سپتمبر 24, 2020

دعاشورا دورځي  فضایل  اومسايل

دعاشورا دورځي  فضایل  اومسايل

 

پیغمبرصلی الله علیه وسلم  به دعاشورا ورځ  ډیره  غوره ګڼله

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  به درمضان المبارک  څخه وروسته  یوي  ورځي  ته تربلي  ورځي  فضیلة  نه ورکاوه  پرته دعاشو را له ورځی  . یعني دغه ورځ به یې ترنوروا فضله  ګڼله .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  ان النبی صلی الله علیه وسلم  لم یکن یتوخی فضل یوم علی یوم بعدرمضان  الا عاشوراء  . رواه الطبراني  في الاوسط  الترغیب ۱\۲۶۳

پیغمبرصلی الله علیه وسلم  به دعاشورا دروژي  نیولو امرکاوه

له ابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي  رسول الله صلی الله علیه وسلم به دعاشورا روژه نیوله  . یاد اچي  ددغي روژي  د نیولوامربه یې  کاوه  .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  صام  یوم عاشوراء اوامر بصیامه   .   رواه البخاري  ومسلم  الترغیب  ۱\۲۶۳

دروژي فضیلة  یې

دابن عباس رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده چي پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل : دروژي په نیولو کي  دورځوتوپیر نشته  پرته  درمضان المبارک  اودعاشورا دروژي  نه  . یعني دغه روژي په نورو زیات فضیلة لري  .

عن ابن عباس رضی الله تعالی عنه  قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم لیس لیوم فضل علی یوم  في الصیام  الاشهر رمضان  ویوم عاشورا ء  رواه البیهقي  و الطبراني  الترغیب  ۱\ ۲۶۳

دعاشورا روژه دیوه کال دګناهو کفاره ده

دحضرت ابوقتادة رضی  الله تعالی عنه څخه  څخه روایت ده چي  له رسول الله صلی الله  علیه وسلم څخه دعاشورا دروژي  پوښتنه وشوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : چي دعاشورا دورځي  روژه  دتیریوه کال دګناهونو کفاره  ګرزي  .

عن ابي قتادة  رضی  الله تعالی عنه  ان رسول الله صلی الله علیه وسلم  سيل عن صیام یوم عاشورا ء  فقال : یکفر  السنة  الماضیة  . رواه مسلم   وغیره  الترغیب ۱\۲۶۲

که په دغه شپه په رزق کي پراخي وشي نوټول کال به په رزق کي پراخي  ولري

له ابوهریرة رضی الله څخه روایت ده چي رسول  الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي  دعاشورا په ورځ په خپل  اهل اواولاد درزق پراخي  وکړي  نولوی خدای  به ټول کال  دده رزق پراخ  کړي .

عن ابي هریرة رضی الله تعالی عنه  قال  من اوسع  علی عیاله  واهله یوم  عاشوراء  اوسع الله علیه  سايرسنته   . رواه البیهقي   وغیره  من طرق  وعن جماعة  من الصحابة  وقال البیقهي  هذه الاسانید  وان کانت ضعیفة  الا فهيٍ اذا ضم بعضها الی بعض اخذت قوة  . الترغیب  ۱\۲۶۳

امام سفیان الثوري  وایې  چي  دغه  وړاندينی  حدیث  ماډیرواره  تجربه کړی او همدغه سي شوي  ، یعني  دعاشورا په ورځ  مي  چي کله  په خپل  اهل عیال  پراخي کړي  وي  نوټول کال به  درزق  پراخي  وه . تنبیه ۱۵۹  عن محمد بن میسره قال  بلغنا ان من وسع  علی عیاله  یوم عاشوراء وسع الله تعالی علیه سايرالسنة  قال سفیان جربناه  فوجدناه  کذلک  الخ

دمفتي ابویاسر دفقه الصیام څخه

Related posts