سپتمبر 24, 2020

دقلم احترام !

دقلم احترام !

قلم يو له څلور ځانګړومخلوقاتو څخه !

امام التفسير مجاهد رح ليكي : چي قلم يوله هغه څلورو څېزنوڅخه ده چي لوى خداى په خپل لاس تخليق کړى دي : معارف القراّن 8\ 765 بحواله تفسير قرطبي

دقلم احترام

 هغه قلم چې استعمالیږي  بيا یې زيات احترام په كارده،اویوه بل ته دي په ادب ورکړه کوي . اوله  استعمال وروسته دي په جټلو ځایونو كي نه غورځوي ،اونه دي داسي كوي لكه موږ چي دواګې لرګی ځيني جوړوو.

همداراز دي داستعمال شوي پنسل یا دنل څخه دجوړشوي قلم تراشي هرځای نه غورځوي ،بلکه یوپاک ځای دي ورته وګوري اوهلته دي واچوې .

 په  الدرالمختار1\131كي راغلي دي : ولاترمي بُرَايَةِ الْقَلَمِ  المستعمل لاحترامه …. ولايلقي في موضع يخل بالتعظيم  اّه .

دسرو ياسپېنو زرو په قلم کتابت مکروه ده !

في ردالمحتار  5\ 298 يكره الكتابه بالقلم المتخذ من الذهب والفضه . يعني په هغه قلم چي دسروياسيپينوزرو وي ليكل ورباندي مكروه دي .

ترټولو غوره کسب دقلم کتابت دی

ملاعلي قاري رحمه الله تعالی  وايي : افضل الكسب عندي الكتابه  . اشرف الهدايه 8\ یعني له غنیمت څخه وروسته ترټول بهترین اوحلال مال اوکسب دکتابة ده .

دابویاسر له کتاب :[اداب الکتاب والمطالعه ]څخه

Related posts