سپتمبر 24, 2020

دمجاهدینو امانت چې دیوکور څخه ضائع شي !

دمجاهدینو امانت چې دیوکور څخه ضائع شي !

الاستفتاء  : محترم مفتي صاحب  زموږ یوموټر سائکل  په کور کښې درولی ؤ دیوي بلي دلګۍ مجاهدراغلی اوموټرسائکل یې ځیني  بیولی دی ، وروسته دغه مجاهدله موټر سائکل  سره په ماین ختلی اوشهیدشوی  ، اوموټر سایکل له مینځه تللی  اوس زموږ په دغه دلګۍ دخپل موټرسائکل  حق  کیږي اوکنه ؟عبدالله مجاهد

الجواب  حامدا ومصلیا وبعد:

که چيري  موټرسائکل  دکور مالک ته  امانت درولی شوی  وي اوبیا هغوئ ستاسو بي  اجازي  دغه موټرسائکل  دغه دوهمي دلګئ  مجاهدته ورکړی وي  نوبیاستاسو حق  دکور په مالک دی  ځکه هغه په اصل کې ستاسو امانت  ضائع کړی دی چې په دي سره ضامن ګرزي .

اوکه دکور مالک  څخه  ددغه دلګئ مجاهدینو په زور بیولی وي  اوبیاهلاک شوی وي نوبیاتاسو ددغي دلګئ څخه  دتاوان حق کیږي .

اوکه  چیري دغه طالب  په خپله  خوښه  اودکور دمالک بي اجازي بیولی وي نوبیا دغه  تاوان  دهمدي شهید طالب په ورثه ؤ باندي دی .

في المجلة  المادة  ۷۹۰  –  لیس للمستودع  ایداع  الودیعة  عندآخر بدون اذن واذا اودعها فهلکت  صار ضامنا ، ثم اذاکان  هلاکا عندالمستودع  الثاني  بتقصیر  اوتصرف  منه  فالمودع  مخیر ان شاء ضمنها المستودع  الاول  وان شاء ضمنها الثاني  الخ  وفي حاشیة الهدایة  ۳\۲۷۵ ورجحت جمعیة المجلة قول الصاحبین  الخ

وفي الاختیار لتعلیل المختاركتاب الغصب :وهو أخذ مال متقوم محترم مملوك للغير بطريق التعدى، ومن غصب شيئاً فعليه رده في مكان غصبه، فإن هلك وهو مثلي فعليه مثله، وإن لم يكن مثلياً فعليه قيمته يوم غصبه، وإن نقص ضمن النقصان،

ومثله في ردالمحتار ۵\۱۲۶

کتبه : مفتي ابوحامدعفی عنه

Related posts