اکتوبر 25, 2020

ماخوستن اضحیه ذبح کول څرنګه ده ؟

ماخوستن اضحیه ذبح کول څرنګه ده ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! دورځې له خوا ګرمي وي همداراز دقریبانو تلل راتلل وي اوهم نور مناسبات وي نوکه موږ اضحیه ماخوستن حلاله کړو څه پروا خوبه نه لري ؟ یوسائل

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: دکراهیت په هکله چې کوم حدیث راغلی دی نوعلماو لیکلي دي چې ضعیف دی اوکه يې ضعف جبیره هم شي نو علة يې خطاء في ظلمة اللیل دی ،لکه همداعلت چې فقهاو صراحتا ذکرکړی دی لهذا که عذر وي اودشپې رڼاوي اوسړی يې په ذبح کې نه خطاء کېږي لکه اوس چې دبرق یا شمسیانو زیاته رڼا وي نوبیا هیڅ دشپې لخوا ذبح هیڅ پروانه لري ځکه علة منتفي شوی دی .والحکم یدور مع العلة .

فى البدائع   ۵ \۱۱۹ ويکره ان يکون با الليل اه ومثله فى الهداية ۴\۴۴۴ ومجمع الانهر ۲\۵۱۹ وردالمحتار ۹\۵۳۱ ۔

وفى الفقة الاسلامي وادلته ۴\۲۷۷۱يستحب کون الذبح باالنهار ويکره تنزيها عند الخنيقية بالليل قياسا على الاضحية خشية الخطأ فى الذبح وقد روى عن رسول الله صلى الله عليه وسلم انه نهى عن الاضحية ليلاً وعن الحصار ليلاً ( اخرج الطبراني عن ابن عباس انه صلى الله عليه وسلم نهى عن الذبح ليلاً لکن فى اسناده متروک وى البهيقي عن الحسن نهى عن جذاذ الليل وحصاده والاضحية باالليل وهو حديث مرسل .

والله تعالی اعلم

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts