سپتمبر 24, 2020

آیا عصا [لکړه ] ګرزول سنت ده ؟

آیا عصا [لکړه ] ګرزول سنت ده ؟

الاستفتاء : محترم مفتي صاحب ! ایا لکړه [عصا]ګرزول سنت دی اوکنه ؟ اوکه سنت وي نوڅومره اندازه لکړه بایدیوتن ولري ؟ بینوا توجروا

الجواب حامدا ومصلیا وبعد: رسول الله صلی الله علیه وسلم خوخپله لکړه ګرزوله ،مګر نوروصحابه وته يې دګرزولو امر نه دی کړی ،په قرآن کریم کې دسلیمان علیه السلام دلکړي یادونه شوي ،همداراز دموسی علیه السلام دلکړي یادونه هم شوي ده تردې چې دهغه دنبوت عظیمه معجزه هم په همدې لکړه کې وه ،په کتابونوکې دنورو انبیاو دلکړو یادونې هم شوې دي ،اوداخبره هم په ځینوکتابونوکې ذکرشوي :چې لکړه ګرزول سنت الانبیاء دي ،

په ځینوکتابونوکې درسول الله صلی الله علیه وسلم دلکړي اندازه هم لیکل شوي اواټکل شوي  :چې وایې یونیم میتر یاتردې لیږکمه یالیږزیاته به وه .

رسول الله صلي الله عليه وسلم به په خپله لکړه نوم هم ښودل : لكه هراوه ،عنزة  اوداسي نور .. وهي “العنزة “عصا في قدر نصف الرمح أو أكثر شيئًا فيها سنا

وفي الفقه الإسلامي و أدلته: ۱/۵۹۳ وطول الرمح ۲۔۵۰ م أو سبعة أذرع في رأي العین تقریبًا. وقال المالکیة: اثنا عشر شبرًا.

وفي كتاب  الآلة والأداة في القرآن الكريم معجم ودراسة،ص،174،171: وردت لفظة (العصا) في اثني عشر موضعاً من القرآن الكـريم، منها في سورة طه {وما تلك بيمينك يا موسى؟ قال هي عصاي أتوكأُ عليها…..

وفي تفسير القرطبي : واتخذها سليمان لخطبته وموعظته وطول صلاته. وكان ابن مسعود صاحب عصا النبي صلى الله عليه وسلم وعنزته، وكان يخطب بالقضيب- وكفى بذلك فضلا على شرف حال العصا- وعلى ذلك الخلفاء وكبراء الخطباء، وعادة العرب العرباء، الفصحاء اللسن البلغاء أخذ المخصرة والعصا والاعتماد عليها عند الكلام، وفي المحافل والخطب.سورة طه الایة رقم ۱۸ المجلد۱۱\الصفحة ۱۸۶

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts