اکتوبر 25, 2020

آیاپه خدمت کې دمور حق له پلار مقدم دی؟

آیاپه خدمت کې دمور حق له پلار مقدم دی؟

الاستفتاء رقم …. محترم مفتي صاحب !دیوه سړي دوې ميرمنې وي ،دایوه یې طلاقه کړي اودهمدې مطلقي زامن يې له پلار سره دي ،پلار يې زامنو ته دخپلې مور دلیدو اجازه نه ورکوي ، بله خوا دغه مطلقه میرمن يې  سخته دمسکنت ژوندکوي ، ددغې مطلقې زامن يې ځوانان دي اوپلار يې نه ورایله کوي ،چې دهغې  خدمت وکوي ،نوپوښتنه داده :چې دغه زامن به اوس هم دپلار اطاعت کوي ؟ اوکه يې په دې خبره کې اطاعت نشته ! اوزامن يې دپلار  له اجازی پرته  ورتلای شي اوکنه  ؟ اودهغې نفقه په دې زامنو باندي شته اوکنه ؟ عبدالله محمود

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: په مذکوره صورت کې په زامنو دپلار اطاعت نشته ،زامن کولای شي چې دپلار داجازي پرته خپلې مور ته ورشي  اودهغې خدمت وکړي .همداراز په دې زامنو دخپلې مور نفقه واجب ده ،دوئ باید هغې ته پوره نفقه برابره کړي که دهغې دنفقې څوک نه  وي .

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : لاطاعة في معصیة  انما الطاعة في المعروف .رواه مسلم ۲\۱۳۳.

وفي الهندیة ۵\۳۶۵ : واذا تعذر علیه جمع مراعاة حق الوالدین بان یتاذی احدهما بمراعات الاخر یرجح حق الاب فیمایرجع الی التعظیم والاحترام وحق الام  فیمایرجع الی الخدمة والانعام .

وهکذافي فتاوی اللکهنوي ۴۲۲  وفي الفقه المیسر ونفقة الاباء والاجداد اذاکانو ا فقراء علی الاولاد الذکور والاناث .

والله تعالی اعلم

کتبه :مفتي عبدالواحد عفی عنه

Related posts