دسمبر 03, 2020

دحرمینو عابدته دیو مجاهدامام لیک :

دحرمینو عابدته دیو مجاهدامام لیک :

محمد بن ابراهيم وايي:په طرطوس كي  چي زه كله  دعبدالله بن مبارك څخه  رخصت كيدم نو هغه دفضيل بن عياض لپاره یولیک راکړ چې داشعرونه په کې لیکلي وو:

ياعابد الحرمين لو ابصرتنا  – لعلمت انك في العباده تعلب

من كان يخضب خده بدموعه –  فنحورنا بدمائنا تتخضب

اوكان يتعب خيله في باطل  –  فخيولنا يوم الصبيحة تتعب

ريح العبير لكم ونحن عبيرنا –  رهج السنابك والغبار الاطيب

ولقـد اتانا من مقال نبـينا –  قول صحيـح صادق لايكذب

لايستوي غبار اهـل الله في –  انـف امرء  ودخان نار تلهب

هذا كــتاب الله ينطق بيننا  –  ليس الشهيد بميت لايكذب

ژباړه :ای دحرمینو عابده !که دې موږ [مجاهدین ]لیدلي وای!نوپوه شوی به وي چې تاسو خودعبادت سره لوبي کوئ !

که ستاسو لیمه په اوښکو لانده دي ،خوزموږ غاړي په وینورنګيني دي .

دهغوئ آسونه په لهوکې ستړي وي خوزموږ آسونه دجګړي دډګر ستومانه دي .

دعنبرو خوشبويې تاسو لګوئ ! زموږ لپاره دجهاد دآسونوګردونه ډیره مزه کړي .

موږ ته دخپل پیغمبر خبره رسیدلي ده ،داسي رښتوني خبره چې هیڅ شک په کې نشته .

دجهاد ګردونه چې دکوم مجاهدتینکو ته ورسیږي هلته به دجهنم اور ونه رسیږي .

دادرب کتاب دی :چې ښکاره اودحق فیصله کوي :چې شهید مړنه دی .

محمد بن ابراهيم وايي :ما‍ دعبدالله بن مبارك رح دغه ليك حضرت فضيل ته په مسجد حرام كي ورکړ، هغه چي ليك ولوستل نو سترګې يي له اوښکوډکې شوي اوبيايي وار وار داكليمي تكرارولي صدق ابوعبدالرحمن ونصحني ……تفسير ابن كثير 1\ 447

دمفتي ابویاسر له الحدیقي څخه

Related posts