ،ده ورته ویلي وچې بس دغه نوم پلار اومور راباندي ایښی دی اواوس په خلقوکې په همدي نوم پېژندل شوی یم ،رسول الله صلی الله علیه وسلم نور څه ورته ونه ویل . سعید وایې بس له هماغه مهال په موږ کې غم شین ده .

دهغه له کوائفو څخه :

۳-په نبوي مسجدکې يې ددرس لویه حلقه وه ،له لیري وطنوبه دحدیثوتږې طالبان راتله ،دعمربن الخطاب،علی بن ابي طالب ،عثمان بن عفان ،ابن عمر ،ابن عباس ،ابوهریرة اونورو سترو صحابه ورضی الله تعالی عنهم څخه اوریدلي احادیث به يې تردوئ رسول .

دعبادة يې ډیرذوق درلود ،ده ویل :څلویښت کاله مي داسي تیرکړي چې دجماعت تکبیراولی اولمړی صف نه دی راڅخه  پاته شوی ،دیرش کاله داسي تیرشو چې اذان به کیده زه به په مسجدکې وم،اوپنځوس کاله داسي ورباندي تیرشوي وچې دماخوستن په اوداسه يې دسهار لمونځ کړی و،ډیروخت به يې روژه وه ،ترڅلویښتو یې حجونه کړي و.

،شعر يې خوښیدل ،اوریدل یې ،مګر ویل يې نه ،ډیر دنګه ځواني یې درلوده ،پاکې جامي به يې په غاړه وي ،دطیلسان جبه به يې اغوسته ،ښه عطر به يې وهل ،تردې چې دلیري څخه به يې خوشبویې تله ،لیږبه يې خندل ، ددنیاله مال اودولت څخه بي پروا و ،په مدینه کې به ډیروخت لوڅې پښې و ، چې په مخه به څوک ورغلو پوښتنه به یې ورسره کوله ،بریتونه يې ډیر وړول . څلور سوه دینارو یې دزیتونو تجارت درلود اوپه هغه ورته حلاله نفقه برابریدله .

دهغه شان :

۴= عن مكحول، قال: طفتُ الأرض كلَّها في طلب العلم، فما لقيتُ أحدًا أعلم من سعيد بن المسيِّب. ژباړه : دعلم په لټه کې په درسته نړۍ وګرزیدم ،خو دسعیدپه ځېر عالم مي نه دی لیدلی .

وقال عليُّ بن المدينيِّ: لا أعلم في التابعين أوسعَ علمًا منه، هو عندي أجلُّ التابعين.

ژباړه : ماپه تابعینو کې تر سعید پورته عالم نه دی لیدلی .زماپه آند هغه دتابعینو ترټول سترشخصیت و.

له حجاج څخه 

5= علی بن زید وايې سعید ته وویل شول :حجاج کار نه درلري څه وجه ده ؟ ده ورته وویل : نه پوهیږم مګر یوه ورځ مي حجاج له خپل پلار سره ولیدل چې مسجدته راغی ،داسي لمونځ يې وکړ چې نه یې رکوع سمه وه اونه يې سجده ؟ماپه یوموټی شګوباندي  وویشتل اوورته ومي ویل چې لمونځ سم اداء کړه ،اوحجاج ویلي چې بس زه له هغې ورځې لمونځ سم اداء کوم .

دحدیثو ادب 

۶=سعید رح سخته بیماروو څنګ يې وهلی پروت و،یوه سړي دیوه حدیث په هکله پوښتنه وکړه ،ده وویل :مادرکښېنوئ ! دوئ راکښېنول ،وي ویل : زه دانه خوښوم چې په پروتو درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث بیان کړم .

دمفتي ابویاسر دالحدیقي څخه .

Related posts