سپتمبر 24, 2020

دنوي کال مبارکې ..؟

دنوي کال مبارکې ..؟

پوښتنه :  هجري کال نوی شو،ځیني خلګ ځینوته مبارکي ورکوي ، په ځینو عربي کتبوباندي هم  دغه ډول دمبارکۍ الفاظ لیکل شوي وي پوښتنه  داده : چې یوچاته دهجري کال مبارکي ورکول روا ده اوکنه ؟ همداراز دهجري شمسي کال مبارکي څرنګه ده ؟ بینوا توجروا

الجواب : په اسلام کې دمیاشتي دنوي کیدو همداراز دکال دنوي کیدو ځانګړي دعاء شته ،مګر دمبارکي الفاظ له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوصحابه وڅخه نه دي نقل شوي .اونه هم په فقه کې له فقهاوڅخه نقل شوي :

اوهغه دعاء چې په حدیثو کې ذکر دی داده : اللَّهُمَّ أَدْخِلْهُ عَلَيْنَا بِالْأَمْنِ وَالْإِيمَانِ ، وَالسَّلَامَةِ وَالْإِسْلَامِ ، وَرِضْوَانٍ مِنَ الرَّحْمَنِ ، وَجِوَارٍ مِنَ الشَّيْطَانِ .

اوپه مجمع الزوائد ومنبع الفوائدكي راغلي :

وعن عبد الله بن هشام قال: كان أصحاب رسول الله صلى الله عليه وسلم  يتعلمون هذا الدعاء إذا دخلت السنة أو الشهر: “اللهم أدخله علينا بالأمن والإيمان، والسلامة والإسلام، ورضوان من الرحمن، وجوار من الشيطان.  باب مایقول اذا رأى مایعجبہ،ج:10،ص:139،ط:مکتبۃ القدسی.

کذافي الفتوی رقم  144201200015الصادرة من دارالافتاء لجامعة العلوم الاسلاميه علامه بنوري ټاون کراتشی .

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts