سپتمبر 24, 2020

دعاشوراء  دورځي اړوند فقهي مسايل :

دعاشوراء  دورځي اړوند فقهي مسايل :

مسله : دعاشورا دورځي مسله  چي کوم  فضایل راغلي  په هغه کي یوداهم ده چي دیوه کال  ګناهونه معافیږي  له دغه ګناهونو څخه  صغیره ګناهونه مراد دي  ، البته  دکبیره ګناهونو دمعاف کیدو امید اوهیله  دي هم سړی لري   فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۰    زموږ محدثین  رحمهم الله تعالی فرمایې   چي  دګناه کبیره دعفوي لپاره توبه ضروري ده . احسن الفتاوی  ۱\۳۸۸ .

مسله : دعاشورا دورځي  په اړه زموږ شریعت   ددوه  څیزونه  تعین کوي   ۱  په دغه ورځ روژه  نیول  ۲  په  دغه ورځ  په خپل  اهل اوعیال   باندي  درزق  پراخي  کول  .( لکه په حدیث کي  چي یې  وړاندي  یادونه وشوه )  فتاوی رحیمیه ۲\۳۸۰

مسله : دعاشورا دورځي  دروژي سره  دنهم  اویولسم  روژه  نیول مستحب ده  اوکه یو سړی  دنهم  دورځي روژه ونه نیسي  بیادي دیولسم  دورځي روژه  ورسره  نیسي یواځي  دلسم  دورځي  روژه نیول  مکروه تنزیهي ده . في الدرالمختار ۱۱۴\۲  وتنزیها کعاشورا وحده  ای  منفردا  عن التاسع  اوعن  الحادي  عشر   لانه تشبه بالیهود  الخ  شامی  ومراقي الفلاح  وغیره  فتاوی الرحیمیه ۲\ ۳۸۰   دعاشورا دروژي سره  دنهم  یایولسم  روژ نیول  مناسب  ده  . احسن الفتاوی  ۱\ ۳۸۸

مسله  :دعاشوراء په  ورځ  رخصتي جوړول  داهل بدعت سره  دمشابهت اوموفقت له امله   مناسب  نه ده اوپه دي کي څو قباحتونه نورشته  الخ  احسن الفتاوی  ۱\۳۹۴

دمفتي ابویاسر له فقه الصیام څخه

Related posts