سپتمبر 24, 2020

دمحرم دمیاشتې فقهي مسایل :

دمحرم دمیاشتې فقهي مسایل :

مسله :  دمحرم  میاشت  دغم اوخفقان میاشت ګڼل  ګناه ده . همداراز په دغه میاشت کې  ودونه  نه کول  ، اوښې اوغوره جامې  نه اغوستل   یوداسي عقیده اوعمل ده چي  په اسلام کې  جواز اوګنجایش نه لري  . فتاوی الرحیمیه .  والفتاوی المحمودیة ۱۲\۲۰۱ افسو س چي ډیر پښتانه  په دي  عمل اخته دي  ،

مسله :څرنګه  چي  دغه میاشت  او په ځانګړي ډول  دمحرم  لسم تاریخ  دخاص فضیلت  موسم ده   نوځکه په دغه میاشت  کې  ودونه  ،  کویږدن  ، اونوردخوښۍ مراسم  سرته رسول   غوره  دي  ، په دغه میاشت کې په  واده کولو کې  برکت  وي .   احسن الفتاوی ۱\۳۸۹

مسله : ځینې  عوام  هغه  ماشوم  منحوس ګڼې چي دمحرم  په میاشت کې زیږیدلی وي داسې عقیده غلطه  ده ( اونارواده ) ځیني  خلک بیاواده اونورې خوښۍ په دغه میاشت کي ناسمي  بولې  دغه  عقیده  هم بالکل غلطه ده .قاله   حکیم   الامت     رحمه الله تعالی  في اغلاط العوام \ص ۱۸۴

مسله :  ددغي میاشتې فضیلة  له  وړاندينۍ زماني  څخه  ده ، ځینې خلک  چي  داعقیده لري چي ددغې ورځې اومیاشتې  فضیلت  دحضرت حسین  رضی الله تعالی عنه دشهادت له امله ده    بلکل غلط ده ، بلکه ددغې میاشتي  فضیلة  له وړاندي  څخه دموسی  علیه السلام  په امت کې و و، څرنګه چي  موسی علیه السلام ته ددغي میاشتي دلسم  په ورځ دفرعون دظلم څخه نجات حاصل شوی وو ، نوځکه  دغه ټوله میاشت  دوۍ ته محترمه وه ،نوڅرنګه چي دغه میاشت  ، اوپه ځانګړي ډول  دلسم  ورځ  یې دډیرفضیلت  څښتنه ده ،  نو ځکه په دغه میاشت کې زیات  نیک اعمال سرته رسول  په کاردي  .احسن الفتاوی ۱\۳۸۹  ملخصا .  البته څرنګه چي لوی خدای ته دحضرت حسین رضی الله شهادت په دغه مبارکه ورځ خوښ وو نو دهغه شهادت یې هم په دغه ورځ  کې مقدرکړ څویې مراتب  اودرجات لا زیات شې . فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۱ اوفتاوی محمودیه ۶\۱۲۳

مسله : دمحرم په لمړۍ لسو ورځو کې  دشهادت یادونه کول ، غم  اوژړا کول  (همدارازتوري جامي په  غاړه کول  ، یا نوي جامي نه اغوستل ، سرونه  نه وینځل ) دروافضوسره  دمشابهت له امله  منعه  اوحرام  دي  فتاوی الرشیدیه ص\۱۳۶  ومثله  في الفتاوی المحمودیه  ۱۲\۲۰۱

دمفتي ابویاسر له فتاوی الصیام څخه

Related posts