نوومبر 26, 2020

دقربانۍ په غوښه دي څه وکړي ؟

دقربانۍ په غوښه دي څه وکړي ؟

الاستفتاء  :محترم مفتي صاحب ! اوریدلي مودي چې اضحیه دي له حلالیدو وروسته درې حصې کوي نوپوښتنه داده :چې دغه درې حصې به څرنګه کوي ،اوبل داچې په دادرو حصو کې تقسیم سنت دی اوکه نه

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: که چېرته اضحیه کونکی فقیر یاذي عیال وي نوافضل داده :چې دخپلې اضحيې ټوله غوښه په خپلو ماشومانو،والدینو یاوروڼواوخوندو  وخوري،اوتقسیم يې نه کړي ،اوکه غني وي یايې دي غوښو ته اړتیا نه وي نوبیا دذبح څخه وروسته مستحب ده چې داضحيې غوښې درې برخې کړي :

یوه حصه دي په خپله له خپلو ماشومانو اوکورنیو سره وخوري.

اودوهمه حصه دي خپلو ملګرو همزولو یادوستانو ته ورکړي نوريې خوښه شي همداسې خامه غوښه ورکړي اوکه يې خوښه میلمانه دي کړي.

اودریمه حصه دي ذخیره کړي یعني دځان اوکورنیو لپاره دي کېږدي

في ردالمحتار  ۹\۵۴۲ ويأکل من لحم الاضحية ويؤکل غنيا ويدخر وندب ان لا ينقص التصدق عن الثلث وندب ترکه لذى عيال توسعة عليهم اه .

ومثله في الهداية ۴\۴۴۸  والبدائع ۵\۱۲۰ ويستحب له ان يأکل من اضحية لقوله تعالى (فکلو منها واطعموا لابائس الفقير ) الجح ۲۸ وروى عن النبى صلى الله عليه وسلم انه قال اذا ضحى احدکم فليأکل من اضحية ويطعم منه غيره ۔.

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts