سپتمبر 24, 2020

دمؤمنانو ځيني ځانګړي صفات !

دمؤمنانو ځيني ځانګړي صفات !

قال الله تعالي :قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ (1) الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (2) وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (3) وَالَّذِينَ هُمْ لِلزَّكَاةِ فَاعِلُونَ (4) وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ (5)

ژباړه :  په تحقیق سره  نجات  موندلی هغه مؤمنانو چې په لمونځونوکې  خشوع کونکي وي ، اوله عبثیاتوڅخه ډډه کونکي وي ، اودزکوة اداکونکي وي ،اودخپلو شرمګاو ساتونکي وي .

لنډتفسیر :فلاح چې عربي معنی یې الفوز بکل الخیر والحفظ عن کل الضیر یعني هرمراد ته رسیدل اوله هرآفت اومشکل څخه نجات موندل دي داخبره که څه هم ترآخرة پوري اړه لري لکن په دنیاکې هم الله تعالی ددغه ډول کسانو ډیر ارمانونه سرته رسوي اوله فتنو څخه یې په امن کې ساتي  : لهذا دآیة شریف تفسير په دي ډول دی :

هغه کسان چې [په آخرة کې به یې ] هره هيله  سرته رسیدونکي اوله هري سختي څخه په امان کې وي داهغه مؤمنان دي چې لانديني اوه اوصاف ولري  کوم چې الله تعالی ددي سورة په پیل کې په لسو آیتونوکې ذکر کړي دي :چې له هغوئ څخه څلور اوصاف دادي :

۱=  په لمانځه کې خشوع  :

یعني لمونځ په مسنونه طریقه باندي سرته رسوي : کوم تفسیر چې  دخشوع په اړه له حضرت علي رض ،حضرت ابوهریرة رض ، حضرت ابوذر رض ،  حضرت انس رض ، امام مجاهد رح ، امام عطاء  رح ځخه نقل شوي له هغوټولو نه راڅرګنديږي چې په لمانځه کې خشوع دادی چې  الفاظو ته له قلبي توجه سره به دانسان نظر هم یوي بلي خواته نه وي . همداراز به انسان دخپل بدن دکومي برخي سره لوبي  نه کوي ،له همدي ځایه زموږ فقهاو ویلي :چې د لمانځه دقبولیت لپاره خشوع اوخضوع  شرط دی  . تردي چې امام  غزالي اوامام قرطبي رحمهما الله تعالی  خشوع اوخضوع په لمانځه کې فرض ګڼلي . له همدي ځایه موږته معلوميږي چې مطلق لمانځه باندي دفلاح نعمت نه ورکول کیزي ،بلکه فلاح  په  هغه لمانځه مرتبه ده چې خشوع اوخضوع په کښې موجوده وي ،

۲=  دوهم له لغو او عبثیاتوڅخه  ډډه

لغو هرهغه  عمل ته ویل کیږي چې ددنیا اوآخرة ګټه نه وي په کښې ، نور نوکه دغه عمل دخبرو په بڼه کې وي ، یادیوه کار ، یاهم دیوي تشي ناستي  ، په بڼه کې .لکه په یوه حدیث شريف کې چې راځې من حسن اسلام المرء ترکه مالایعنيه : یعني دیوه تن ښه اسلام داده چې له بي ګټي اعمالو څخه یې ډډه کړي وي .

۳=  دریم  دزکوة  ورکړه :

زکوة هم لکه لمونځ داسې فرض دی اوداسلام له بناو څخه دی ،  لکه په لمانځه چې دیوه تن بدن له ګناهونوڅخه  پاکیږي ، همداراز دزکوة په ورکړه سره دانسان مال  اونفقه پاکیږي  ،

لهذا کوم مسلمان چې دنصاب خاوندي هغه به دنصاب زکوة ورکوي  اودزکوة په اداکیدنه سره الله تعالی دغه دفلاح انعام هم ورپه برخه کوي .

۴=  څلورم دشرم ګاه حفاظت

يعني :  جنسې اړیکې  یې یواځې  دهغه میرمني سره وي چې ده اسلامي قوانینوله پلوه ورته  جائز ګڼلي شوي وي . لکه خپله میرمن یې  ،یاهغه مینځې چې په غنیمت یاپه نکاح کې په لاس ورغلي وي . اوله دي علاوه  له حرامو څخه ځان وساتي یعني له زنا اولواطت څخه ځان وژغوري ،

دغه اوځيني نور اوصاف چې په یوه مؤمن کې جمعه شې نوبي شکه الله تعالی هغه ته فلاح یعني  جنت ورکوي ځکه جنت یوداسې ځای دی چې دانسان هر مراد اوهره غوښتنه  سرته په کښې رسیږي  اوهرڅه چې یې زړه وغواړي الله تعالی به هغه دي مؤمن ته ورکوي ،البته په دنیاکې به هم دغه ډول انسانان له نورو ډیرامتیازات ولري ، ډیري هيلي به یې ترسره وي اوله ډيرو فتنوڅخه به محفوظ وي .

اللهم ارزقنا الفلاح في الدنیا والاخرة .

Related posts