سپتمبر 24, 2020

صدقه دالله تعالی دقهر مخه نیسي !

صدقه دالله تعالی دقهر مخه نیسي !

عن أنس بن مالك – رضي الله عنه – قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – «إنَّ الصدقة لتطفئُ غضبَ الربِّ وتدفع ميتةَ السُّوء» .رواه الترمذي .

ژباړه : انس بن مال رضی الله تعالی عنه فرمايې : چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :بي شکه چې صدقه دالله تعالی قهر  مخه نیسي  اودبدمرګ دفع کوي  .

تشریح : یعني صدقه یوادسي عمل دی چې ډيرعجیبه ځانګړتیاوي لري چې دوه یې دلته ذکرشوي دي : یوه داچې  له انسان څخه ډیروخت داسي اعمال سرته رسیږي چې دالله  تعالی دقهر ذریعه ګرزی نودالله تعالی دقهر اوغضب ددفع لپاره همدغه تصدق کول یوبهترین عمل دی .

دوهم داچې تصدق په بده طریقه سره دمرګ دراتلو مخه نیسي  ،یعني هغه انسان چې دالله تعالی درضاء لپاره تصدق کوي نومرګ به يې هم په خپل وقت کې په ښه طریقه سره واقع شي  .

Related posts