اګست 08, 2020

داسلام تشریعي اساسات ۷برخه

داسلام تشریعي اساسات  ۷برخه

 

مفتي فضل هادي  (سالک )

داربعه مذاهبودمجتهدینو او فقهاووطبقات

په تېربحث کې مو داحنافو – رحمهم الله –  دمذهب  دفقهاوو طبقات وڅېړل ، دې بحث کې  به دګرد امت د اربعه مذاهبو دفقهاوو طبقات  تر بحث لاندې ونیسو او دا به  روښانه کړو، چې کوم  فقهاء  په کوم فقهي او علمي منزلت کې  دتاریخ تشریع اودفقهاوو د طبقاتو دعلماوو لخوا ارزول شوي دي .

په (الموسوعة الفقهیة )او نورو فقهي مراجعو  کې لیکي:

چې لومړۍ طبقه  دکبارو مجتهدینو (مطلق مجتهدینو )طبقه ده ،دوئ هغه څوک دي، چې  نن  هم داسلامي  امت په کچ  ډیر  پیروان  او مقلدین لري  او په اصولو او فروعو کې  داجتهاد لپاره خپل ځانګړي مناهج لري  ،دخپل مذهب  لپاره یې داستنباط او استخراج  ځانګړې  قواعد اواصول  وضع کړي او  ددوئ  ځیرک شاګردان  هم  ددوئ  په  پله دخپل استاذ یا امام  دقواعدو په رڼا کې  فقهي استنباطات کوي ،لکه  (امام ابوحنیفه رح ،امام مالک رح ،امام احمد بن حنبل رح او امام شافعي رح) غوندې اصحاب المذاهب  یا دمنل شویو مذاهبو ائمه دي .

شام  کې  د(امام اوزاعي رح) ،مصرکې د(لیث  بن سعد رح )،عراق کې د(سفیان ثوري رح او ابن ابي لیلی رح) غوندې نور مجتهدین هم شته، چې  ددې اربعه ائمه وو  معاصر فقهاء  او ددوئ  څخه  یې منزلت کې کم  نه وو،خو نن سبا  یې  مذهب  اوپیروان  نه  لیدل کیږي  او دتفاسیرو  ،شروحو او خلافیاتو کتابونه  ترې پور مامور دي .

دویمه طبقه   : ددې مطلق  مجتهدینو ملګري او شاګردان دي، چې  دوئ  ته  د(علامه ابن عابدین شامي رح)داطلاق له مخې   (مجتهدین  فی المذهب)  او دفقهي موسوعاتو په اطلاق ( مجتهدین منتسبین) وایې ،دوئ  هغه  څوک دي چې دخپل  امام یا استاذ  لخوا په  وضع  شویو  قواعدو او اصولو مسایل استنباط کوي  اوپدې کې  ورسره  اتفاق لري ،مګر په  تفریعاتو کې  ورسره کله  نا کله  اختلاف کوي ،که  څه  هم دا روایت  دمطلق  مجتهدیا صاحب المذهب  څخه  نه  وي  رانقل شوي ،خو بیا  هم  ددوئ  رایه    دمسایلو  د استخراج  له اړخه   اړوند مذهب کې اعتبار لري، لکه  دحضرت امام ابوحنیفه رح اصحاب   (امام ابویوسف رح ،امام محمد رح ،امام زفر رح او امام حسن بن زیاد رح)  ، یا لکه  دحضرت  امام  مالک رح  په  اصحابو کې  (عبدالرحمن بن قاسم رح اوابن وهب رح ) ،یا لکه  (المزني رح) دحضرت امام شافعي رح  په  اصحابو کې ،البته دحضرت امام احمد رح اصحاب داسې  ندي  لکه  ددې  نورو مذاهبو غوندې ،چې  د خپل  امام  څخه  یې  کله  نا کله په  فروعو کې اختلاف کړي وي ،بلکې  دده  شاګردان  یوازې  په روایاتو او فقهي جزئیاتو کې دخپل امام  څخه  نقل  قول  کوي  لکه :  أَبُو بَكْرٍ الأَثْرَمُ وَأَبُو دَاوُدَ السِّجِسْتَانِيُّ وَأَبُو إِسْحَاقَ الْحَرْبِيُّ .

دریمه طبقه :مجتهدین فی المسایل  دي ،چې البته په ځینو  فقهي کتابونو او موسوعاتو  کې  ورته (مجتهدین في المذهب ) نوم کا رول  شوي ، خو د رسم المفتي   او طبقات الفقهاوو کتابونو دمطالعې  په  رڼا کې  ماته  دا اطلاق  درست  نه  ښکاري  او نه دا دفن دمحققینو نه ثابته شوي ،نو ښه  داده چې  دې  دریمې  طبقې فقهاوو ته (مجتهدین  فی المسایل  )ووایو، او دوئ هغه څوک دي ،چې له خپلو امامانو څخه نه په اصولو او نه په فروعو کې مخالفت کوي، لکن  هغه  مسایل استنباط کوي، چې  دده  له امام  یا  یې اصحابوڅخه  پکې  روایت  نه  وي راغلی او هم  د مسایلو په استخراج  کې  دخپل امام  د منهج  کلک پابند او ملتزم وي ،البته کله نا کله دخپل امام سره  په  هغو مسایلو کې  اختلاف کوي، چې  په  عرف  بناء  وي او دا مسایل ددې قبیلې څخه نه بولې چې ګوندې داختلاف دلیل  ورسره شتون  لري،  بلکې وایې چې دلته اختلاف  زمان او عرف  دی ،داسې چې که چیرته یې امام  په هغې اطلاع ومومي  چې  دوئ  پرې  اطلاع ترلاسه کړي ،نو  ددوئ  رأیې ته  به  رجوع وکړي او دوئ هغه څوک دي ،چې  دمذهب په تحقیق ،دقواعدو په تثبیت او دخورو ورو مسایلو په ټولو کې پرې اعتماد کیږي  .

څلورمه طبقه :اهل ترجیح فقهاء  دي، چې  ددوئ  دنده داده، چې دمتقدمینو فقهاوو لخوا پدې باب کې دوضع شویو قواعدوپه رڼا کې ځینو مسایلوته په ځینو نورو ترجیح ورکوي .

پنځمه طبقه  :دمستدلینو طبقه ده ،دا هغه  فقهاء دي ،چې  نه استنباط کوي او نه  ترجیح  بعضو مسایلو ته په بعضو ورکوي، لکن  ددوئ کار دادی ،چې دوئ  استدلال  داقوالو لپاره کوي ،   دهغو مسایلو بیان کوي، چې پرې اعتماد موجود وي ،د ترجیح  له حکم  پرته  ددلایلو ترمنځ  موازنه کوي او همداسې دهغو مسایلوپه باب  چې دعمل کولو لپاره تر نورو  الیق او اجدر بیان نه کوي ،البته که  دقیق نظر وشي، نو په  ډاګه  به  شي، چې دا طبقه  له مخکنیو دوو هغوطبقو  څخه  په مرتبه کې کمه نده  او لدې امله  دا وینا هم سمه ده ،چې  داوروستي دریواړه  طبقات خپلو کې سره  متداخل دي او کوم  ډیر تفاوت یې  مینځ  کې  نه  تر سترګو کیږي، نو لدې امله  دریواړو ته  مشترکې بیلګې  هم  بسنه کوي  ،لکه  له احنافو څخه (امام ابومنصور ماتریدي رح ،ابوالحسن کرخي رح ،جصاص الرازي رح ،ابوزیدالدبوسي رح شمس الائمه حلواني رح او شمس الائمه سرخسي رح ) غوندې نامتوعلمي شخصیتونه مثالونه کیدای شي ،همداسې  دامام مالک رح دمذهب له امامانو  څخه دافقهاء دي : (أَبُو سَعِيدٍ الْبَرَادِعِيُّ ، وَاللَّخْمِيُّ ، وَالْبَاجِيُّ ، وَابْنُ رُشْدٍ ، وَالْمَازِرِيُّ ، وَابْنُ الْحَاجِبِ ، وَالْقَرَافِيُّ) ، له شوافعو څخه دا علماء دي :(ا َبُو سَعِيدٍ الإِصْطَخْرِيُّ ، وَالْقَفَّالُ الْكَبِيرُ الشَّاشِيُّ ، وَحُجَّةُ الإِسْلامِ الْغَزَالِيُّ ) دي  ،او له حنابلوو څخه دا فقهاء دي 🙁 أَبُو بَكْرٍ الْخَلالُ ، وَأَبُو الْقَاسِمِ الْخِرَقِيُّ ، وَالْقَاضِي أَبُو يَعْلَى الْكَبِيرُ)…….

که څه هم   دتشریعي تاریخ  پوهان  ددې  فوق الذکرو  فقهاوو په  مراتبو او طبقاتوکې اختلاف لري ، خو په  ټولیز ډول  پدې  سره  متفق دي ، چې دا علمي سټې دمسایلو په  تثبیت  له  غوره  ماضي  څخه  برخمند دي  او پدې کې کومه ستونزه نشته .

مقلدین

مقلدین : هغه څوک دي، چې داجتهاد په  درجه کې  نه  وي او ددوئ  عمل  په  قوت  د نقل کې وي ، چې  دا  دوو طبقاتو  ته  ویشل کیږي  ،یوه  د(طبقة الحفاظ) او  بله  د(طبقة الاتباع المجرد ) ده.

الف – طبقة الحفاظ : دوئ  هغه  دیني  پوهان  دي ، چې  دمذهب اکثره احکام او  روایات  ورته  معلوم  وي او دوئ په اجتهاد کې  نه  بلکې  په  نقل کې حجت  وي ،نو دوئ  دروایاتوپه نقل  ، ددې روایاتو څخه دډیر واضح  بیان کولو ،ترجیحاً داقوی  رأیې  په  نقل کې ،پرته  ددې څخه  چې  دوئ ورته ترجیح ورکړي  حجت وي ،چې علامه ابن عا بدین شامي  رح ددوئ په باب وایې چې  ژباړه : او دوئ  قادر وي  داقوی ،قوي او ضعیف ترمنځ په تمیز او تفکیک باندې ،او همداسې  د ظاهرالروایة،  ظاهرالمذهب  او نوادر الروایة په تمیز کې هم توانایې لري ،لکه دمعتبرو متونومصنفین  یعنې لکه (صاحب کنزالدقایق ،صاحب تنویر الابصار ،صاحب الوقایه او صاحب المجمع ) چې ددوئ  شان  دادی ،چې کمزورې  روایات او مردود اقوال  به  خپلو کتابونو کې نه  را نقلوي ،الموسوعة  الفقهیه  ددوئ  په  باب بیا وایې چې ((وَعَلَى هَذَا لا يَكُونُ عَمَلُهُمْ التَّرْجِيحَ ، وَلَكِنْ مَعْرِفَةُ دَرَجَاتِ التَّرْجِيحِ وَتَرْتِيبُهَا عَلَى حَسَبِ مَا قَامَ بِهِ الْمُرَجِّحُونَ ، وَيَخْتَلِفُونَ حِينَئِذٍ فِي نَقْلِ التَّرْجِيحِ ، فَقَدْ يَنْقُلُ بَعْضُهُمْ تَرْجِيحَ رَأْيٍ عَلَى رَأْيٍ ، وَيَنْقُلُ الآخَرُ خِلافَ ذَلِكَ ، فَيَخْتَارُ مِنْ أَقْوَالِ الْمُرَجِّحِينَ أَقْوَاهَا تَرْجِيحًا وَأَكْثَرَهَا اعْتِمَادًا عَلَى أُصُولِ الْمَذْهَبِ ، أَوْ مَا يَكُونُ أَكْثَرَ عَدَدًا ، أَوْ مَا يَكُونُ صَاحِبُهُ أَكْثَرَ حُجِّيَّةً فِي الْمَذْهَبِ . ))

ترجمه : ددوئ  کار  به  ترجیح  نه  وي ،بلکې درجات دترجیح  به  ټاکي  او د مرجحینو په ترتیب  سره  به  یې  مرتب کوي ،اختلاف  به  دترجیح  پر  وخت  سره  کوي، بعضې به  دترجیح  نقل  دبعضو په  بعضو باندې کوي او نور به یې خلاف کوي ،نو دوئ  به یې  غوره کوي، دمرجحینو اقوی  ترجیح  اوهغه چې  دمذهب  په  اصولو  یې  زیات  اعتماد وي، یا یې  عدد زیات وي اویا یې صاحب په مذهب کې دزیات حجت خاوند وي ) دوئ  ته  هم  دافتاء  ورکولو حق شته ،خو البته  له  هغو مخکنیو څخه یې دایره  څه نا څه تنګه ده ، په(  فتاوی خیریه )کې  وایې چې : وَقَدْ قَالَ فِيهِمُ ابْنُ عَابِدِينَ : وَلا شَكَّ أَنَّ مَعْرِفَةَ رَاجِحِ الْمُخْتَلِفِ مِنْ مَرْجُوحِهِ وَمَرَاتِبِهِ قُوَّةً وَضَعْفًا هُوَ نِهَايَةُ مَآلِ الْمُشَمِّرِينَ فِي تَحْصِيلِ الْعِلْمِ . فَالْمَفْرُوضُ عَلَى الْمُفْتِي وَالْقَاضِي التَّثَبُّتُ فِي الْجَوَابِ ، وَعَدَمُ الْمُجَازَفَةِ فِيهِ ، خَوْفًا مِنْ الافْتِرَاءِ عَلَى اللَّهِ تَعَالَى بِتَحْلِيلِ حَرَامِهِ وَتَحْرِيمِ ضِدِّهِ

(الفتاوى الخيرية 2 / 33 ط الأميرية . )

ددې طبقې دنده  داده چې   دنقل  دصحت  له  حیثه  نه بلکې دقوت ددلیل له حیثه، تصنیفات  او  په مذهب کې داقوالو جمع کول دي  .

ب – الْمُتَّبِعُونَ : ددوئ  څخه  هدف  هغه  څوک  دي، چې  دمذهب  سره  په  اړوندو مسایلو د نورو اتباع کوي  او دهغه  چا  پیروي  کوي، چې مخکې  یې  په  اجتهاد ،ترجیح  بین الاراء  او  استدلال  کې مخینه  موندلې وي ،دوئ صرف  د هغو کتابونو فهم کولای شي، چې ترجیحات  پکې  نورو  فقهاوو کړي دي ،دوئ  پخپله  دروایاتو تر منځ ترجیح  نشي کولای  او نه  یې  دمرجحینو  غوندې  علم  وي  ،چې  ددوئ  په  هکله ( علامه ابن عابدین شامي رح فرمایي(( لا يُفَرِّقُونَ بَيْنَ الْغَثِّ وَالسَّمِينِ ، وَلا يُمَيِّزُونَ الشِّمَالَ مِنْ الْيَمِينِ ، بَلْ يَجْمَعُونَ مَا يَجِدُونَ كَحَاطِبِ لَيْلٍ ، فَالْوَيْلُ كُلُّ الْوَيْلِ لِمَنْ قَلَّدَهُمْ .))

(رسم المفتي لابن عابدين بتصرف )

 

Related posts