سپتمبر 24, 2020

 جُنَّة العالِم «لا أدري»

 جُنَّة العالِم «لا أدري»

ليکوال: عبدالواحد حقاني.

د دنیا نظام کې د هر څه د چليدا لپاره قوانین او ضوابط ټاکل شوي وي، د هماغه قوانینو او ضوابطو له مخي کار په منظم ډول سره روان وي، کله چې یې څوک د قوانینو خلاف ورزي وکړي، هغه ته د مجرم په سترګه کتل کيږي،او کوم کار چې د قوانينو او ضوابطو په چوکاټ کې وي هغه ته عموم کې خلک د اهمیت په سترګه هم ګوري.
همداسې د فتوی ورکولو لپاره قوانین او ضوابط ټاکل شوي، چې په يوه، دوو او درو کلونو کې تخصص في الفقه کيږي، په دې دوران کې ټول کار د فتوی ورکولو په زده کړه کيږي چې پکې د فتوی ورکولو قوانین او…زده کيږي، مفتي به د هماغه قوانینو او ضوابطو له مخې فتوی ورکوي، د خلاف ورزي په صورت کې د شريعت له نظره مجرم ګڼل کیږي لري.

خو نن سبا خبره له دې څخه خلاف ده، کله چې د دين خبره وشي هر سړی کوشش کوي چې زه خو باید په دې باره کې څه ووايم ځکه باید دین کې زه معلوماتي وبلل شم، که د فتوی ضرورت شو داسې څوک هم فتوی ورکوي چې يوه ورځ به یې هم مدرسه کې نه وي تېره کړې، مازديګر چې د مسجد مخکې سپين ږيري سره ناست وي، دوه به کافران او دوو په اړه به د قتل فیصلې وکړي.

همداسې ځيني مولويان صاحبان هم په دې ناوړه عمل کې ورسره شامل دي، کله چې څوک ترې يو څه کې پوښتنه وکړي، دوی په ځای د دې چې ورته ووايي د دې مسئلې باره کې به زه کتابونو کې پلټنه وکړم يا به لږ سوچ وکړم چې دا مسئله څه ډول کيږي، دستي د ملا آن باشد که چوپ نشود په اساس فتوی ور وشوغوي، حال دا چې که څوک بې مطالعې، فکر او سوچ کولو پرته چاته فتوی ورکړي او وروسته پرې سوچ کوي يا هم کتاب ګوري که فتوی یې صحيح هم وي دا کس مرتکب د ګناه دی، دوی ځکه په ځواب ورکولو کې اسرار کوي چې هسي نه بیا د هغه سائل تر نظره کم رانشي ځکه هغه خو په ده باندې اعتماد کړی دی په دې اعتماد کې به بې باوري راشي.

که موږ د خپلو اسلافو تاريخ مطالعه کړو هغوی د فتوی په ورکولو کې نهایت له احتياط څخه کار اخیستی، امام مالک رحمه الله د محمدبن عجلان رضي الله عنه څخه روايت کوي: إذا اغفل العالم «لا أدري» اصیبت مقاتله، کله چې يو عالم له (ماته معلومات) نشته څخه غافل شو هغه خپل ځان خپله قتل کړ.

امام النووي رحمه الله په آداب الفتوی کې حديث ذکر کړی: چې عبدالرحمن بن ابي ليلی وايي: ما (120) انصار صحابه ليدلي چې يوه پوښتنه به ترې وشوه، دوی به بل ته حواله کړه، هغه به بل ته حواله کړه حتی اخیر به بېرته اولني کس ته حواله شوه، او ابن مسعود رضی الله عنه فرمايي:«من افتی عن کل ما يسأل فهو مجنون» «که څوک د ټولو هغو سوالونو چې له ده څخه کیږي په اړه فتوی ورکوي نو هغه ليونی دی، »
ځکه انسان معرض للخطأ دی، نو څرنګه د هرې مسئلې ځواب ورکوي؟
تر څو چې په مسئله یقین یا ظن غالب نه وي فتوی دې نه ورکوي.

د فتوی په اصولو کې هغه اصل چې عالم پرې نجات حاصلوی شي هغه د «لا أدري» (ماته معلومات نشته) جمله ده، دا جمله مجتهدينو تر هغوی مخکې صحابه و، که لږ لا لوړ لاړ شم نبي عليه السلام د ډال په حیث کارولې، امام ابن عابدين الشامي رحمه الله وايي:
په (14) مسائلو کې امام ابوحنيفه رحمه الله توقف کړی او د «لا أدري» جمله یې د ځان د حفاظت لپاره ډال ګرځولې، حتی همدا جمله نبي کريم صلی الله عليه وسلم هم ويلې ده، له نبي کريم صلی الله عليه څخه پوښتنه وشوه چې کومه ځمکه افضله ده؟
نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل:«لا أدري» معلومات راته نشته زه به له جبرييل عليه السلام څخه پوښتنه وکړم، کله چې جبرييل عليه السلام راغلی همدا پوښتنه نبي علیه السلام ترې وکړه، هغه هم وويل چې «لا أدري» ماته معلومات نشته، خو کله چې زه د رب جل جلاله حضور ته حاضر شم همدا پوښتنه به ترې وکړم، کله چې یې له رب جل جلاله څخه پوښتنه وکړه هغه ورته وويل: «خیر البقاع المساجد» بهترينه ځمکه هغه ده چې په هغې مسجد وي.

که موږ فکر وکړو چې اسلافو حتی له نبي علیه السلام څخه موږ ته د نجات لپاره يوه ډېره له وزنه کوچنۍ او له حکمته ډکه جمله را ښودل شوې ده، خو په ځای ددې چې موږ ترې استفاده وکړو هېره کړې مو ده، ځکه که یې وايو نو حیثیت به مو کم شي، حال دا چې دا جمله هغه کسانو ويلي ده چې تر موږ په زياتو درجو لوړ دي، حتی هغه کس استعمال کړې چې په مخلوقاتو کې غوره شخصيت دی، لکن د شلمي پيړۍ عالم به یې نه وايي ځکه چې دده حیثیت کميږي.

زه حیران دې ځينو علماوو ته يم چې دوی ولي د مسئلې ځواب ته دومره تلواري وي؟ او ځان قصداً د اور خولې ته ورکوي، کوشش کوي چې څوک را څخه پوښتنه وکړي چې زه یې ځواب ورکړم.
حال دا چې د فتوی ورکولو یو اهم اصل دا دی چې «تر څو مو کوشش وي مسئله له ځان څخه بل عالم ته حواله کوئ، که خپله فتوی ورکوئ نو په حل کې یې زيات کوشش وکړئ له پوره احتیاط کولو او باور وروسته فتوی ورکوئ» تر څو ځان له دې لوی مسوليت څخه خوندي کړئ.

اللّٰه تعالی دي موږ واقعي عالمان کړي، او په مسئلو کې مو دي له تلوار او شهرت څخه وساتي، همدا دوه لاملونه دي چې عالم د اور خولې ته غورځوي.

Related posts