سپتمبر 24, 2020

دحسن بصري- رحمه الله تعالی – له غوره اقوالو څخه

دحسن بصري- رحمه الله تعالی – له غوره اقوالو څخه

غوره اقوال :

  1. انسانه ته دورځویوه مجموعه يې کله چې یوه ورځ تیره شوه نوګویاستاڅه برخه ختمه شوه
  2. دوه ملګري ډیربددي چې دینار،اودرهم دي درنه لاړبه شي خوتاته به کومه ګټه ونکړي
  3. ظریف،اوځيرک مسلمان هغه ده چې کله الله تعالی ورسره احسان وکړي نوله الله نه یې ویره نوره هم زیاته شي
  4. له هغه چانه وویریږه چې دبل خبري تاته راوړي ؛ځکه چې نژ دي ده چې ستاخبري بل ته ورسوي
  5. دمیړاني خلاف ده چې څوک له وروره ګټه کوي
  6. دیومسلمان ورورحاجت پوره کول دیوې میاشتې له اعتکاف نه ډيرغوره ده
  7. انسانه ورځ ستامیلمه ده نیکي ورسره وکړه ،اوکه نیکي ورسره وکړي نولاړبه شي ،اوستاصفت به کوي اوکه بدي ورسره وکړي نولاړبه شي اوستاذم به وايې
  8. نفس په بدي سره امرکوي نوچې دئ په عبادت کي ستانافرماني کوي ته په معصيت کي دده نافرماني کوه
  9. قناعت،اوحسدبه چرته هم سره یوځاي نه شي،حرص،اوحسدبه کله هم سره جلانه شي
  10. دمرګ له امله دونیابده شوه نوعاقل ته پکي هيڅ خوشالۍ نشته
  11. هرأمت یوځانګړی بت لري ،اودهغه عبادت کوي ددي أمت بُت دینار،اودرهم ده
  12. له دنیانه مخ اړول زړه ،اوبدن ته ګټه کوي
  13. که علماء نواي نوخلګ به دچارپایانوپه شان وو
  14. دبدواخلاقوخاوندځان ته سزاورکوي
  15. له بنده نه دخداي جل جلاله داعراض ،اوخفګان علامه داده چې په بي ګټي کارويې مشغول کړي

(حکم واقوال السلف للحسن البصري )

لیکوال: م/ صدیقي

Related posts